دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهسرچينې: سرور دانش ځان او د کورنۍ ۱۴ غړو ته نیوزیلنډ کې...

سرچينې: سرور دانش ځان او د کورنۍ ۱۴ غړو ته نیوزیلنډ کې پناه واخيسته

تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) راپورونه وايي، چې د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال محمد سرور دانش د کورنۍ د ۱۴ غړو په ملتيا يې په نیوزیلنډ هېواد کې پناه اخیستې ده.

هغه ته نيږدې سرچينو رسنيو ته دا خبر تایید کړی دی.

ويل شوي، چې ښاغلي دانش خپلې مېرمنې، اولادونو، ورور، وریرونو، لمسیانو او ان د لور مخکيني نامزد ته هم په دغه هېواد کې پناه اخیستې ده.

سرور دانش د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، څه موده په ترکيه کې و.

هغه هېواد نه له وتو وروسته په يوه اعلاميه کې وويل، چې نور به سیاسي فعالیتونه ونه لري او خپلو علمي هڅو ته به دوام ورکړي او په افغانستان کې د ولسواکۍ د بیرته حاکمیدو ملاتړی به وي.

د ښاغلي دانش او نورو لوړپوړو ناپښتتو چارواکو په پلویانو نیوکه ده، چې د قومي تبعيض په اساس له هېواده د دوی تېښته او د جمهوري نظام په ناکامولو او سقوط کې يې د کم کارۍ او قومي چلند په رول سترګې پټوي.

سرور دانش د ولسمشر د مرستيالۍ پر وخت د یو لړ اسنادو په اساس تورن شو، چې يوازې د خپل بواسير د عملياتولو لپاره یې څو میلیونه افغانۍ بودیجه ويستې وه.

1 COMMENT

  1. ښې ډیزې استفادی یی وکړی دنظام د شیدو پیروی دده او دده د قوم و. نازولی یی بوروسونو ته معرفی کول او ښې ډيرې مقرری یی وکړی پښتون خو ایله یوبل ته لینګتی اچولی او یو دبل وینی یی تویولی او لا یی تویوی پښتونه ځان دی وشرماو لږ له نورو زده کړه دانش صاحب اوس هلته فکر ی کار کوی بله ورځ ځانته شرایط برابروی نر غوندی بیا راځي هغه وخت به د پښتنو جسدونو بوی کړی وی او دوی به ورپوری خاندی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب