تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) په کابل کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاند جنرال مبين ادعا کوي، چې د امريکا او لویدیزو هېوادونو استخباراتي شبکې لا هم په کابل کې فعال او پر دیني عالمانو بریدونو کې لاس لري.
د ده په وينا د عبدالرحمن جومات د خطيب مولوي عبدالسلام عابد په ګډون پړ علماوو بریدونه د همدغو استخباراتي شبکو کار دی، چې دوی یې د مخنيوي په هڅه کې دي.
له دې سره هغه له مولوي عابد او ځینو نورو علماوو څخه ګیله وکړه، چې خپلې امنيتي انديښنې یې د طالبانو له امنيتي حوزو سره نه دي شریکې کړي.
په وروستيو کې د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې بېلابېل دیني عالمان د مرګونو بریدونو هدف وګرځول شول.
اوړمه اونۍ د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړونده یوه سیمه کې د عبدالرحمن جومات خطيب مولوي عبدالسلام عابدد يوې چاودنې هدف وګرځول شو.
په ياده چاودنه کې مولوي عابد او ۲ ملګري یې ټپيان او يو بل ملګری یې ووژل شو.
پر هغه چاودنه د جمعې ورځې له خطبې څو ساعته وروسته په داسې حال کې وشوه، چې خپلو مقتدیانو سره یې په جومات کې مخه ښه وکړه او ويې ويل، چې د طالبانو چارواکي یې نور د دغه جومات امامت ته نه پریږدي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار بيا د پېښې په غبرګون کې وويل، چې پر مولوي سلام عابد چاودنه د هماغو خلکو کار دی، کومو چې د جومات له امامت څخه منع کړی و.
حکمتيار په نامستقیم ډول د پېښې پره پر طالبانو واچوله.
د حزب اسلامي مشر دغه راز پر طالبانو نیوکه وکړه، چې د ده په وينا په هېواد کې د زياتو شويو هدفي وژنو مخنيوی ته لازم تدابیر او د عاملينو پر وړاندې جدي اقدامات نه لري.
طالبانو بيا د ښاغلي حکمتيار څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
مبین با کالا و نسوارش دیده درایی می کند و خود را نطاق ماهر و فریبکار جا میزنداگر راستی هم طالب علم دینی میبودی ؟ اولتر از همه به خدمت علما میشتافتی؛ ولی بادارن کوردلت فرمان کشتنن؛ علما،متخصصین و متنفذین را به اراذل شان صادر می کندکشتن علما دشمنی با دین،خدا، رسول الله و امت است مگر احمق شاه نمی داند که این بازی با دین است و در نتیجه نزول قهر الهی حتمی است و مکروا و مکرالله والله خیرالماکرین
خو تاسې د نورو د استخباراتو لپاره جګړه مخته وړله او هغوی له همدې امريکا پروژې اخېستې او پر تاسې يې وړيا د دين په نوم په همدې مظلوم ملت عملي کولې. ولې د همدې امريکايې او پنجابي استخباراتو لپاره ګډه جګړه مخته وړله؟
اوس ورته ټينګ شه!
څه چې دې کرلي نن به يې رېبې هم.