دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهحکمتيار د جمهوري نظام د منسوبينو او ملاتړو د خونديتوب او درناوي...

حکمتيار د جمهوري نظام د منسوبينو او ملاتړو د خونديتوب او درناوي مخالفت وکړ

تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په یوه وینا کې طالبان هڅولي، چې د جمهوري نظام د چارواکو، لوړ پوړو مامورينو او د هغوی د خپلوانو او پلويانو د خونديتوب او درناوي پر ځای د ده په ټکیو له هغوی سره « محاسبه» وکړي.

حکمتيار وايي د دغو خلکو په خوندیتوب او درناوي احساسولو هغه طالبان خوابدی کیږي، چې ۲۰ کلنه جګړه کې یې قربانۍ ورکړي او زندانونه يې ګاللي.

حکمتيار ادعا کوي، چې ولس هم د مخکينيو چارواکو، لوړ پوړو مامورينو او د هغوی د خپلوانو په درناوي او خونديتوب ناراضه کیږي.

د‌ حزب اسلامي مشر له طالبانو غواړي، چې خلکو ته له دې اړخه د نارضايتۍ د احساس ورکولو پر ځای باید پخوانیو چارواکو او لوړ پوړو مامورينو سره د محاسبې او حساب ډاډ ورکړل شي.

نوموړي له مخکينيو چارواکو او لوړ پوړو مامورينو څخه په مشخص ډول خپل هدف واضح نه کړ، خو دوی یې په مخکیني نظام کې د کار له کبله « امریکايي اشغال» سره په همکارۍ تورن کړل.

د يادونې وړ ده، چې په پرځول شوي جمهوري نظام کې د ښاغلي حکمتيار د ګوند او کورنۍ یو شمېر غړو هم د ولسمشر غني د نیږدې سلاکارانو او په مشرانو جرګه کې د انتصابي غړو په توګه دندې ترسره کولې.

خپله ښاغلي حکمتيار له جمهوري نظام سره په دې شرط د سولې تړون لاسليک کړی و، چې هر کال به څو سوه میلیونه افغانۍ په يوه عصري ماڼۍ کې د اوسيدو، ورځینیو لګښتونو او ګاردانو د معاش په توګه بايد ورکړل شي.

ګلبدين حکمتيار په تازه وينا کې له طالبانو دا هم غوښتي، چې مخکيني امنيتي منسوبين له خپلو لیکو تصفيه کړي.

هغه دغه منسوبین د اسلام خلاف په جګړې تورن او وويل، چې لاسونه یې د مجاهدینو او ملت په وینو سره دي.

د حکمتيار په وینا ټولو هغو کسانو سره باید جدي چلند وشي، چې مجاهدينو ته د رقیب په سترګه ګوري.

د ګلبدین حکمتیار دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبان په پرله پسې ډول له خپلو لیکو د هغو کسانو د تصفيې هڅه کوي، چې د طالبانو له نومه يې ناوړه ګټه اخيستې او د خلکو په وژلو، ځورولو او لوټلو یې لاس پورې کړی.

ځینې سرچینې وايي، چې په دې کار کې د حکمتيار اړوندو خلکو ډېر لاس لرلی او هغه په دې ډول څرګندونو د طالبانو لیکو ته د خپلو ننوتو جنګیالیو د جنایتونو توجیه غواړي وکړي.

يو شمير خلک ټینګار کوي، چې حکمتيار ظاهرا د طالبانو د ملاتړ تمثیل کوي، خو په واقعيت کې له پارونکو خبرو سره د دوی حکومت ناسمو اقداماتو ته هڅوي، چې طالبان يې بايد مخه ونیسي.

حکمتيار تورن دی، چې په خپل کور کې د مختلفو لیدنو او ویناوو پر مهال خلک د طالبانو خلاف اعتراضونو ته هڅوي او په واک کې لویه ونډه غواړي.

نوموړي څه موده مخکې د طالبانو د سرپرست حکومت د مودې پر نه معلومیدو او حتا د امیرالمؤمنین د ټاکل کیدو په څرنګوالي یې توندې نیوکې وکړې.

د ښاغلي حکمتيار زوم همايون جریر بيا د هغه د يادو څرګندونو په اړه د تاند راپور رد کړ، خو تاند یې د ثبوت په توګه د حزب اسلامي د مشر ښاغلي حکمتيار د خبرو غږيږه بڼه خپره او د خپل خبر واقعيت ثابت کړ.

طالبانو بيا تر اوسه هم د حکمتيار هغو نيوکو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

9 COMMENTS

  1. دغه زړه رڼډۍ تل له خولې زهر تويوي که د طالب مشر ملا هيبت ژوندی وای ته به هغه ښکلي د ک او ر لغاتونه کارولي وای. دغه خبيث مرتد د ميلونو قاتل او د ټولو ناخوالو زيږونکی له ماشومتوبه څخه ده. تف لعنت په داسي طاغوتي جهاد. ايا دغه غولبويدين نه وه سي اول امريکا دده په غاړه سټينګر ور کيښودل ؟ خپل عيب د ولي منځ د بل عيب د کلي منځ. ټول جهاديان د ولس قاتلان او د پرديو غلامان دي.

  2. حکمتیار د تیر رژیم دوره کی ښه په ډپ ژوند درلود پیسی ښه کور ډالر نوکر باډیګارد او هر شی ورسره و خو خلکو د جنګ له لاسه ښه ورځ نه لرله نو اول باید دی خپله ځواب ورکړی ارګ ته همده تګ راتګ کاو نو ملاتړی خو همدی و طالبانو ښه پیژندلی یوه ورځ به یی پوه کړی. طالبان به د کابل د۶۵زره خلکو د وژلو پوښتنه هم ورڅخه وکړی او د جهاد دبدنامولو او پلورلو بازخواست به هم ورنه وکړی
    حیران دی ته یاستو چی دا ټول پښتانه دی تاجک ازبک او هزاره ځان په نیکنامی ګوشه کړ خو دا پښتون ده چی دنیا ورپوری خاندی او نه په سیاست پوهیږی نه خپل حیثیت ساتی نه په قتلونو شرمیږی نه په غلامی شرمیږی

  3. ای رزیل بی شرف ، باز هم شرارت ، اگر طالب واقعت عدالت میکنه باید از همه اولتر با خودت محاسبه کند ، که در دوره اول فرار ملک ها شدی ، باز با کی معامله کدی که حافظت باشد . بی وجدان

  4. حکمتیار صاحب، څومره چې فکر کوم، ته لا تر هغو بې شرفه، رزیل، مزدور، او بې حیا سړی یې. الله خو د لومړی ای اس ای او بیا تا ټول تباه کړي.

  5. داتیر درې کاله تا په ډالرو ځان وپړساوه – مریم جانه اوهغه نورې لور ګانې دې -دامریکې په سفارت ننوتې او راوتې – دکابل قصاب نوم دې وګاټه لږ حیا وکه نور دې بس دی – دګور غاړې ته رسیدلی یې – هغه دری ژبه کې وایی ( از جوانی تا پیری + از پیری تا به کی) یو خیریه بنسټ جوړ اوخوارو خلکو سره مرسته پیل کړه

  6. khekmatyaar always show some THING WRONG.
    he want peoples should pay attention to him.
    but we know he is spokesman of ISI.
    BY THIS KIND SABOTAGE WANT TO MORE AFGHANS BECOME REFUGEE.
    DEATH ON HEKMATYAAR AND HIS SUPPORTERS

  7. HEKMATYAAR IS ONE SHAMELESS.
    HE WAS AGENT OF ISI,
    HE WAS BUCHER OF AFGHANS SPECIAL KABUL&NANGARHAAR
    WHEN I SEE NAME OF GULBUDDIN/SUDDENLY I THINK ABOUT TERRORIST AND INTELLEGENT
    WHEN GENRAL ZIA UL HAQ DIED// GULBUDDIN CRIED LIKE HIS FATHER DIED

    THANKS FROM TAAND

  8. کریم خرم > فاروق وردگ> سباوون > ارغندیوال> او لسگونه نور د گویی لامی گوند غړو د سی آی ای نوکری کوله اول باید لدوی پوښته وشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب