شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهنن پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل کلیزه ده

نن پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل کلیزه ده

تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) د جدي شپږمه یانې نن پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ کال د پوځي یرغل کلیزه ده.

په ياده نېټه د شوروي اتحاد ځواکونو په داسې حال کې، چې د افغانستان لاسپوڅی واکمن ببرک کارمل یې پر خپل ټانګ کینولی و، افغانستان ته راننوتل او د وخت د واکمن حفيظ الله امين له وژلو سره یې افغانستان اشغال کړ.

د شنونکو په باور، دغه وضعيت پاکستان ته ښه فرصت په لاس ورکړ، چې د امريکا په مشرۍ لويديځو هيوادونو او عرب متحدينو نه يې پریمانه مرستې ترلاسه او په ډېره برخه يې ځان پیاوړی او د اټومي ځواک څښتن او په لږو امکاناتو يې د شوروي خلاف جنګونکې افغان جهادي ډلې وپالي.

د هغه وخت د يو شمېر جهادي ډلو مشران مني، چې جګړه يې ګټلې، خو سياست يې بايللی او پاکستان تر بل هر هېواد د دوی له کورنۍ جګړې او د افغانستان له بې نظامه کولو ډېره ګټه کړې.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتو او پر ضد يې د طالبانو جګړې او د افغانستان د جمهوري نظام نسکوريدو ته په اشارې دا ډله تورنيږي، چې د شوروي ضدو جهادي ډلو له تېروتنو يې پند نه دی اخیستی او د هماغو ډلو په برخليک به اخته شي.

تمه کيږي، چې يو شمېر جهادي ډلې او د طالبانو حکومت به د شوروي د پوځي یرغل د کليزې په اړه غونډې او غبرګونونه ولري.

امين څوک و او څه ورسره وشول؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب