استاد شهسوار سنګروال
حفيظ الله امين د حبيب الله زوی په ۱۹۲۹ ز کال د پغمان په قاضي خېلو کې زېږېدلی دی.
ده لومړنۍ او مينځنۍ زده کړې په پغمان کې سرته ورسولې. لوړې زده کړې يې د کابل په پوهنتون کې د لېسانس تر کچې وکړې.
چې امين د ابن سينا مدير شو، په کابل کې دومره نامتو شو چې نوم يې په ښوونيزو او روزنيزو مؤسسو کې د ژبو په سر وه، ان تر دې چې د لوړو زده کړو لپاره د امريکا متحده ايالاتو ته واستول شو.
د نيويارک له کلمبيا نه يې د ښوونې روزنې په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې سند ترلاسه کړ.
نوموړي غوښتل چې پي اېچ ډي (P.H.D) يانې دوکتورا لپاره بيا امرېکې ته لاړ شي خو نه د کابل حکومت او نه هم امريکا له دې سره موافقه وکړه چې د لوړو زده کړو په نوم دغه هېله ترسره کړي.
د افغانستان د خلک دموکرتيک ګوند د تأسيس نه څه موده وروسته چې کابل ته راغی، د ګوند غړيتوب يې ترلاسه کړ.
که څه هم دغه ګوند د مارکسيزم له تيوري نه سرچينه اخستې وه، ولې بيا هم د ده سياسي سيالانو دی د ناسونالست او فاشست په نوم يادوه.
ان تر دې چې دی يې د يوګوسلاويا د مشر مارشال تيتو سره پرتله کاوه.
«په دې اړه هماغه وخت دا خبرونه هم خپاره شول، چې ببرک کارمل، دی شوروي مشرانو ته د يوه ناسيونالست په بڼه معرفي کړ چې په ده د برژنف او نورو چارواکو شک لا هم زيات شو.
خبره همدا وه، شورويانو له حفيظ الله امين سره سياسي ستونزه لرله، که نه نظام ته کوم ګواښ موجود نه وه. دا هسې پلمه وه چې ګني افغانستان د امريکې د متحده ايالاتو او پاکستان ترګواښ لاندې دی.
د امريکا يو شمېر چارواکو هم داسې انګېرله چې ګني سرو لښکرو ځکه حفيظ الله امين له مينځه يووړ چې د ده په شتون کې دولت له ماتې سره مخ وه، ولې دا يوه تېروتنه وه.
يوه امريکايي دېپلومات «ارچرک بلود» په کابل کې د امريکا د سفارت کارکوونکي دا خبره په ډاګه کړې ده چې: «رژيم د ماتې له ګواښ سره مخ نه وه، يوازې روسانو ته انګېرنه دا وه چې ځانونه د امين له شره خلاص کړي.»[1]
شوروي اتحاد د ده له شره هغه وخت بې غمه شو، چې د جدې په شپږمه نېټه يې د کي جي بي په سپارښتنه امين او د سياسي بېرو غړو ته په شوروا (سوپ) کې زهر واچول.
پدې سره ټول بې حاله شول، يوازې دستګير پنجشېری چې د کې جي بي لخوا ورته ويل شوي وه چې سوپ به نه څښي روغ رمټ پاتې شو.
روسي اشپزانو له يوې خوا د دولت لوړپوړي چارواکي بېهوشه کړل او له بلې خوا يې په يوې زورورې چاودنې د تېلفون مزي پرې کړل.
له دې سره جوخت هغه کنډک چې د امين د ساتلو لپاره ګمارل شوی وه په مرګوني بريد پيل وکړ.
لوی درستيز محمد يعقوب چې غوښتل يې مخابرې ته ځان ورسوي چې بريد پرې وشو. که څه هم هغه ګړۍ مړ نشو خو وروسته د عبدالوکيل لخوا (د نجيب په مهال د بهرنيو چارو وزير) پرې يو جاغور خالي شو او ځای پر ځای ومړ.
شوروي اتحاد د حفيظ الله امين د وژلو لپاره درې تنو ته دنده سپارلې وه چې په داسې مهارت يې له مينځه يوسي چې شوروي پوځ ته زيان و نه رسېږي.
سرو لښکرو ته لا دمخه ويل شوي ول چې امين له امريکا او پاکستان سره اړيکې ټينګې کړې دي او کابل ته امريکايي پوځ ننوتی دی.
پدغه درې کسانو کې چې خپلو پوځيانو ته يې د مخه لا دغه ډول روحيه ورکړې وه يو يې جنرال وېکتور پاپوتين، دويم تن په کابل کې شوروی سفير فکرت احمد جانوويچ تابيوف او دريم تن د دفاع د وزارت مرستيال مارشال «سکولوف» وه.
د اندروپوف د سپارښتنې له مخې چې لومړی بايد امين له مينځه يوړل شي، نو په همدې بنسټ د نوموړي په مانۍ د K.G.B ځانګړو پوځونو (زينت، ګروم او الفا) د جنرال «ګرازدوف» په ښودنه بريد وکړ.
«سټيو کول« د دغه بريد په تړاو داسې کاږلي دي:
«د کې جي بي قاتلانو د امين کور محاصره کړ او د افغانستان شړل شوي کمونست مشر ببرک کارمل د امين پر ځای د کېناستلو لپاره يې په يوه ټي – يو ۱۳۴ (TU-134) ډوله الوتکه کې په پټه د بګرام هوايي اډې ته، چې د کې جي بي افسرانو او شوروي پارا پوځيانو (Paratroopers) لخوا ساتل کېده را ورسېد.»[2]
کله چې د «مسلمان کنډک» په ګډون شوروي ځواکونو د امين په ماڼۍ بريد پيل کړ، په سر کې افغان پوځ د امين نه د دفاع لپاره سخت غبرګون وښود چې ګڼ شمېر روسان يې ووژل.
ورته کار به راديو افغانستان کې هم وشو (ليکوال په راديو تلوېزيون کې دغه مهال حاضر وه)، کله چې هلته بريد وشو، له سخت غبرګون نه وروسته روسي پوځ ترشا شو.
پدغه وخت کې «وطنجار» په لوډ سپيکر کې په افغان پوځ غږ وکړ او هغوی هم پر شا شول.
د امين د ماڼۍ ساتونکو چې کله واورېدل شورويان دي، دوی هم له دفاع نه لاس واخېست. هغه وو چې شوروي پوځ ماڼۍ ته ننوځي، حفيظ الله او عبدالرحمن (د امين زوی) د شاه ولي د مېرمن په ګډون يو شمېر کسان وژني.
له يوې خوا د شوروي چارواکو بې باوري وه چې ګني امين غوښتل چې د شوروي او امريکې تر مينځ په مناسباتو کې انډول په پام کې ونيسي او له بلې خوا د امريکا متحده ايالاتو هېله درلوده چې د شوروي پښه افغانستان ته راکاږي.
«ريموند ګارتف» د يوه سند پر بنسټ چې د «اندرو پوف» له څرګندونو نه چې د اکتوبر په ۲۹ نېټه يې د سياسي دفتر غونډې ته د يوه رپوټ په بڼه په ډاګه کړی وه چې د افغانستان نوی ولسمشر په پام کې لري د لوېديځ او ختيځ تر مينځ انډول وساتي، دغه سياست دا په ګوته کوي چې امين د واشنګټن په لور کوږ شوی دی، له دې څخه داسې برېښي چې نوموړی شوروي اتحاد ته صادق ندی.
«ګارتف» خو د شوروي له لوري «ګورکي ارباتف» په څېر انګېري چې اندروپوف له اندازې نه زيات په ببرک کارمل باندې باور درلود. ولې د کې جي بي (K.G.B) سيال استخباراتي سازمان، سي آی اې (C.I.A) بيا شوروي اتحاد له پخوا نه څاره چې دوی څه غواړي او څه کوي؟
سټيو کول انګېري چې: «سي – آي – اې په سمه او مکرره توګه د شوروي د پوځونو په هکله معلومات ورکول.
د ډسمبر په نيمايي کې C.I.A د شوروي او افغان پر پوله پر لويه کچه د شوروي پوځونو ځای پر ځای کېدل کشف کړي ول.
د سي آي اې مشر «ترنر» د امريکا ولسمشر کارتر ته د ډسامبر په ۱۹ نېټه يوه پټه خبرتيا واستوله چې شوروي غواړي په افغانستان کې ښکېل شي دا ځکه چې د هغه هېواد جنوب لور ته پوځونه استوي.[3]
سره د دې چې د شوروي اتحاد سياسي او پوځي چارواکي په يوه خوله نه وه چې په افغانستان پوخي بريد ترسره کړي. او ستينوف له يوې خوا د شوروي سياسي دفتر سره مخ وه او له بلې خوا يې ليدل چې د دفاع وزارت يې په دوه برخو وېشل شوی دی.
امين بايد ووژل شي او دا کار هغه وخت شونی دی چې سرې لښکرې بريد ته تيارې کړي.
د ډسامبر په ۲۲ نېټې د C.I.A مرستيال بابي انمن په ډېرې بيړې سره چې د شوروي پوځي بريد ته لږه موده پاتې وه د امريکا د دفاع وزير، هرالد برون او برژنسکي ته خبر ورکړ چې سي آی آې شک نلري چې د شوروي سور پوځ به په ۷۲ ساعتونو کې په افغانستان يرغل وکړي.
د سي آي اې له دغې خبرتيا نه څلور ورځې وروسته شوروي پوځونو د ډسامبر په ۲۷ نېټې د تاج بېک ماڼۍ تر اور لاندې ونيوله.
د ډسامبر اوه ويشتمه (۲۷) له هغې ورځې سره برابره وه چې بايد آغا شي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، له امين سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی وی.
په راديو افغانستان کې ماته (ليکوال) وويل شول چې په تاريخي او سياسي تبصرو کې بايد د پاکستان پر وړاندې دريځ نرم شي.
ما چې د راديو مهالنۍ سرمقاله ليکله را ته دا خبره په ګوته شوه چې د ډسمبر په ۲۷ نېټه آغا شاهي راځي سر مقاله بايد د افغانستان او پاکستان د ښو اړيکو اړتيا ته ځانګړې شي.
ولې د ډسامبر په پنځه ويشتمې (۲۵) نېټې بېرته ټولو پروډسيرانو ته وويل شول چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سفر وځنډېد او د دې لامل همدغه وه چې د نوموړي سفر سبوتاژ شي.
نو ځکه د برژنف په سپارښتنې امين د سياسي بيرو غونډې ته وويل:
د برژنف لخوا دغسې يادښت ترلاسه شوی دی چې د آغا شاهي سفر ۳۰ ڼېټې ته وځنډوي، ستاسو نظر څه دی؟
صالح محمد زيري وويل: څه توپير لري سفر دې وځنډول شي.
د بهرنيو چارو وزير شاه ولي وويل: جناب امين صاحب! ښه ده، خو زه اندېښنه لرم!؟
زېری: دا د اندېښنې خبره نده د درې ورځو مسئله ده.
شاه ولي: محترم زېری صاحب! د روم ښار په يوه شپه په ايرو بدل شو.
دغه سوال او جواب لا روان وه چې امين د يادښت په کتابچه کې داسې وليکل:
د پاکستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو محترم وزارت ته!
د يو شمېر اسنادو د برابرولو لپاره که چېرې جلالتماب د بهرنيو چارو وزير آغاشاهي د ډسمبر پر ۲۹ يا ۳۰ نېټې کابل ته تشريف راوړي خوشاله به شو. په ادب
په پای کې اوه ويشت نېټه (٢٧) تمه هغه وه چې شوروي سرو لښکرو په افغانستان وسلوال بريد وکړ، امين او د هغه کورنۍ يې په سرو وينو کې و لمبوله.
«په داسې حال کې چې د عيسوي اختر په ماښام تياره خپره شوه د شوروي له هوابازانو څخه ډکې «انتونوف» ترانسپورتي الوتکې او کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوې. د عيسوي اختر په تنکي سبا باندې د شوروي پل جوړوونکو ځواکونو، چې د شوروي له څلوېښتم اردو سره يې دنده لرله ترميز (حيرتان) بندر ته نږدې پر امو سين تخته يي پلونه کېښودل او د شوروي لومړۍ شوبلې له پولې څخه تېرې شوې… چې حفيظ الله امين او د هغه نږدې همکاران ووژني او د افغانستان په (اصطلاح) کمونست ګوند کې نوی مشرتابه وټومبي…
په کابل کې د امين اوسېدو ماڼۍ (تاج بېک) ته لار ومومي او پر هغه ګولۍ وچلوي… په لسګونو کي – جي – بي (K.G.B) افسران ووژل شول.»[4]
خو امين هم ووژل شو، ورسره د کورنۍ يو شمېر غړي، ګڼ شمېر افغان سرتېري هم په سرو وينو کې ولمبېدل.
بلی
قصابی ښه کسب دئ خو بشپړ مهارت غواړی، په لاس کی د تېرې چړې درلودل الزاماً د قصاب توب معنی نلری او نه هم په محکمه کی د هر نااهل کس په تن کی د قضاء د لباس مشاهده د عدالت د تأمین معنی لری.
د یحیی د سیاسی کورنۍ، د خلق د دموکراتیک ګوند د مبارزاتی کورنۍ، د مجاهدینو ! د مأموریتی کورنۍ، د طالب د انګریزۍ – پنجاپۍ کېبلی کورنۍ ، د اوسنی حکومت د ځینو یا ډیرو مُهرو تکنوکراتی! کورنۍ او پورته ټولو تشکیلاتو د خواخوږو څخه د یو سلیم او معقول او منلی او عادلانه قضاوت توقع اوسمهال یوه بیځایه توقع ده او ددې توقع د اِصالت ” ثبوت” باید دوه ویشتمی پېړۍ ته انتظار وباسی.
ښاغلی محترم سنګروال او هر سنګروال صاحب!
آیا امین په ډاګه نه ویل چی افغان دوستی = شوروی دوستی؟
امین چی ځان ناسیونالیسټ ګاڼه نو ….. ئې نه خوړه چی په یوه صهیونسټی – انګریزی – مارکسیسټی تشکیلاتو کی ئې د سیاسی مبارزې هوډ وکړ؟
که څه هم خپله د شوروی د کمونسټ ګوند تهداب په لندن کی کېښودل سو ( د سترو ستراتژیکی غربی ګټو د تأمین په موخه )
خو
د وړوکو کمونسټی ګوندونو د عاجلانه ګونډو کېدو او مارکسیزم د عاجلی بدنامۍ په هدف، غربیانو خپلی تربیه سوی مُهرې د ځینو ګوندونو ( منجمله حزب دموکراتیک خلق افغانستان ) په ګېډه کی تعبیه کړې.
دا سیسټماټیکی توطئې او دسیسې یوازی ( مثلاً ) په کمونسټی ګوندونو کی نه دی پلی سوی بلکه په مذهبی او نشنلیسټی او حتی فرهنګی او روحانی تشکیلاتو او ګوندونو کی هم پلی سوی او پلی کیږی.
سنګروال صاحب او هغه ته ورته کسان قهراً یا باید د ټول ګوند ( د درو واړو رهبرانو په شمول ) د موجودیت او مشروعیت دفاع وکړی یا ټول ګوند نفی کړی ( د څلورو واړو رهبرانو په شمول) چی په دواړو حالتونو کی ” امین ” او د امین ستائنی ته هیڅ ځای نه پاتیږی ځکه امین د ګوند د موجودیت په اعتبار ” امین ” ؤ نه برعکس.
د تره کی او امین او کارمل او نجیب، جزیره ای ستائنه هومره احمقانه ده لکه د شاهی او جمهوری رهبرانو او جهادی رهبرانو او طالبی رهبرانو او پنجشیری او فاریابی رهبرانو جزیره ای ستائنه.
سلام
استاد سنګروال صاحب حفیظ الله امین لعین یوډېر بې ادب ،احساساتی ،وژونکی،بی تدبیره او آماتور کمونست وو. دې کې نه شک شته او نه شبه. که موږ اوتاسې دهغه شخصیت ،درایت او مدیریت دهغه له عمل ،ناستو او ولاړو، بیانو او دېپلوماتیکو اړیکو وڅېړو هغه دهېواد دزعامت په کچه یو ماشوم وو.
دهغه دوره ددوم سقاء ته ور ته وه.هغه په اغلب ګومان په مستو او یا سوپ مسموم شوی وه چې داردو روغتون ته دشپې لخوا انتقال شوی چې دې وخت کې د روغتون سرطبیبه سهیلا صدیق پرچۍ وه څه موده وړاندې یی غنی احمدزی دجنازې کټ پر اوږو سپور کړی وه، او یو شمیر انلاین کسانو درحرف مفت او خپله غنی احمدزی له هغې څخه یوه ستره اتله جوړه کړې وه. ټاسې پوهیږی چې په هره تولنه کې یو استاد،پروفیسور دتعلیم او زده کړو په کچه فردی موقف اوحیثیت، ټولنیزه اخلاق، شخصیت، مسلک او رسالت لری . بناء مسله حل ده.
بی له ظلمه خو دولت نه کیږي! امین کونست هم دا کار و کړ! خو فرق یې دا دی چی امین داسی خلک و وژل چې د ګلبدین،مسعود او ربانی په څیر د ای اس ای لمن ته د تښتیدلو په شان کسان او د هغوئ شاګردان و وژل! خو افسوس چې د ګلبدین،مزاری، سیاف،مولوی نغمه، تورن اسمعیل، محقق، او خلیلی غوندی ګند و رڅخه پاتی شول چي تر نن یې وطن په غولو لړلی! دا مفسدین چی یوازی په خوله کلمه وایی او ځان مسلمان ګڼي خو په اصل کی تر کمونسته بد تر دي! که دا د درواغو کلمه ګوی شهیدیږی ا و جنت ته ځي نو خدای دی د امین شهادت قبول کړي!