شنبه, مې 11, 2024
Homeداسې هم شتهساینس"مصري تمدن په ډېرې چټکۍ پيل شو"

“مصري تمدن په ډېرې چټکۍ پيل شو”

د بريتانوي ساينسپوهانو يوې ډلې مالومه کړې ده، چي په مصر کې د جلا- جلا بزګرو له ټولۍ بيا تر باچاهۍ پورې سفر تر مخکينيو اټکلونو څو چنده په چټکۍ تر سره شوى دى. ساينسپوهانو د تاريخ اټکلونې په راډيوکاربن او د کمپيوټر د ماډلونو په مرسته مالومه کړې، چي د مصر تر ټولو لومړى فرعون «حور عحا» په ٣١٠٠ ميلادمخکې پېړۍ کې واک ته رسېدلى وو.

دا څېړنه په (پروسيډينګز آف دي رايل سوسايټي) نومې جريده کې خپره شوې ده. د څېړنې سرڅېړونکى د اکسفورډ پوهنتون د لرغونيو آثارو د پوهنځي استاد ډاکټر مايکل ډي دى. هغه وايي “په پخوانۍ نړۍ کې د مصري تمدن شتون يوه ځانګړې پېښه ده. دا يو سيمه ييز مملکت وو او په داسې ډول جوړ شوى وو، لکه له اوسنيو قومونو چي هېوادونه جوړېږي”.

هغه وايي “موږ پوهېږو چي د دې هېواد د جوړښت د عواملو د تاريخ په اړه خلا موجوده وه، چي ډکولو ته يې اړتيا وه”.

تر اوسه د مصر د تاريخ د ډېر لرغوني پېر زماني کرښه پر اټکلونو ولاړه وه، د دې لرغوني زمان هيڅ ليکلي شواهد موجود نه وو، ځکه يې نو د باور لپاره له هديرو څخه د تر لاسه شويو لوښيو له جوړښته اټکل کېده، خو اوس ساينسپوهانو پر وېښتانو، هډونو او بوټيو باندې د تاريخ اټکلونې راډيو کاربڼ تجربه و ازمېيله او له دې سره- سره يې له لرغونيو آثارو تر لاسه شوي شواهد او کمپيوټر ماډل وکاراوه او د دې لرغوني مملکت د موجودګۍ زمانه يې په نخښه کړه.

د تاريخ په کتابونو کې ويل کېدل چي په مصر کې تر ميلاد څلور زره کاله پخوا زمانه کې تر شاهي کورنۍ مخکې پېر کې د ټوليو په بڼه خلک د نيل سمندرګي پر څنډه سره را ټول شوي وو او کښت- کرونده يې پيل کړې وه، خو له نوي ساينسي تحليله څرګنده شوې ده، چي دا کښت- کرونده له ٣٧٠٠ ميلادمخکې پېړۍ تر ٣٦٠٠ پورې پيل شوې ده.

ساينسپوهانو دا هم مالومه کړې ده، چي يواځې په څو پېړيو کې دننه- دننه، يانې په ٣١٠٠ ميلادمخکې پېړۍ کې ټولنه دومره بدله شوه، چي په مصر کې يواځې د يوه فرعون واکمني پيل شوه.

ډاکټر مايکل ډي بي بي سي ته ويلي چي “د وخت دغه موده تر مخکينيو اټکلونو څه نا څه له درېوو تر څلورو سوو کلونو کمه ده، مصر يو داسې مملکت وو، چي ډېر ژر يې پرمختګ وکړ. دغه مهال په ټولنه کې زښته ډېر ټولنيز بدلونونه هم راغلل”.

“که دغه مصري تمدن له نورو تمدنونو سره پرتله شي، نو ډېره جالبه خبره ترې را وځي. مثلاً په ميسوپوټيميا (لرغوني عراقي تمدن) کې څو زره کاله کښت کرونده کېده، خو تر هغه ډېر وروسته پکې د مملکت بنسټ کښېښوول شو”.

لرغونپوهان په دې باور دي چي د مصر تر ټولو لومړى فرعون «عحا» هغه مهال د واک پر ګدۍ کښېنوست، چي يوه بل پېژندل شوي مشر «نارمر» وطن سره يو موټى کړ.

 د يارک پوهنتون د لرغونيو آثارو د پوهنځي استاد پروفيسر جواين فلېچر پر دې څېړنه باندې تبصره کړې او وايي چي “دا ډېر مهم تحقيق دى، چي پکې د مصر پر تاريخ باندې روڼا اچول شوې ده. د مصر د پخوانيو واکمنو د زمانې د اټکل لپاره دا څېړنه زښته ډېر ارزښت لري”.

 ژباړه: بارکوال مياخېل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب