یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهبغلان کې د اجمیر کانال د بیارغونې چارې بشپړې شوې

بغلان کې د اجمیر کانال د بیارغونې چارې بشپړې شوې

تاند ( سې شنبه، د جوزا ۵ مه ) د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره په بغلان ولایت کې د اجمیر کانال د بیا رغونې چارو د بشپړېدو خبر ورکوي.

له دغې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې د اجمیر برېښنا بند کانال چې څه د پاسه ۲۶ کلیو متره اوږدوالی لري، د دوه بندونو (لومړی او دویم بند) درلودونکی ده.

خبرپاڼه وایي، دغه کانال له اوږدې مودې راهیسې د اوبو د مدیریت په برخه کې له تخنیکي ستونزو سره لاس او ګریوان وه.

سرچینه زیاتوي د دغه کانال د بیا رغونې چارې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په مالي لګښت د ملي پراختیايي شرکت او هلمند ودانیز ریاست له لوري بشپړې شوې چې د دیوالونو ترمیم، دپرچاوۍ دروازې او د اوبو لګولو سیستم معیاري کول په کې شامل دي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په خپرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د اجمیر برېښنا بند کانال فعال شوي توربینونه د ۱۶ مېګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري او ور سره به زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه شي.

د دې ترڅنګ د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي، چې په فراه ولایت کې د سختو جګړو سره سره د بخش آباد د اوبو بند چارې ګړندۍ روانې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د اوبو دا بند د هېواد یو له سترو بندونو څخه دی او ژر به یې چارې هم بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د اوبو د مدیریت برخه کې لاسته راوړنې ډېري شوي او د کمال خان بند را وروسته اوس په هېواد کې د ډېر شمېر بندونو د جوړېدو چارې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب