چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهپر افغان ښځو تازه قیودات، نړیوال یې د دوی د زنداني کیدو...

پر افغان ښځو تازه قیودات، نړیوال یې د دوی د زنداني کیدو هڅه ګڼي

تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) د طالبانو د حکومت هغه قیودات، چې تازه د افغان ښځو د ورځيني ژوند په اړه وضع شوي، په نړیواله کچه یې توند غبرګونونه پارولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ډلې دغه قیودات د افغان ښځو د زنداني کیدو هڅه ګڼلې ده.

د يادې ډلې مشرې مېرمن هدربار ويلي، چې تازه قیودات د ازادانه فعاليت، سفر، سوداګرۍ او نورو فعاليتونو په برخه کې چې د ښځو حقونه دي، هغوی محروموي او ژوند په زندان ورته بدلوي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په يوه لیک کې چې موټر چلوونکو ته وېشل شوی، ويل شوي چې دوی دې« بې حجابه» ښځينه په موترو کې نه لیږدوي.

په دغه لیک کې دا هم ویل شوي، چې له ۷۲ کيلومتره څخه په لیرې سفر دې له محرم پرته ښځینه په سفر نه بیایي‌.

د طالبانو يوه وياند انعام الله سمنګاني بيا د دوی د امر بالمعروف وزارت له دغه دريځ څخه ملاتړ کړی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې اعتراض یې رد کړی.

يو شمير افغان ښځینه فعالانو هم پر طالبانو له دې کبله سخت اعتراضونه کړي او ويلي، چې طالبانو موټر چلوونکي د‌دوی حاکمان ټاکلي.

1 COMMENT

  1. یا راویښ شه یا ورکیږی:

    ستا له شره په امان کی پاتی نه شوم

    سړیخوړه رالیږلی لوی شیطان ستا

    مخ دی تور شه هر افغان په ننګ بلسیږی

    که باغی شوم بیا به مات کړم ټول بوتان ستا

    د خوشحال بچی را ویښ شه یا ور کیږی

    ورانوی دی له جهانه نوم نشان ستا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب