یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد سقوطونو د لړۍ دوام، ۴۰ سلنه افغان فابریکې د سقوط خطر...

د سقوطونو د لړۍ دوام، ۴۰ سلنه افغان فابریکې د سقوط خطر سره مخ دي

تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په اقتصادي او نورو برخو کې هم ورځ تر بلې د سقوطونو خبرداري په زیاتیدو دي.

نن د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې ‌خبرداری ورکړ چې، د برېښنا او خامو موادونو د نشتوالي له کبله شاخوا ۴۰ سنله افغان فابریکې د سقوط له خطر سره مخ شوي دي.

د دې ټولنې مشر عبدالجبار وویل، چې دا فابريکې تر ډېره په کابل، مزار، کندهار، هرات او ولایتونو کې دي.

د نوموړي په وینا، د بانکونو د عادي فعالیت نه پیل، د نړېوالو لخوا د افغانستان کنګل شوې پیسې او له نړېوال بازار سره د افغان سوداګرو کمزورې اړیکې نور هغه لاملونه دي چې د افغانستان سوداګریزې او تولیدي چارې یې اغیزمنې کړې دي.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت په ځلونو د سوداګرو او صنعتي پارکونو د ستونزو دحل ژمنه کړې ده.

سوداګر او پانګوال بيا وايي، چې طالب چارواکو ورسره ژمنې نه دي پوره کړي او ستونزې یې ورځ تر بلې زياتيږي.

2 COMMENTS

  1. د پاکستان یواځنی هدف هم دا دی چی د افغانستان فابریکی سقوط شی او دلته خپل مارکیت پرانیزی. طالب مشران په شعوری توګه لګیا او د پاکستان دی هدف کار کوی. ها خوا د لوړو حصیلاتو وزیر د پاکستان د مدرسو صفتونه کوی او دلته یی مکتبونه او پوهنتونونه سقوط کړی. پنجاب تر ډیره خپل هدف ته رسیدلی او نور هم لګیا دی چی دا وطن تباه کړی.

  2. when afghans factory stop .
    india can not do business.afghan markets will be open for pakistani fake supplies.
    peoples must try to bring different way to active afghan factory.
    like cellular energy from sun.
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب