جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد ایران سفیر ته د منسوبو خبرو له افشا وروسته د دغه...

د ایران سفیر ته د منسوبو خبرو له افشا وروسته د دغه هیواد مرستیال سفیر له متقي سره وکتل

تاند(یکشنبه، د قوس ۱۳ مه) په کابل کې د ایران مرستیال سفیر سیدحسن مرتضوي نن په کابل کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د دې کتنې په اړه په خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي متقي د ایران مرستیال سفیر ته وویل، هغه وخت راغلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او د دې لپاره د ترانزیت او تجارت په برخو کې اسانتیاوې راوړل شي.

د خبرپاڼې پر اساس، د ایران مرستیال سفیر په افغانستان کې له امنیتي وضعیته خوښي وښوده او د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري ودې لپاره یې د اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.

دا کتنه وروسته له دې کېږي چې په کابل کې د ایران د سفیر د خبرو په اړه د فارس خبري اژانس مطالب افشا شول.

ادعا شوې چې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان طالبان د سیمې او نړۍ لپاره مصیبت بللي خو په عین حال کې یې ویلي چې ایران بله چاره نه لري او پکار ده چې د مغولو په شان طالبان متمدنه کړي.

ایرانیان ادعا کوي چې د مغلولو وحشي لښکر له دوی سره د وخت په تېریدو متمدن شو او وروسته یې ادب او هنر ته ستر کارونه وکړل.

د بلک ایوارډ هکرې ډلې له لوري په افشا شوي فایل کې د ښاغلي امینیان په قول راغلي چې«موږ بله هیڅ لاره نه لرو مګر دا چې له طالبانو سره ودریږو او له هغوی استفاده وکړو.»

د افشا شوي فایل پر اساس، امنیان ویلي:«د مقاومت جریانونه له طالبانو سره ونه جنګېدل، پنجشیر بې ډزه تسلیم شو. احمد مسعود زما دوست دی. زه ورسره پنجشیر ته تللی وم؛ دوی اصلاً د جګړې خلک نه وو. نو داسې خو نه شي کېدای چې موږ له دوی (طالبانو) سره وجنګېږو، دوی زموږ په ګاونډ کې دي، موږ بله هیڅ لاره نه لرو.»

طالبانو او د ایران حکومت د ایران د سفیر د لیک شویو خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب