سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهمحمود اڅکزي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

محمود اڅکزي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

تاند(یکشنبه، د قوس ۱۳ مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

ښاغلي اڅکزي، چې نن په کوټه کې د خپل ګوند د بنسټګر او مخکښ ملتپال عبدالصمدخان اڅکزي د ۴۹ تلین په مناسبت غونډې ته وینا کوله، طالبان ملګري وبلل، ویې ویل:

« زه د کندهار زموږ عزیزانو [طالبانو] ته وایم چې وعزیزه زما او ستا ښځه به څنګه بي بي عایشه کېږي، څنګه به ډاکټره او پایلټه کېږي چې ته د ښځو تعلیم نه منې.»

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړي او د ټولو نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه یې نه د افغانانو او نه د نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی او نه یې د نجونو د ښوونځیو د تړلو دلیل څرګند کړی دی.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د هغوی په اړه د محمود خان اڅکزي په دریځ کې بدلون ښکاري او له همدې کبله د دغه ګوند یو شمېر غړي، چې په وروستیو کې د اختلاف له کبله له ګونده وایستل شول، تور لګوي چې محمود خان اڅکزي د طالبانو په اړه پخوا یو څه ویل خو اوس بل څه وايي.

ده پر دیورند کرښه د پاکستان د پوځ له لوري د اغزن تار له نصب کېدو سره مخالفت وکړ او هغه یې د دوو خواوو د پښتنو ترمنځ د بېلتون راوستلو هڅه وبلله.

ده پر دیورند کرښه د دواړو خواوو د خلکو د ازاد تګ راتګ غوښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب