یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا پوځ یوه نوې پرمختللې الوتکه وښوده

د امریکا پوځ یوه نوې پرمختللې الوتکه وښوده

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۳مه) د امریکا پوځ یوه نوې جنګي الوتکه وښوده چې رادار یې څرک نه شي لګولی.

دا الوتکه به، چې بي – ۲۱ ریډر (B-21 Raider) نومېږي، د بي ۱ او بي ۲ په شان الوتکو ځای ونیسي چې د سړې جګړې په لږ کې ورڅخه کار اخیستل کېده.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د دغو الوتکو د یوې بیه تر ۷۵۰ میلیون ډالرو پورې رسیږي.

دا الوتکه متعارفې او نامتعارفې (اتومي) وسلې وړلی او کارولی شي.

امریکا د دې الوتکې تخنیکي اړخونه پټ ساتلي خو ویل کېږي چې دا په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو پرمختللې الوتکه ده چې د دغه هیواد هوايي ځواک ته سپارل کېږي.

د امریکا هوايي ځواک به دا ډول لږترلږه ۱۰۰ الوتکې رانیسي.

ټاکل شوې ده چې شپږ دا ډول الوتکې د راتلونکي کال (۲۰۲۳) په جون یا جولای کې لومړنۍ الوتنې وکړي.

حاضردمه ګرومن کمپنۍ، چې د امریکا پوځ ته الوتکې او نور صنعتي وسایل جوړوي، د ۸ بي ۲۱ ریډر الوتکو پر جوړولو کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب