Homeخبرونهبلوڅ ازادي غوښتونکو سره نښته کې ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي

بلوڅ ازادي غوښتونکو سره نښته کې ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰مه: بلوڅ ازادي غوښتونکو له تېرو لسو ورځو راهیسې په دوهم لوی برید کې د پاکستان ۷ پوځیان وژلي دي.

دا په بلوچستان کې له تېرو لسو ورځو راهیسې دویمه لویه حمله ده چې د بلوڅ ملتپالو لخوا د پاکستان پر پوځیانو ترسره کېږي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د مچ او مند په سیمه کې نن سه شنبه د دوه بریدونو له امله د ۷ پوځیانو وژنه تایید کړې ده: (( ننني تلفت پر سرحدي ځواکونو د سړک د غاړې ماین چاودنه او وسله واله نښته کې اوښتې دي.))

د پاکستان پوځ دغه بریدونه د بلوڅ ازادي غوښتونکو کار بللی دی، دغه غورځنګ چې د پاکستان په غوښتنه تازه امریکا تورلیست ته اچولی، له تېرو اویا کلونو راهیسې د پاکستان پر ضد مبارزه کوي او اسلام اباد تر واکمنۍ لاندې ژوند نه مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...