جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان، قطر او اماراتو د غني او عبدالله د هوکړې هرکلی...

سعودي عربستان، قطر او اماراتو د غني او عبدالله د هوکړې هرکلی وکړ

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰مه: سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې هرکلی کړی او دا یې له میاشتو میاشتو ناندریو وروسته یو ښه اقدام بللی دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه لیکلي، دا هوکړه به په افغانستان د امنیت، ثبات او سولې د هڅو د پیاوړتیا سبب شي.
ریاض همدا رازد دغې هوکړې ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې د افغانانو د سوکالۍ لپاره به د نوي حکومت همکارۍ ته دوام ورکړي.
بلخوا قطر هم د سیاسي ثبات په برخه کې د عبدالله او ولسمشر غني هوکړه یومهم بللی دی.

همدا راز عربي اماراتو هم په خپل وار سره نه یوازې دا هوکړه د افغانستان د ثبات لپاره مهمه بللې بلکې له ښکیلو غاړو یې غوښتي چې اوربند وکړي او د کورونا پر ضد مبارزې لپاره لاسونه ورکړي.
د عبدالله او ولسمشر غني تر منځ سیاسي هوکړه تر دې دمه په ملي او نړیواله کچه له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده.

دا له لسیزو ناخوالو وروسته لومړی ځل دی چې افغانان په خپلو کې له بهرنۍ مداخلې او منځګړتوب پرته جوړل شول او عبدالله د مصالحې عالي شورا مشري ومنله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب