Homeخبرونهافغانستان د کورونا د ۴۲ زره ټېسټونو لپاره مواد ترلاسه کړل

افغانستان د کورونا د ۴۲ زره ټېسټونو لپاره مواد ترلاسه کړل

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰مه: د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان روغتیا وزارت ته د کرونا د ۴۲ زره ټیسټونو لپاره د آر این ای د استخراج ۲۵۰ کیټونونه ورکړل.

دغه کېټونه نن په کابل کې د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح ته د روغتیا سازمان د استازي داوود الطاف لخوا تسلیم شول او وزارت به ترې ۴۲ زره ټیسټونه وکړای شي.

افغانستان دا مهال د کورونا د پيښو له زیاتوالي سره د دغې ویروس د تشخیصیه موادو له نشتوالي سره مخ دی چې ګڼو ولایتونو کې یې لابراتوارونه وخت ناوخت تړل کېږي.

تر اوسه له افغانستان سره متحده عربي اماراتو، ایران، چین او د روغتیا نړیوال سازمان د تشخیصه کېټونو مرسته کړې، خو د روغتیا وزارت په پام کې لري چې پخپله هم ځینې کېټونه په پيسو راونیسي.
دا مهال په هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۷۶۵۳ ته لوړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...