جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد مسعود زوی کورونا نیولی، د روغتیا وزیر او د کندهار والي...

د مسعود زوی کورونا نیولی، د روغتیا وزیر او د کندهار والي په ښه کېدو دي

تاند، سه شنبه، د ثور د عبدالله عبدالله مطبوعاتي دفتر په کورونا د جهادي قومندان احمدشاه مسعود د زوی د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، احمد مسعود په دې وروستیو کې بې وزله کورنیو باندې مرستې ویشلې چې په همدې ورځو کې ورته کورونا وایرس هم رسېدلی دی.

په همدې حال کې د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې فېروز الدین فېروز له کورونا ناروغۍ څخه روغ شوی او ډېر ژر به دندې ته وګرځي.

همدا راز د کندهار والي هم تاند ته په یو استولي پیغام کې د خپلې روغتیا په اړه ډاډ ورکړی دی او د کابل ښاروال داوود سلطانزوی هم ویلي چې وضعیت یې ښه دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن په هېواد کې د کورونا د پېښو ټول شمېر ۷۶۵۳ ته لوړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب