Homeخبرونهټرمپ: طالبان له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د نظر...

ټرمپ: طالبان له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د نظر اختلاف لري

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰مه:د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو تر منځ د نظرونو اختلاف موجود دی او هغوی د امریکا په پاتې کېدلو پيسې ترلاسه کوي.

ټرمپ تېر ماښام په یو ټویټ کې لیکلي: (( والسټریټ ژورنال په افغانستان کې زما بې پروايي نوره نه غواړي، لطفن څوک ورته ووایاست چې موږ ۱۹ کاله کېږي هلته یوو، خو اوس چې مو هلته د سرتېرو شمېر کم کړی دی ډېره به سخته وي چې دې وضعیت ته بې غوري ووایوو.))

نوموړي ټینګار کړی چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه طالبان په نظریاتي لحاظ سره ویشلي دي، ځکه دوی افغانستان کې د امریکا په پاتې کېدو مال او ثروت ترلاسه کوي: (( موږ له لومړیو وختونو وروسته هیڅ د بریا لپاره مبارزه ونکړه، موږ د پولیسو په څېر یوو، په ځانګړي ډول چې اوس دبیا رغونې به حال کې یوو، ځکه ناسنجیده عمل نه کوم.))

ښاغلي ټرمپ دا خبرې په داسې حال کې کړي دي چې والسټریټ ویأي وو ټرمپ غواړي له ټاکنو وړاندې له افغانستان څخه د سرتېرو په ایستلو خپله دپلوماتیکه بریا اعلان کړي، خو طالبانو دا وضعیت درک کړی دی او په دې انتظار کې دي چې ټرمپ به یو بې فکره کار ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبانو د تېرې فبرورۍ په ۲۹مه د سولې تړون وکړ او د هغې تړون له مخې امریکا په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه د مشروط وتلو ژمنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...