جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزګاندي او پاچا خان (دوه څېرې او یو فکر) |پوهنیار محمد عثمان...

ګاندي او پاچا خان (دوه څېرې او یو فکر) |پوهنیار محمد عثمان څولیزی

لنډیز:

ګاندي د عدم تشدد د ټولنیزې او سیاسي نظريې بنسټګر او د کانګرس ګوند مشر و. پاچا خان د خدايي خدمتګارانو غورځنګ بنسټګر او په پښتني ټولنه کې د نه تاوتریخوالي سرلاری ګڼل کېږي. ګاندي او پاچا خان د نه تاوتریخوالي د مبارزې نږدې ملګري و. هغوی د هندیانو، مسلمانانو، سکانو او نورو قومونو ترمنځ د یووالي په برخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. دواړو د محکوم انسانیت د برخلیک اوښتون لپاره پرځان هرډول کړاوونه وزغمل. دغو مشرانو له جګړې د لاس اخیستو او خپلو ولسونو د راویښولو لپاره بې شمېره او نه ستړې کېدونکې هڅې کړي.ګاندي او پاچا خان په اوسنۍ نړۍ کې د عدم تشدد د تاریخ ستر څپرکي دي. د رغندو مبارزو او کړي خدمت له کبله ګاندي د هندیانو له لوري د پلار او پاچا خان ته پښتانه بابا وايي.

غټ ټکي: ګاندي، پاچا خان، عدم تشدد، خدايي خدمتګاران، خان او هند، پاچا خان او افغانستان

سریزه:

ګاندي د هند د خپلواکۍ ستر مبارز، ملي رهبر او د عدم تشدد د سیاسي نظريې بنسټګر دی. ګاندي په لندن کې د حقوقو په برخه کې د لوړو زده کړو له ترلاسه کولو او په افریقا کې له له ۲۲ کلونو ماموریتونو او فعالیتونو څخه وروسته د خپل هېواد د آزادۍ لپاره مټې راونغښتې. د خپلو آزادي غوښتونکو نظریو له کبله د هندي کانګرس ګوند مشر هم پاتې شوی دی. نوموړی د خپلو هیله بښوونکو مبارزو له کبله څو ځله د انګرېزانو له لوري بندي شوی هم دی، خو هېڅکله له خپلو مبارزو څخه لاس پرسر شوی نه دی. ګاندي سره د نه تاوتریخوالي په مبارزو کې خان عبدالغفار خان، جواهر لعل نهرو، ابوالکلام آزاد او نورو نږدې ملګرو رغنده او بنسټیز رول درلود. هغه د هندیانو، مسلمانانو، سکانو او نورو قومونو ترمنځ د یووالي په برخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او د ټول محکوم انسانیت د برخلیک اوښتون لپاره یې پر خپل ځان هرډول کړاوونه ومنل او وزغمل. ګاندي اوس په نړۍ کې د یو خوار او ډنګر هندي نوم نه، بلکې د نړۍ د عدم تشدد د تاریخ یو ستر څپرکی دی. نوموړی د خپلو رغندو مبارزو او خپلې ټولنې ته د کړي خدمت له کبله د پلار په نوم یادېږي. د ګاندي نامتو وینا: « د برید پروړاندې برید، د وینې تویونې پروړاندې وینه تویونه او د دښمنۍ پروړاندې دښمني، نړۍ ړندوي.«

خان عبدالغفار خان د شلمې پېړۍ ستر مبارز او د عدم تشدد د فلسفې ځلانده سیاسي شخصیت دی. خان له جګړې څخه د لاس پر سر کولو او خپل ولس د راویښولو لپاره بې شمېره او نه ستړې کېدونکې هڅې او منډې ترړې کړي دي. پاچا خان د پښتنو ترمنځ او په نړۍ واله کچه په سیمه کې د نه تاوتریخوالي د پلي کوونکي او بنسټګر په نوم مشهور دی. خان بابا پښتانه د غفلت له درانه خوبه راویښ او د هغوی په سیاسي او ټولنیز دریځ او شعور کې یې بدلون راوست. فخر افغان د خپل کلک هوډ، ساده ګۍ، ایماندارۍ او متانت له کبله په نړۍ واله کچه شهرت درلود. پاچا خان د آزادۍ، ټولنیز عدالت د تامین او د انګریزي ښکېلاک ضد مبارزو له کبله د خپل عمر تقریباً درېمه برخه په بند کې تېره کړې ده. خان د خپل ژوند په اوږدو کې ګڼ سیاسي، ټولنیز، پوهنیز، کلتوري او تاریخي فعالیتونه ترسره کړي دي او په ترڅ کې یې بېلابېلې جایزې، ویاړونه او لقبونه خپل کړي دي. د نه تاوتریخوالي په برخه کې د خدايي خدمتګارانو غورځنګ چې نر او ښځو پکې ونډه لرله د پاچا خان د روڼ فکر او هڅو ژوندۍ او څرګنده بېلګه ده چې لکونه وګړي یې ونډه وال و. پاچا خان له هند او کانګرس سره ښې او نږدې اړیکې لرلې او د هندیانو لپاره د جرئت، سرښندنې، زړورتوب او ایماندارۍ سمبول او خان به یې سرحدي ګاندي باله. خان د خپل ژوند او هڅو په ترڅ کې ښځو ته ځانګړې پاملرنه لرله او کوله او هغوی ته یې په علم د سمبالښت سپارښتنه کوله. پاچا خان تورزن او ټوپکمار پښتانه د عدم تشدد په ښکلا او ځلا ښکلي او سوله پال کړل. غفار خان د خپل بوخت ژوند په اوږدو کې خپل خواږه ترخه د قلم په ژبه د تاریخ پاڼو ته سپارلي او په مختلفو وختونو او حالاتو کې یې خپلې کورنۍ، دوستانو او د سیمې مشرانو ته خپل پېغامونه د لیک له لارې استولي دي. پاچا خان د لوی هند ترڅنګ له افغانستان سره هم نږدې او خوږې اړیکې لرلې. خان بابا د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو او سیمو ګرځېدلی او خلک یې امن او ورورولۍ ته رابللي دي. افغان مشرانو هم نازولی او دلته یې د استوګنې زمینه ورته برابره کړې وه، له همدې کبله کله چې خان بابا په ۱۹۸۸ز کال کې یې له فاني نړۍ څخه ژوند پاڼه ورژېده، نو په جلال آباد کې په خپل کور کې خاورو ته وسپارل شو.

د مقالې لیکنه کې له کتابتوني، څېړنیزې او سپړنیزې مېتودولوژۍ څخه ګټنه شوې او موضوعات پکې شنل او راسپړل شوي دي.

د ګاندي ژوند او مبارزه :

موهنداس کرم چند ګاندي د هند د خپلواکۍ ستر مبارز، ملي رهبر او د عدم تشدد د سیاسي نظریې او مبارزې بنسټګر دی. موهنداس په ۱۸۶۹ ز کال د اکتوبر په ۲ نېټه د ملکې ویکتوریا د واکمنۍ پرمهال په پوربندر کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. پلار یې کابا ګاندي د پوربندر ایالت کې سوداګر او سیاستوال و. په بل روایت د پلار نوم یې )کرم چند( و چې په یوه کوچني کور کې اوسېده، ساده سړی و او د عامو وګړو په ستونزو هم ښه پوهېده. نوموړی په خلکو کې د عدالت غوښتنې او ترحم له مخې مشهور و . د مور نوم یې )پوتلوبايي( وه او ګاندي له مذهبي اړخه د پلار په پرتله له موره ډېر اغېزمن دی، ځکه چې مور یې یوه مذهبي او دینداره مېرمن وه. موهنداس به تل له خپلې مور څخه د رښتینې او ایماندارې ښځې په توګه یادونه کوله. د ګاندي کورنۍ د هندي کېش دین پیروي کوله. د کېش دین پلویان منظمې دعاګانې کوي او پرلپسې روژې نیسي. موهنداس ګاندي له کوچنیوالي څخه د نرم خوی څښتن و او ډېرې خبرې به یې نه کولې او موهنداس د پلار په بچیانو کې ترټولو کوچنی و.

ګاندي لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کېپه یوه انګریزي ښوونځي کې ترسره کړې ترسره او لوړې زده کړې په لندن کې ترسره کړي دي. هندوستان چې یوه طبقاتي ټولنه ده، د هرې طبقې چارې او دريځ څرګند دی. ګاندي هم په لوړې طبقې پورې اړه لرله چې ډېری یې دولتي چارې او سوداګري پر مخ وړي. د زده کړو له پای ته رسولو وروسته د هند ممبۍ ښار ته راستون شوی او په لومړي سر کې یې د وکیل په توګه دنده ترسره کړې ده. . په ۱۳ کلنۍ کې له کاستربای سره چې د یو سوداګر لور وه واده وکړ؛ خو تر څو کلونو یې د کورنیو ستونزو له کبله خپلمنځي اړیکې ترینګلې وې دا چې ګاندي د سوداګر له لور سره واده کړی و، نو په لومړیو کې یې ژوند ورسره خورا بدلون وکړ؛ خو درې کاله وروسته یې چې پلار (کابا ګاندي) په حق ورسېد، نو هرڅه بدل شول او د ګاندي کورنۍ یوځل بیا له فقر او بېوزلۍ سره مخ شوه.. دغه مهال په هند کې لوړ مقام او پوست ته رسېدل څه اسانه خبره نه وه، لوړو زده کړو او پوهې ته یې اړتیا لرله. نو ګاندي هم همدې موخې ته د رسېدو لپاره انګلستان ته ولاړ ترڅو لوړې زده کړې ترلاسه کړي. انګلستان ته د هغه تلل او رسېدل هم یو جلا داستان دی چې ډېرو پاڼو او وخت ته اړتیا لري؛ خو په هر حال ګاندي له پرلپسې هلو ځلو وروسته بلاخره لندن ته ورسېده او په لندن کې یې د حقوقو په برخه کې لوړې زده کړې وکړې.

(اخلاصیار:۱-۲۸ مخونه)

. تردې وروسته ګاندي سویلي افریقا ته تللی او هلته یې د ۲۲ کلونو په ترڅ کې بېلابېل ماموریتونه او فعالیتونه ترسره کړي دي. په ۱۹۱۵ ز کال کې له افریقې څخه بېرته هند ته راستون او د خپل هېواد د آزادۍ لپاره یې مټې راونغښتې. د همدغو هلوځلو له کبله نوموړی د کانګرس ګوند مشر او د (مهاتما) په لقب چې د سترې اروا مانا لري وویاړل شو او دغه لقب ورته د هند نامتو لیکوال (رابندرنات ټاګور) غوره کړ. ګاندي په ۱۹۲۲ ز کال د انګرېزانو له لوري ونیول شو او په شپږ کلن بند محکوم شو. له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته یې د عدم تشدد په رڼا کې خپل فعالیتونه لا ژوندي او ګړندي کړل. ګاندي د هندیانو، مسلمانانو، سکانو او نورو ډلو او قومونو ترمنځ په یووالي کې زیار وویست او په ۱۹۳۰ ز کال کې یې د انګرېزانو پروړاندې په هندوستان کې یوه ستره مظاهره وکړه چې له احمد آباد څخه تر داندې پورې ۴۰۰ کیلومتره لار یې پلې او په پښو ووهله. انګرېزان دې کار سخت وارخطا کړل او په غبرګون کې یې ۵۰۰۰ تنه هندیان بندیان کړل.

ګاندي سره د آزادۍ په لاره کې ګڼو کسانو ملتیا او ملګرتیا کوله، خو )جواهر لعل نهرو او خان عبدالغفار خان( یې ترټولو نږدې ملګري وو. ګاندي او ملګرو یې هڅه کوله چې پاکستان له هندوستان څخه جلا نه شي؛ خو د مسلم لیک ګوند مشر (علي جناح) دا خبره نه منله او ویل به یې پکار ده مسلمانان یو بېل هېواد ولري. خان عبدالغفار خان او ګڼو نورو مسلمانانو مشرانو هم د پاکستان د جوړېدو مخالفت کاوه. دوی ویل له دې سره د هندوانو او مسلمانانو وېش نه بلکې په خپله مسلمانان وېشل کېږي، ځکه چې همدا اوس هم د نفوسو په پرتله له پاکستان څخه په هندوستان کې د مسلمانانو شمېر ډېر دی. له همدې کبله ځيني څېړونکي د پاکستان جوړېدل او د هندوستان وېش، د ډیورنډ د کرښې په څېر د انګرېزانو طرحه بولي.) صفا: ۶۷-۶۹ مخونه)

د ګاندي انساني هڅې :

ګاندي په خپل وخت کې په دې وتوانېده چې د انساني تقوا او ویښ فکري تمایل په مرسته په هغو پلو کې ودرېږي، چېرته چې د انساني ذلت، غلامۍ او بدمرغۍ پروړاندې په خپله پراخ انسانیت د مقابلې یوه پراخه او ناپایه جبهه جوړه کړه. هلته چې د تورتم پروړاندې د رڼا، د غلامۍ پروړاندې د آزادۍ او د خوارۍ پر ضد د پرمختګ پوښتنه په جدي توګه نه یوازې هندیانو، بلکې ټول محکوم انسانیت د خپل برخلیک ټاکلو او خوندي ساتنې یوازینۍ لاره وبلله.ګاندي اوس په نړۍ کې د یوه خوار او ډنګر هندي مبارز نوم نه دی، بلکې دغه نوم اوس د نړۍ د عدم تشدد د مبارزې د تاریخ یو لوی او ژوندی څپرکی دی. هغه څپرکی چې انسان اوس په دغه اټومي ناتار کې تر بل هر وخت هغه ته اړ دی او تر بل هر وخت یې ورته زیاته مخه کړې ده. نو عدم تشدد د شلمې پېړۍ یو داسې فکري بهیر دی چې په ټول بشریت پورې اړه لري او د یوه ګډ بشري تلپاتې میراث په نامه یې یادولی شو. (رشید: ۱مخ)

بشریت ته دمګړۍ یوازې همدغه د عدم تشدد معنویت ورپاتې دی چې په هغې کې د هر قام، ملت او هرې انساني عقیدې، انساني وړتیا او مرام خوندي دي او دا زموږ په عصر کې یوازینی رښتینی معنویت دی چې انسانیت ته تسل ورکوي.ګاندي د خپلې ټولنې د عادي وګړو په څېر ژوند کاوه. تر نورو یې ځان لوړ نه ګاڼه. ددې لپاره چې د خپلې ټولنې له واقعیتونو ځان خبر کړي، هڅه یې کوله له خلکو سره د هغوی په شان وي. دهغوی په شان ژوند وکړي. له هغوی سره په هغه شان لکه څنګه چې دي په اړیکو کې وي او په هماغه شان ځان ورته څرګند کړي. د ګاندي په نظر یوازې هغوی چې عمل او نظر یې سره یو شی وي، کولای شي په رښتیاینه باندې پوه او برلاسي شي. (رشید: ۳مخ(

مسي مارشال (۱۹۴۸ز) وايي:» ګاندي د انساني ټولنې او تفکر لوی او بریالی ویاند دی.« اي ام. فوسټر وايي: » ګاندي باید زموږ د عصر تر ټولو لوړ او اوچت انسان وبولو.« جي اېچ. هولمس وايي: » ګاندي د هند د ستر ویاړ بودا استازي عیسی په شان لوړ دی.« ګاندي او د هغه شعوري تګلاره نن په ټوله نړۍ کې د هغوی لپاره چې د انسان وژونکي اټوم بم د غرور پر وزرونو نه دي ناست، یو هوسا او خوندي دمه ځای دی. ګاندي وايي: » موږ باید د غلطیو، درغلیو او نورو نیمګړتیاوو پرمخ یوازې د خېټې له امله پرده وانه چوو، په دې هم باید پوه وو که زموږ ورور هم زموږ معنویت او د هغه ودې ته په زیان رسولو لاس پورې کوي باید ځان پرې ناخبره ونه نیسو.« (رشید: ۶م(

ګاندي او د لوی هند لپاره هڅې:

مهنداس کرم چند ګاندهي د هند او ختیځ د شلمې پېړۍ له نومیالیو لارښوونکو، آزادي غوښتونکو او سمونوالو څخه و. په هندي ټولنه کې ورته د پلار )بپو( په سترګه کتل کېږي، ځکه چې ده په خپل وخت کې، د نړیوالو زبرځواکونو پروړاندې د نه زور زیاتي )عدم تشدد( لاره غوره کړه او دايې د خپل قوم او خلکو د اوږدو مبارزو تر ټولو غوره، بریمنه او ژغورندویه پایله وبلله. ګاندي د نه زور زیاتي مبارزه د انګریزي ښکېلاک پروړاندې پیل او پرمخ بوتله او دغه تلپاتې تګلاره یې په خپله مورنۍ ګجراتي ژبه د )ستیاګرۍ( په نامه یاده کړه. سات یاني )رښتینې مینه( او  )اګره( یې د )صبر، زغم، نرمښت، هوډ( په مانا ده. نو )ساتیاګره( په عمومي توګه هغه غورځنګ شو چې په هغې کې د ګاندي تګلاره هغه چې په رښتیا، نه زور زیاتي او نه جنګېدو باندې ولاړه وه او د هر ډول توپير )مذهبي، ژبني، ملي، رنګ…( ضد د انساني حقونو ترلاسه کولو لپاره په ګوته شوې وه راپیل شوه او د ګاندي فلسفه ګڼل کېږي. )رشید: ۸ م(

په ساتیا ګره کې ولسي سرغړونه او د ولسونو پوره یووالی او د زور زیاتي پروړاندې مقاومت ددې تګلارې زړي جوړوي. ددې فلسفې یو اصل دا هم دی که ټول ولس په آرامه توګه د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره لاس یو کړي او یو موټی شي، له شک پرته زور زیاتی کوونکی ځواک به د دې یووالی او پیوستون په ترڅ کې دېته غاړه ږدي چې د دوی خبره او حق ومني او له ناچارۍ به هغه لړۍ پای ته رسوي چې په تشدد سره د دوی او نورو انساني حقوق پایمالوي او ښکېلاکي زور زیاتی زېږوي. ساتیاګره له زغم او تحمل سره مله مبارزه ده او تر ټولو ستره ځانګړنه یې په سوله ییزه مبارزه کې له وینې تویېدو څخه ډډه کول او په شعوري توګه یې مخنیوی کول. ګاندي باوري دی چې په زور زیاتي ترلاسه شوې خوښي او هوساینه لنډمهالې، خو هغه چې په نه زور زیاتي، زغم، خوارۍ او زیار ترلاسه شي پایله یې مثبته او تلپاتې وي. د ګاندي دغه میراث په نړیواله کچه د نه زور زیاتي د پلویانو له خوا منل شوی او ستایل شوی دی او د خپل همدغه دریځ له کبله په ټوله نړۍ کې ومنل شو. )(رشید: ۱۰-۹ م(

د ګاندي له ویناوو څخه:

  • د برید پروړاندې برید، د وینې تویولوپروړاندې وینه تویونه او د دښمنۍ پروړاندې دښمني، نړۍ ړندوي.
  • زه تردې لویه ګناه نه پېژنم چې بې ګناه کسان د خدای په نامه ځورول کېږي.
  • د دې لپاره چې کوم ځای ته نه یې رسېدلی، باید په داسې لارو ورشې چې تراوسه پرې نه یې تللی.
  • که په جګړو کې د لویانو او شتمنو زامن ومري، جنګ به نور نه وینو.(اخلاصیار:۱-۲۸ مخونه(.

پاچا خان ژوند او مبارزه:

خان عبدالفغار خان د شلمې پېړۍ ستر مبارز او د عدم تشدد د فلسفې علمبرداره سیاسي شخصیت دی. غفار خان د ۱۸۹۰ ز کال د سرحد ایالت د هشتنغر په اتمانزو کې د بهرام خان په کورنۍ کې زېږېدلی دی. د غفارخان کورنۍ د خپلې سیمې خانان او د زیاتو ځمکو او جایدادونو څښتنه وه. غفار خان لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په ښوونځي او لوړې زده کړې یې د علیګړ په دارالعلوم کې ترسره کړې دي. د زده کړو پای ته رسولو وروسته خپلې سیمې ته راستون او عامو خلکو، بزګرانو، کسبګرو، بېوزلانو، دیني عالمانو او سیاسي شخصیتونو سره یې ناسته ولاړه زیاته شوه. په ۱۹۲۱ز کال کې یې د خلکو د یووالي او ناسمو دودونو د ورکولو اود سالم سیاسي شعور د ویښولو په موخه یې د (انجمن اصلاح افاغنه) په نوم ټولنه جوړه کړه او د نه تاوتریخوالي (عدم تشدد) پر بنسټ یې سیاسي او ټولنیز فعالیت پیل کړ. وروسته یې بیا یاده ټولنه د (خدايي خدمتګارانو غورځنګ) په نوم ګوند بدله کړه او د خپلو فعالیتونو لمن یې هم ورسره پراخه کړه. پاچا خان د خپل ولس د راویښولو په موخه کور په کور او کلي په کلي وګرځېد او خلک یې د ناپوهۍ او انګرېزانو پروړاندې مبارزې ته وهڅول. پاچا خان په پښتنو کې شعوري بدلون راوست، یاني په خپله یې هغو کارونو ته ملا وتړله چې د غلیمانو له لوري د پښتون ولس د تېر ایستنې او غولونې لپاره کارېدل، یاني پښتنو ته یې ویل چې یوازې خپله دهقاني کوئ، تجارت، دوکانداري او نور کارونه مه کوئ، ځکه چې دا د سپکو خلکو کار دی؛ خو خان که څه هم بډای اود سیمې خان و، بیا یې هم د خپل ولس د اوښتون لپاره دوکانداري، تجارت او سوداګري وکړه، څو خلک پوه او کارونو ته یې وهڅوي. (اتلان: ۹۷-۱۱۰م(

پاچا خان که څه هم د قوم او قبېلې خان و، خو د دومره ساده ګۍ او متانت خاوند و چې د خپلو مبارزو په لړ کې به ډېری په پښو ګرځېده او د عادي وګړو په څېر ساده جامې او خواړه به یې د ځان لپاره غوره ګڼل. د خلکو ترمنځ د زیاتې مینې او محبوبیت له کبله یې د ګوند لمن ورځ تربلې پراخېده او ډلې ډلې خلک پکې ورشاملېدل. له همدې کبله د برتانوي هند ادارې د خدايي خدمتګارانو یوشمېر مشران په راز راز پلمو بند خونو ته واچول شول. په دې لړ کې خان عبدالغفار خان هم په ۱۹۳۰ز کال کې د ګجرات زندان کې بندي شو. خو کله چې له زندانه آزاد شو، د انګرېزانو پروړاندې یې د خدايي خدمتګارانو ګوند د هند له ملي کانګرس سره متحد کړ او له دې وروسته خان د خدايي خدمتګارانو د بنسټګر او لارښود په توګه له (مهاتما ګاندي، جواهر لعل نهرو او مولانا ابوالکلام آزاد…) په شان شخصیتونو سره یوځای د ټول هند د آزادۍ لپاره د مبارزو په لومړي صف کې ودرېد. خان عبدالغفار خان د آزادۍ او ټولنیز عدالت د تامین په خاطر د انګرېز او پاکستان په زندانونو کې د خپل ژوند کابو ۳۵ کاله تېر کړل. خان نه یوازې په پښتني ټولنه کې د پوهې او مبارزې لپاره هڅې کولې، بلکې د هند، پاکستان او بنګله دېش له وګړو سره یې هم خپل انساني غږ اوچت کړی دی. همدا لامل دی چې ددغو هېوادونو خلک ورته ځانګړی درناوی لري او له همدې کبله د هند د لومړي خپلواک حکومت له رامنځته کېدو سره د ولسمشرۍ د څوکۍ غوښتنلیک هم ورته لېږل شوی و. پاچا خان ته د هند حکومت له خوا د )بهارت رتنا( ترټولو لویه ملي جایزه او همدارنګه د (جواهر لعل نهرو) ملي جایزې ورکړل شوې. د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله خان له لوري هم ورته د ویاړ لقب ورکړل شوی دی. (صفا: ۳۴-۳۷ مخونه(

پاچا خان چې په پښتني چاپېریال کې د ) انجمن اصلاح افاغنه، افغان جرګه، پښتون میاشتینۍ مجلې، د بېلابېلو ښوونځیو او مدرسو بنسټونه کېښودل، افغان ورځپاڼه، افغان اوونیزه، سرحد رساله او د خدايي خدمتګارانو تحریک( بنسټګر دی، د لومړي ځل لپاره یې د حجرې او جومات د فکري تړښت او یووالي پربنسټ په پښتنو کې قومي او سیاسي شعور رامنځته کړ. هغه هلې ځلې چې پاچا خان د خپلې ټولنې او وګړو لپاره کړي، د ځمکې پرمخ به یې ساری ډېر کم وي چې یوڅوک دې د خپل ولس د ویښوالي لپاره د عمر له پیله بیا تر پایه پورې له خپل ځان، مال، شتمنۍ او ځوانۍ څخه یوازې او یوازې ددې لپاره تېر شي چې ولس او ټولنه یې په هوساینه کې ژوند وکړي. د پاچا خان په ژوند، فن، مبارزو او خدمتونو باندې ګڼ کتابونه لیکل شوي، چاپ او خپاره شوي دي او تردې دمه زیات شمېر ډاکټرانو پرې خپل تېزسونه اخیستي او بشپړ کړي دي او لاهم پر خان او د هغه پر څو اړخیز شخصیت د لېسانس، ماسټرۍ او ډوکټورا په کچه د لیکلو لپاره ډېر څه موجود دي او باید پرې ولیکل شي. (ژړک: ۷-۱۳ مخونه(

د پاچا خان له ویناوو څخه :

– عدم تشدد به د ګاندي اصول وي، خو زما ایمان دی.

– اختلاف په خدمت کې نه وي، اختلاف له خود غرضۍ نه پیدا کېږي.

– په مذهب خبرې کول، تقریرونه کول او فضایل بیانول اسانه کار دی، هرڅوک یې کولی شي، خو په مذهب عمل کول او هغه هم لومړی له ځانه شروع کول ډېر ګران دي.

– ژوندي قومونه د خپلو ژوندیو شخصیتونو درناوی کوي او ویده او وروسته پاتې قومونه د مړو.

– پښتانه چې په نړۍ کې د خپلې وسلې، تورې او زړورتیا له کبله شهرت لري، که په رښتیا سره عدم تشدد ته مخه کړي او سله وغندي، دا به د هند او نړۍ په تاریخ کې یوه یادګاري ورځ وي.

– عمل وکړئ او همدا اوس عمل وکړئ.

– سوله او یووالی ډېر لازمي دي، ځکه که موږ متحد وو وبه درېږو، که ووېشل شو وبه غورځو او په یووالي کې مو قوت پروت دی.

د پاچا خان کارنامې او لقبونه:

د نورې نړۍ د ټولنو په څېر چې خپلو مشرانو، کادرونو او د سر او کار سړیو ته لقبونه او ویاړونه ورکوي، پښتانه هم خپل د سر، شمار او کار سړي د هغوی د ویاړونو او لاسته راوړنو له مخې په راز راز القابو او نومونو نازوي. نو خان عبدالغفار خان هم یو له هغو مشرانو او ویاړونو څخه دی چې د پښتون ټبر ترڅنګ ورته د نورو قومونو او ټولنو له لوري هم د ویاړ لقبونه ورکړل شوي دي. د پښتون قوم، د سیمې د وګړو او نړیوالو له لوري خان ته ورکړل شوي لقبونه له ( پاچا خان، فخر افغان، فخر ایشیاء، فخر هند، سرحدي ګاندي، سرتور بابا، لوړ بابا او رییس الاحرار( عبارت دي چې هر لقب یې په ځانګړي وخت او د خان بابا د ځانګړنو له مخې ورکړل شوي دي. (ژړک: ۳۹-۴۸ مخونه (

د مهاتما ګاندي لمسی راجموهن ګاندي وايي پاچاخان او ګاندي دواړه دومره ښه ملګري و چې روحاني وروڼه بلل کېدل او هغوی اوږه په اوږه ګډ کارکړی دی. پاچا خان د سیمې یو داسې سیاستوال و چې د پښتنو د آزادۍ غوښتنې تحریک یې د هند په لوی سیاسي بهیر ورګډ کړ. له همدې کبله نه یوازې دا چې پاچا خان د هند په ښوونیز نصاب کې خپل ځای لري، بلکې ځوانان هم ورته په درنه سترګه ګوري. دپاچا خان بله لویه لاسته راوړنه د پښتنو منسجمول او تر یوه ټاکلي چوکاټ لاندې راټولول دي. د پاچا خان له نورو کارنامو څخه پښتنو ته سیاسي شعور ورکول، له حالاتو، ځان، نړۍ، پوهې او پرمختګ یې خبرول او له نورو قومونو سره سیال کول دي. د خان عبدالغفار خان له لوري د (انجمن اصلاح افاغنه) یا د افغان ځوانانو ټولنې جوړولو څخه موخه د خپلمنځي تربګلوئ او جګړو له منځه وړل، پوهې سره لېوالتیا، پښتو ژبې سره شوق او علاقه پیدا کول او د ټولنې سمون و. پاچا خان به د امیر امان الله خان د هر مثبت او نوي ګام تود هرکلی کاوه او خپل ولس ته به یې ویل موږ به هغسې کوو چې امیر امان الله خان یې وايي او کوي. له همدې کبله پاچا خان د نجونو او هلکانو پر زده کړه ټینګار کاوه او په دې برخه کې یې جلا جلا ښوونځي او مدرسې جوړې کړې. خان به تل هڅه کوله چې خلک له ښځو او کارګرو سره ښه چلند ته راوبولي. د پاچا خان د بري راز د خلکو د ارادې تمثیلول و. نو خان څو اړخیزه شخصیت درلود یاني (خان، سوداګر، هټیوال، مشر، پیر، ملنګ، بزرګ…) په هر لور به چې خوځېده خلک به پرې راټولېدل.

د خدايي خدمتګارانو غورځنګ موخه او لوړه:

د لوی هندوستان له وېش وړاندې لکه څنګه چې ګاندي له انګرېزانو څخه د هند د خپلواکۍ هلې ځلې کولې، دغه شان خان عبدالغفار خان هم د هندوستان له وېش او د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته، د آزاد پښتونستان لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. خان د خپلې دغې مبارزې په ترڅ کې په ځلونو ځلونو لومړی د انګرېزانو او بیا د پاکستان حکومت له لوري زندانونه او راز راز شکنجې لیدلي او زغملي دي. نوموړي هرډول شکنجو ته سینه سپر کړه، خو د پښتنو د ګټو پر سر یې چا سره معامله ونکړه. پاکستاني واکمنو پرې د هندي جاسوس تورونه ولګول، ویې وهه او ډول ډول شکنجې یې ورکړې، خو دی بیا هم دغو فشارونو ته سرټیټی نه شو. غفار خان خپلو کارکوونکو ته سور رنګ غوره کړ او هماغه و چې د خدايي خدمتګارانو غورځنګ غړي په سرخ پوشانو باندې مشهور شول. ددوی موخه آزادي او انګېزه یې خدمت و. دوی به چې مارش کاوه نو خپله یوه سندره به یې زمزمه کوله. دا سازمان له څو پلوه بې ساری و. ددې غورځنګ بله موخه پښتنو ته د صنعت، اقتصاد او په خپل ځان تکیه کولو درس ورکول و او دا درس یې د شرافت نفس او له خدای څخه د وېرې د تلقین کولو په واسطه پښتنو ته ورکاوه.

خان په خپل دغه خوځښت کې په زرګونو او لکونو کسان پرځان راټول کړل، کلیو، بانډو، ښارونو او بېلابېلو سیمو ته یې د خلکو راویښولو لپاره پلي سفرونه وکړل. خان د اوسني پاکستان په بېلو سترو ښارونو لکه لاهور، کراچۍ او نورو سیمو کې پراخې غونډې جوړې کړې او د همدغو غونډو په ترڅ کې یې د خپل ټولنیز تحریک موخې له ولس سره شریکې کړې. پاچا خان به که څه هم ددې ډول غونډو له جوړولو منع کېده، خو ده به خپلو مبارزو ته ادامه ورکوله او د خان بابا دا کار ددې لامل کېده څو له هرې غونډې وروسته له لنډمهالي او اوږد مهالي بند سره مخ شي. د خدايي خدمتګارانو غورځنګ په لومړي سر کې ټولنیزه او مذهبي بڼه لرله، خو وروسته د وخت د حکومت د زور زیاتي له کبله دوی اړ شول چې د ګاندي په مشرۍ کانګرس سره اړیکه ونیسي او له هغوی څخه د ځان ژغورنې په موخه مرستې ترلاسه کړي. هماغه و چې ورو ورو د خدايي خدمتګارانو غورځنګ له ټولنیزې څخه سیاسي بڼه غوره کړه. پاکستاني چارواکو ددې په خاطر چې غورځنګ له کانګرس څخه لاس پرسر شي، پر پښتنو یې خپل هېڅ ډول فشارونه، چلونه، زور زیاتي او وهل ټکول ونه سپمول. پر غورځنګ یې بندیزونه ولګول، غونډې یې ورخرابې کړې، ګډون وال یې بندیان او ووژل او کورونه یې تالا کړل. خو له دې دومره زور زیاتي سره سره خدايي خدمتګارانو له خپلو کارونو لاس وانخیست. غفار خان په ۱۹۶۴ ز کال کې د خدايي خدمتګارانو غورځنګ په هکله وویل: » زموږ یو معنوي او اخلاقي تحریک دی، یوازې په هغو کسانو پیاوړی کېدای شي چې برده باره او د زغم خاوند وي. یو رښتینی کارګر یو ګوند پیاوړی کوي. په داسې حال کې چې یو بې کرکتره غړی یې زیانمنوي.« خان د خدايي خدمتګارانو غورځنګ د موخې او لوړې په هکله وايي: » زه یو خدايي خدمتګار یم، لکه څنګه چې خدایج هېڅ خدمت ته اړتیا نه لري، زه باید په سرښندونکې توګه د هغه د مخلوق په خدمت کولو سره د هغه خدمت وکړم. زه باید هېڅکله د تشدد ښکار نه شم، بدل او انتقام وانه خلم، هر هغه څوک وبښم چې په ما تېری یا راسره زیاتی کوي. زه باید د کومې دسیسې، کینې او دښمنۍ برخه ونه اوسم. باید له هر پښتون سره د یوه ورور او ملګري په توګه چلند وکړم. زه باید ناوړه دودونه او اعمال پرېږدم. زه باید یو ساده ژوند غوره کړم، ښه اوسم او له بدو کارونو ډډه وکړم. زه باید ښه کرکټر ته پرمختګ او ښو خویونو ته پراختیا ورکړم. زه باید د خپل خدمت په مقابل کې د هېڅ ډول امتیازاتو توقع ونه لرم. زه باید ونه وېرېږم او هرډول سرښندنې ته چمتو اوسم.«

جواهر لعل نهرو په خپله اټوبیوګرافۍ کې د خان عبدالغفار خان په هکله لیکي: »غفار خان له ډېرو کلونو راهیسې د کانګرس په کړیو کې مشهور او محبوب دی، خو هغه له یوه انفرادي ملګري نه ډېرڅه دی. له دې ډېر هغه داسې یو څوک دی چې د نور هند په سترګو کې د جرئت، سرښندنې، زړورتوب او د نه ټیټېدونکو خلکو سو سمبول ګرځېدلی دی.« فخر افغان د عمل سړی دی او عملي سیاست خوښوي. هغه چې کله د خلکو له غونډو سره مخامخ کېږي، نو شرمېږي او له سرحد نه بهر ډېرې کمې ویناوې کوي. هغه په پښتو ژبه په زړه پورې ویناوال دی او د هغه کلیمې چې د زړه له کومې یې راوځي، دروند شخصیت یې لاځواکمن کوي او پر خلکو یو ژور اغېز غورځوي.

پاچا خان د خدايي خدمتګارانو د ګوند موخې په هکله وايي: » موږ خدايي خدمتګاران یو او زموږ هدف د آزادۍ ګټل دي، خو موږ په همدې توګه د انسانیت خدمت کولو ته هم ژمن یو. زه نه پوهېږم چې موږ ولې لاړ شو او له بل چا سره جګړه وکړو، ترڅو خپل هدف ترلاسه کړو. دارنګه آزادي به یو حماقت وي او تر ډېره به ونه پایېږي.« پاچا خان تل غلامي غندله او همېشه به د هر هغه چا پروړاندې درېده چې شومې موخې به یې لرلې او تل به یې ویل که د خپلواکۍ په لار کې مې سر هم ولاړ شي پروا نه کوي. د مبارزې داعیه تل په حقه وي او د غلامۍ پروړاندې جګړه سرلوړي وي. )ژمن: ۵۱-۷۳ مخونه(

پاچا خان او ښځې:

د خان عبدالغفار خان د نورو ګڼو فعالیتونو او لاسته راوړنو ترڅنګ، یوه یې هم ښځو ته پاملرنه ده. پاچا خان مېرمنې د یوې ټولنې د ملا تیر ګڼي او وايي ښځې په ټولنه کې د سړو په څېر له برابرو حقونو څخه برخمنې دي او د  ژوند په واړو چارو کې باید ورته برابره ونډه ورکړل شي. خان بابا وايي ښځې او لوڼې دې لومړی په زده کړو سمبالې شي، ترڅو په سمه توګه د خپلو کوچنیانو روزنه وکړي. خان مېرمنو ته هم په خپل غورځنګ کې ځای ورکړی و او ورته یې ځانګړې پاملرنه کوله. ښځو هم د غورځنګ له نارینه و سره اوږه په اوږه د خدايي خدمتګارانو ملاوې ورتړلې. فخر افغان په خپله (پښتون) میاشتینۍ خپرونه کې د ښځو لپاره یو کالم ځانګړی کړی و چې په هغې کې به ښځو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له نورو سره شریکول. په دې هکله خان بابا په خپله داسې وايي: » زه ډېر لېواله یم چې ددې ژورنال په هره ګڼه کې یوه یا دوه داسې مطالب ولرم چې ښځو لیکلي وي.« د پاچا خان په اند تر هغې چې ښځې روښانفکره شوې نه وي، په نړۍ کې هېڅ ټولنه هم په رښتینې توګه نه شي روښانه کېدی. د نورو پښتنو اصلاح غوښتونکو په شان فخر افغان د ښځو د حقونو مدافع هم و. هغه په بیا بیا خپلو کارکوونکو ته وايي چې له دوی سره ښه چلند وکړئ. خان په یوه غونډه کې ښځوته وايي: » اجازه راکړئ تاسو ته ډاډ درکړم چې له آزادۍ ترلاسه کولو نه وروسته به تاسو په دې هېواد کې له خپلو وروڼو سره برابره برخه او ځای ولرئ. موږ د یوې لویې ارابې د دوو څرخونو په شان یو، ترڅو چې زموږ حرکات له دواړو اړخونو څخه متوازن نه شي، نو زموږ ماشین به هېڅکله هم پرمخ حرکت ونه کړي او که حرکت هم وکړي، نو د مصیبت یوه دایمي وېره به ورسره وي.« ( ژمن: ۵۱-۷۸ مخونه(

پاچا خان او هند:

د لوی هندوستان له وېش څخه دمخه او د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته په ټوله کې پاچا خان له هند سره ښې او نېکې اړیکې لرلې. وخت ناوخته به د ګاندي او نورو همفکرو ملګرو لیدو کتو او کله به هم د کانګرس غونډو کې د ګډون لپاره ورته. هندیانو به دی (سرحدي ګاندي) باله او ځانګړی درناوی یې ورته لاره. کله به چې پاچاخان وینا کوله ټول به ورته ناست او د زړه په غوږونو به یې د خان خبرې اورېدې. د ستر هند له وېش څخه دمخه او راوروسته یې یاد هېواد ته ګڼ سفرونه کړي دي. د خان دغه سفرونه به کله له ګاندي او نورو همغاړو سره د لیدوکتو او کله هم د درملنې په موخه  و. خان عبدالغفار خان د زړه ناروغۍ او مفصلونو د درد له کبله څو ځله د هندوستان په بېلابېلو روغتونونو کې بستر شوی هم دی. یوځل خان بابا په هند کې په یوه روغتون کې بستر و چې ګڼ خلک، مشران او رسنۍ یې د حال احوال پوښتنې ته راټول شول. د هندي مشرانو په منځ کې چې د خان لیدو کتو او پوښتنې ته راغلي وو، د هند ولسمشر زیل سېنګ، راجیوګاندي او مېرمن یې سونیا ګاندي نامتو او مخورې څېرې وې. د مشرانو ترڅنګ لوړ رتبه وزیرانو، حکومتي چارواکو، د آزادۍ مبارزینو او د سولې او عدم تشدد مینه والو هم په خپل وار سره د بابا عیادت وکړ. خبریالانو هڅه کوله چې ناروغۍ ته یې خبري پوښښ ورکړي، خو د روغتون مشر خبریالانو ته ددې کار اجازه ورنکړه. کله چې د فخر افغان روغتیايي حالت لږڅه ښه شو نو په ۱۹۸۷ ز کال د اګست په ۱۶ نېټه په یوه ځانګړې الوتکه کې پېښور ته راولېږدول شو.خان عبدالغفار خان د هند د آزادۍ لپاره زیاتې هلې ځلې او مبارزې وکړې او د ژوند ترپایه یې د خپلو پرېکندو اصولو عظمت وساته. لکه څنګه چې خان په ژوندون د سولې او یووالي سمبول و، دغه شان له مړینې وروسته هم د یووالي دریځ ته ژمن پاتې شو. هند ته د خان بابا وروستی پېغام دا و چې سیاست له شخصي ګټو لرې وساتئ او یوازې د خلکو خیر ښېګڼې لپاره یې استعمال کړئ او په دې توګه دې وطن دوستي په عمل کې پلې شي، نه دا چې تشې خبرې وشي او مصنوعي احساسات بیان شي. (ژمن: ۲۱۶-۲۲۴ مخونه(

خان عبدالغفار خان که څه هم کلونه پخوا د ګاندي او جواهر لعل نهرو په هکله لوستي و او معلومات یې لرل، خو په رسمي توګه یې ددغو دوو نامتو او اغېزمنو څېرو او شخصیتونو سره هغه وخت پېژندګلوي وشوه چې په ۱۹۲۹ ز کال کې یې په لکهنو کې د کانګرس په یوې غونډه کې ورسره ولیدل. غفار خان ددغو دوو نامتو هندي څېرو له کړنو، فکرونو، هلو ځلو او دریځ څخه زیات اغېزمن شو. په لکهنو کې د کانګرس غونډې خان زیات اغېزمن کړ او بېرته خپلې سیمې ته له راستنېدو سره سم یې د خدايي خدمتګارانو د ټولنیز غورځنګ بنسټ کېښود، ترڅو په پښتنو کې د ټولنیز چوپړ روحیه ژوندۍ کړي. عبدالغفار خان به د هندي کانګرس په ډېری غونډو کې د اورېدونکي په توګه ګډون کاوه، خو یوځل په یوه غونډه کې ځني هیله وشوه چې د کانګرس غونډې ګډون والو ته وینا وکړي. خان د خپلې وینا په ترڅ کې د کانګرس موخو ته داسې اشاره وکړه:» د کانګرس هدف له استعمار او غلامۍ نه د خلکو ازادي ده یا په بل عبارت د کانګرس هدف د هند میلیونونو وږو خلکو ته خواړه او لوڅو ته د کالیو برابرول دي.«

د هند له وېش مخکې پاچاخان او ورور یې ډاکټر خان صاحب هڅه کوله، څو د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ یووالي ته کار وکړي، له همدې کبله په ۱۹۳۴ ز کال خان ته د ممبۍ غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوه او ورڅخه هیله وشوه چې د کانګرس ریاست پرغاړه واخلي؛ خو خان دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل: » زه یو عسکر یم، یو خدايي خدمتګار، زه باید یوازې خدمت وکړم.« کله چې په ۱۹۳۱ز کال کې د کانګرس کاري کمېټې په ډیلي کې غونډه وکړه، نو هم یې پاچاخان ته ځانګړې بلنه ورکړه. جواهر لعل نهرو په ۱۹۳۷ز کال کې سرحد ایالت ته سفر وکړ چې د خدايي خدمتګارانو له لوري یې تود هرکلی وشو. په ګڼو سیمو وګرځول شو او مېلمستیاوې یې وشوې. نهرو د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال خان عبدالغفار خان وستایه او ویې ویل:» هغه یوازې (فخر افغان) نه دی او ښه به دا وي چې هغه ته (فخر هند) ووایو، له مهاتما ګاندي پرته یو بل کس هم شته چې کار یې هرځای ته خور شوی دی او هغه په رښتینې توګه د هند د اتلولۍ او جرئت سمبول دی.« نهرو سرحد ایالت ته د خپل سفر په اوږدو کې ددې سیمې د پښتنو د مېلمه پالنې، ایماندارۍ، جرئت، ظرفیت او ښه چلند ستاینه کوي او په خدايي خدمتګارۍ باندې د هغوی د ټینګې ارادې ستاینه کوي. نوموړي زیاتوي زه له سرحده رخصتېږم، خو ددې خلکو غږونه، څېرې او مېړانه به تل زما په سترګو او زړه کې ځانګړی ځای ولري. ( ژمن: ۲۲۵-۲۵۵مخونه (

عدم تشدد یوه نوې هڅه:

یو چاته به له پړانګ نه ګیاخور جوړول ښايي له دې اسانه وي چې پښتانه په عدم تشدد راولي، خو دا هغه کار و چې عبدالغفار خان ترسره کړ.  د انګریزي ښکېلاک د یوې نیمې پېړۍ زور زیاتي هندي وګړي ټکني او ناهیلي کړي و او یو داسې ګرداب ته یې ټېل وهلي و چې ځني وتل یې ددغه کمزوري ولس له توانه لرې خبره وه؛ خو دغه مهال د هندوستان د برخلیک بدلولو لپاره یو سړی راڅرګند شو چې نوې تیوري (تکتیک) یې وړاندې کړه. دغه کس بل څوک نه بلکې مهاتما ګاندي و چې د عدم تشدد په دغه انقلابي تیوري او وسیلې سره یې د ولسونو ذهنونه د ځان لورته راواړول.

په ورته مهال کې په سرحد ایالت اود پښتنو پرځمکه یو بل ورته مشر چې په دغه سیمه کې ورور وژنې او راز راز کړکېچونو بېزاره کړی و، هم له دغې وسیلې او وسلې څخه کار واخیست. دغه دروند مشر خان عبدالغفار خان و چې پاچا خان او فخر افغان یې هم بولي. دغه مهال د سرحد د پښتنو ترمنځ ورور وژنه، وینې تویول، شخړې او جګړې یوه عادي خبره وه. نو په داسې حالاتو کې ددې خلکو له لاسه د تورې او ټوپک غورځول او په تش لاس د نه تاوتریخوالي مبارزې او هلو ځلو ته چمتو کول د هر چا د وس او توان کار نه دی. خان بابا خپل ولس ته په خطاب کې وايي تاسو د ځواک په کارولو کې بریالي یئ، خو خپل هدف ته په رسېدو او د ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلي یئ او د خپل هدف ترلاسه کولو لپاره باید د نه تاوتریخوالي لاره غوره کړئ.

دا چې د پښتنو تېر تاریخ له تشدد، جګړو او وژنو ډک دی، نو د خان بابا د نه تاوتریخوالي یا عدم تشدد خوځښت ورته شکمن ښکاره شو. پاچا خان عدم تشدد د ټولو بدیو او دردونو درمل بولي او باوري و چې یوازې له همدې لارې یې ولس له هوساینې برخمنېدی شي. ځینو مغرضو خلکو د بابا دغه هڅې د پښتنو شنډول ګڼل. حال دا چې خان بابا په خپله د پښتنو په منځ کې اوسېده او په خپل جرئت، مهارت او ټینګ هوډ یې پښتانه په یوه سترځواک بدل کړل. د پښتنو لپاره عدم تشدد د عمل یوازینۍ لار ده چې په وسیله یې پر روانو حالاتو لاسبری موندلی شي. هغه نیواکګر چې د نه تاوتریخوالي د لارې پرمخ وړونکو باندې نقدونه او نیوکې کوي، په خپله بیا د پښتنو پرځمکه بل شوي اور، روان کړکېچ او وینې بهېدنې ته د پای ټکي کېښودو لپاره کومه طرحه نه لري. حقیقت خو دا دی که بشر په ځانګړې توګه زموږ د ټولنې وګړي ځان ژغورنه، هوساینه او بسیاینه غواړي، نو د عدم تشدد لار دې غوره کړي او د نړۍ والو شخړو او تاوتریخوالي پرځای دې، نړیواله مرسته غوره وګڼي. نو پاچا خان هم همدغو هیلو ته د رسېدو په پار د خدايي خدمتګارانو غورځنګ جوړ او عدم تشدد یې ورته تګلاره او لومړنی شرط غوره کړ او شعار یې دا و چې » ژوند وکړه او ژوند کولو ته یې پرېږده. «

پښتنو په عملي توګه د عدم تشدد مبارزه په ۱۹۳۰ز کال د اپرېل په ۲۳ نېټه پیل کړه، خو په پیل کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان شول، کورونه یې وران کړای شول، بندخونې یې تېرې کړې، غلې دانې یې چور او غونډې یې ګډې وډې شوې، کورونه یې چور او له ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان شول. د عدم تشدد غورځنګ لا دومره وخت نه و تېر شوی، په لومړي سر کې به ددغه خوځښت د غړو حوصلې دومره راتنګې شوې چې د تېري کوونکو پروړاندې ورته غبرګون وښيي، خو نورو غړو به له ځان سره خپلې کړې ژمنې او لوړه ورپه یاد کړل، نو بېرته به داسې ساړه شول لکه په اور چې اوبه واچول شي. دا یوازې سرحدي پښتانه نه و چې د عدم تشدد په لومړیو پړاوونو کې یې د وېرې احساس درلود، بلکې په لوی هند کې هم چې کله ګاندي په لومړیو کې د عدم تشدد لړۍ پیل کړه، یوشمېر هندیانو به پرې ملنډې وهلې او د ښکېلاکګرو انګرېزانو پروړاندې یې دده دا کار له جنون پرته نور څه نه بلل. د وختونو تېرېدو، ګڼو قربانیو، کلک هوډ او د هندي وګړو سرښندنو دا ثابته کړه چې د ظلم او تشدد پروړاندې له ظلم او تشدد څخه کار اخیستل، نه یوازې دا چې دغه بربریت پای ته نه رسوي، بلکې داسې مانا لري د اور سکروټو ته پکی وهل.

که د خپل ګران هېواد افغانستان اوسنی تاریخ په ځانګړې توګه که وروستۍ نیمه پېړۍ ګام په ګام وځیرو، نو له ګډوډیو، وراني، ناورین، جګړو، ویرونو، ویجاړیو، وینې تویېدنې او ژوند اخیستلو پرته نور څه پکې تت یا بیخي نه څرګندېږي. دا ځکه چې افغانانو د تورې پروړاندې له تورې، د ټوپک پروړاندې له ټوپک او د وینې تویېدنې پروړاندې له وینې تویولو څخه کار اخیستی دی. نو ویلی شو چې تشدد او زور زیاتی یوازې تشدد او تاوتریخوالی زېږولی شي. له همدې کبله هره چاره چې پر همدې بنا وي نو ګانده یې له ناکامۍ پرته نور څه نه دي. نو په اوسني حال کې چې په افغانستان کې د ګڼو هېوادونو سرتیري دېره دي، بلاخره له کلونو کلونو جګړې او مرګ ژوبلې وروسته دې هوکړې ته ورسېدل چې تشدد او تاوتریخوالی د نیمې پېړۍ دغه کړکېچن حالت پای ته نشي رسولی. نو تازه تازه هڅه کوي د شلمې پېړۍ د عدم تشدد د سرلارو (غفار خان او ګاندي) تګلاره پلې او په پله یې پل کېږدي. عدم تشدد د هر وګړي د توان کار نه دی، ښايي هرڅوک په خوله دا نارې ووهي چې په خپله به کلونه کلونه د تاوتریخوالي مخینه لري.  هو عدم تشدد پخې او کلکې ارادې، سرښندنې، جرئت او د سر او مال تېرېدو ته اړتیا لري. نه تاوتریخوالی یا عدم تشدد په بې وسلې او سوله ییزه بڼه د ټولنیز برابري رامنځته کول دي، چېرې چې یو وګړی د بل هغه هېنداره وي. عدم تشدد هغه مهال رامنځته کېدی شي چې په ټولنه کې خاوند ښځې ته او ښځه خاوند ته ګوت نیونه ونکړي او د یو بل په حقونو سترګې پټې نه کړي.

مهاتما ګاندي که څه هم په هند کې د نه تاوتریخوالي سرلاری او بنسټګر ګڼل کېږي، خو بیا هم د هغه له کړنو سره د خلکو مخالفتونو او ناندرو ته په کتو، هغه په خپلو چارو کې دومره بریالی نه و لکه خان عبدالغفار خان چې د عدم تشدد په چارو کې په خپله سیمه کې هومره بریا ته رسېدلی و. د هند د نورو ایالتونو سربېره په بهارت او ګجرات کې چې د ګاندي خپله پلرنۍ سیمه وه هم له ګڼو ناندرو سره لاس او ګرېوان و. ګاندي په دې باندې فکرونه کول چې د عدم تشدد مفکوره څه ډول په خپل ایالت کې پلې کړي، خو پاچا خان ځواب ورکړ: » زه ډاډمن یې چې ثابته به کړو موږ په ټول هند کې د ګاندي جي تر ټولو ښه پیروان یو. موږ هره اندازه کړاو ته چمتو یو. ګاندي جي باید هرڅومره ژر چې کولی شي راشي او په خپله چارې وګوري. زه له هغه غواړم چې په سرحد ایالت کې زما له خلکو سره په مستقیم تماس کې شي. هغه باید دلته راشي، په خپله له خلکو سره وګوري او خپلې لارښوونې ورته وکړي.«

پاچا خان خپله لاره په اسلامي اصولو برابره بولي او وايي د خوږ نبي ص ماموریت هم د مظلومو ازادول، د وږیو مړول او د لوڅو پټول و. له دې وینا څخه یې موخه دا ده چې د ګاندي تګلاره چې نن ستاسو لپاره نوې ده، د اسلام ستر پېغمبر څوارلس سوه کاله پخوا ددغو چارو او فکرونو د پلي کولو لپاره راغلی و او په دې برخه کې یې خپلې هلې ځلې کړي دي. په حقیقت کې غفار خان خپل ژوند د خلکو خدمت ته د هغوی د دین، نژاد، عقیدې او ځای له پام کې نیولو پرته وقف کړ. د هغه عدم تشدد اصل نه یوازې د اسیا لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره ښه ثابت شو. نړۍ ته د خان عبدالغفار خان وروستی پېغام دا و چې هغه وسلې له منځه یوسئ چې انسانیت له منځه وړي. (ژمن: ۲۵۶-۲۸۰ مخونه(

د پاچا خان لیکونه:

دا چې خان عبدالغفار خان ملي مبارز، مشر، لارښود او څو اړخیز شخصیت و، نو د خپل ژوند او مبارزو په بهیر کې یې خپل خواږه او ترخه، د زړه او فکر خبرې په خپل قلم کښلي او موږ ته یې په میراث پریښي دي. د بابا لیکونه د هغه د ژوند او مبارزې ځیني صحنې ښيي چې په ترڅ کې یې د هغه د لوړو اخلاقو، ستر عزم، زغم، صبر او حوصلې او همدارنګه د عالي کرکټر او شخصیت ښکارندويي هم کوي. همدارنګه له دغو لیکونو څخه د بند او زندان پر مهال له هغه سره د ښکېلاګرو انګرېزانو د چلند هېنداره هم له ورایه څرګندېږي. بل لورته له دغو لیکونو څخه د خدايي خدمتګارانو د ګوند غړو او پلویانو ته د نظم، یووالي، سرښندنې او خدمت په هکله د خان بابا زرینې لارښوونې، سپارښتنې او مشورې هم ډاګیزېږي. که د ژوند له شخصي چارو او چاپېریالي اړخه د پاچا خان لیکونو ته کتنه وشي، نو د بابا مینه، لوریینه، ښه چلند او د هغه ملي، انساني او ټولنیز چلند ځني له ورایه تر سترګو کېږي. که له لیکني او ژبني اړخه د خان بابا لیکونه و ارزول شي نو ژبه یې ساده، روانه او عام فهمه ده. په ټوله کې د بابا لیکونه تاریخي، ټولنیز، کلتوري او سیاسي ارزښت لري.

دا چې د انسان پوهنیزه کچه او د شخصیت څرنګوالی د هغه له پنځونو او لیکنو رابرسېره کېږي، نو خان بابا چې څو اړخیز شخصیت و، د هغه د شخصیت ستروالی او ژوروالی یې له کړو وړو، ویناوو، بحثونو، لیکونو او اندونو څخه څرګندېږي. خان عبدالغفار خان په خپل یوکم سل کلن عمر کې د خپلې کورنۍ، ټولنې او سیمې په کچه ګڼو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې لیکونه لېږلي او ترلاسه کړي دي. خو دا چې دغه مقاله د یوې ځانګړې غونډې )د مهاتما ګاندي ۱۵۰ تلین یادغونډه( لپاره لیکم، نو دلته د خان له هغو لیکونو ډډه کوم چې نورو ته یې لیکلي او لېږلي او یوازې هغو لیکونو ته تمېږو چې خان مهاتما ګاندي ته لیکلي او لېږلي دي. دغه لیکونه ډېری له بند او زندان څخه د خپل حال ورکولو یا د ګاندي حال اخیستلو لپاره د خان عبدالغفار خان له لوري ګاندي جي ته لېږل شوي دي، چې له ځینو یې په لنډه توګه دلته یادونه کوو:

                په ۱۹۳۴/۱۲/۱۰ نېټه خان عبدالغفار خان مهاتما جي ته د یوه لیک په ترڅ کې د خپل بند حال ورکوي او همدارنګه د بندخونې او چارواکو په چلند او څرنګوالي ورته غږېدلی. د خپلې روغتیا ډاډ یې ورکړی، خو په زندان کې د لوست لپاره د کتابونو له نشتوالي یې ورته سرټکولی دی….( م(

–              په ۱۹۳۵/۳/۳۰  نېټه ګاندي ته په یوه لیک کې د خپلې ناروغۍ اړوند لیکي چې په بند کې مې وزن کم شوی او کمزوری شوی یم، خو روحاني طاقت مې ورځ تربلې زیاتېږي، د صوبه سرحد او پنجاب حکومتونه یې هېڅ مرسته نه کوي او نه یې له دغه خراب زندان څخه بل زندان ته تبدیلوي… (۶-۷ م(

–              په ۱۹۳۵/۵/۱۶ نېټه مهاتما جي ته په یوه لیک کې له خپلې روغتیا او سلامتیا وروسته، هغه ته د خپل هغه خوب کیسه لیکي چې خان لیدلی و. خان لیکي چې زه او ته پلي روان یو، تاسره د چېلۍ بچی وي، په لاره کې یوه ویاله مخته راشي، زه درته وایم ماته یې راکړه ته ستړی شوی یې، کله چې له ویالې تېر شو نو دغه وخت زه راویښ شم….(۱۶-۱۸ م(

–              ۱۹۳۵/۷/۳۰  نېټه ګاندې ته په یوه لیک کې له دعا سلام او خپل روغتیایي ډاډ وروسته لیکي چې ستاسې په وینا له سورت څخه یو سړي راته یوه ټوکرۍ آمونه رالېږلي و، ماته نورو دوستانو هم مېوې رالېږلي، خو زه نه غواړم چاته تکلیف ورکړم، که امکانات يې وي نو ماته دې له خپلو پیسو زما لپاره مېوې واخیستل شي….(۵۰-۵۱م(

–              ۱۹۳۵/۸/۱۳ نېټه ګاندي ته د خپلې روغتیا له ډاډ وروسته لیکي چې دی له لومړۍ درجې بندیانو څخه دی، پاملرنه ورته کېږي. په زندان کې ورته یوه ټوټه ځمکه ورکړې، څو دی پکې کر کیله وکړي او دی د زندان والاو له دې کاره ډېر خوښ دی او دلته ورته د کتابونو د لوست زمینه هم برابره ده…(۶۰-۶۲ م(

–              ۱۹۳۵/۱۱/۹ نېټه ګاندي جي ته له درناوي او خپل روغتیايي ډاډ وروسته لیکي چې په زندان کې یې اوس روغتیايي حالت ښه شوی، مېوې دانې ور رسېږي او د خپل زوی غني په هکله یې ورسره د نظریې تبادله کړې ده…(۷۹-۸۰ م

پاچا خان او افغانستان:

د پاچا خان په هلو ځلو او مشرۍ د عدم تشدد غورځنګ بنسټ ایښودلو سره سم، خپلواکي ددغه غورځنګ له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېده او خان بابا یې د ترلاسه کولو لپاره بې وسلې مبارزه او جهاد پیل کړ. پښتنو زلمیانو په خیبر او تورخم کې د ډیورنډ کرغېړنې کرښې دواړو لورو ته د لر او بر یو افغان شعارونه پیل کړل، دوی هڅه کوله څو واړه پښتانه له دې خبر کړي چې ګډ تاریخي، ټولنیز، سیاسي، مذهبي، ژبني او کلتوري مشترکات لري او هیڅوک یې سره نه شي بېلوی. پاچا خان د عدم تشدد غورځنګ بنسټ په کوزه پښتونخوا کې کېښود او د ټولو پښتنو د یووالي په موخه یې هڅه کوله، څو دغه تحریک په افغانستان کې هم وچلوي او پښتانه تر یو چتر لاندې سره راټول کړي. د همدې لپاره د افغانستان ولایت په ولایت، ولسوالۍ په ولسوالۍ او کلي په کلي وګرځېده. د خان بابا هر سفر به د انګرېزانو له مخالفتونو او دسیسو سره مل و او پاچا خان به یې په زغرده مقابله کوله او هېڅکله به ارام نه کېناسته. د هند له وېش وروسته کله چې د پاکستان د جوړښت اتلس کاله کېدل، پاچا خان په دغه اتلس کلنه موده کې پنځلس کاله په بند کې تېر کړل او پاتې درې کاله نور بیا په کور کې نظر بند و او د هېڅ ډول فعالیت اجازه نه ورکول کېده. خو کله چې د درملنې لپاره د بهر تلو اجازه ورکړل شوه، نو له درملنې وروسته یې دا چې په پاکستان کې ورته د فعالیت او خدمت اجازه نه ورکول کېده، نو د خپل ولس د یووالي په موخه یې افغانستان ته مخه کړه او دلته داسې هېڅ ځای ځني پاتې نه شو چې هلته دی ورغلی نه وي یا یې د ورورولۍ او د یو بل منښت پېغام نه وي رسولی. د وخت د حاکم پاچا ظاهرشاه له لوري یې هم تود هرکلی وشو او په دارالامان کې ورته د استوګنې کور ورکړل شو. د پاچا خان هڅه دا وه چې د غلیم له لوري په یو او بل نوم خواره واره پښتانه سره راټول کړي او ده به خپلې چارې د نه تاوتریخوالي (عدم تشدد) له لارې مخ ته وړلې. خان بابا هڅه کوله چې لومړی پښتنو کې د یووالي او یو موټیتوب شعور پیدا او بیا یې نورو مبارزو ته وهڅوي. افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې پاچاخان به نه یوازې د پښتنو په سیمه یا له پښتنو سره کتل، بلکې خان بابا د تاجکو، هزاره، ازبکو، ترکمنو، بلوڅو او نورستانیانو پر سیمو هم ګرځېده، له مشرانو او کلیوالو سره به یې کتل او په هرځای کې به یې په پراخه کچه او ورین تندي هرکلی کېده، خلک به پرې راټولېدل او د بابا وینا به یې اورېدله او خپله مینه به یې له پاچا خان سره څرګندوله. )(سنجش: ۳۷-۴۴ مخونه

پایله

ګاندي د هند د خپلواکۍ ستر مبارز، ملي رهبر او د عدم تشدد د سیاسي نظريې بنسټګر او د آزادي غوښتونکو نظریو له کبله دکانګرس مشر هم و. د خپلواکۍ د مبارزو له کبله څو ځله د انګرېزانو له لوري زنداني شوی، خو هېڅکله له خپلو مبارزو څخه لاس پرسر شوی نه دی. د نه تاوتریخوالي په مبارزو کې له ګاندي سره خان عبدالغفار خان او نورو نږدې ملګرو یې بنسټیز نقش لوبلی دی. هغه د هندیانو، مسلمانانو، سکانو او نورو قومونو ترمنځ د یووالي په برخه کې تیارې شپې رڼې تېر کړي او د محکومو انسانانو د حق غوښتنې په برخه کې یې پر خپل ځان هرډول کړاوونه ومنل. په نړۍ واله کچه دمګړۍ ګاندي یو خوار او ډنګر هندی نه، بلکې د نه تاوتریخوالي د تاریخ یو ستر څپرکی دی. هندیان یې د خپلو بنسټیزو لاسته راوړنو، مبارزو او هېواد ته د کړي چوپړ له کبله د بپو (پلار) په نوم یادوي.

پاچا خان د عدم تشدد فلسفې ستر ځلانده، ټولنیز، کلتوري، هڅاند او سیاسي مشر دی، چې خپل ولس ته یې د ټوپک پرځای قلم په لاس کې ورکړ اود خپل ټبر د راویښولو لپاره یې شپه او ورځ پرځان یوه کړه. خان په سیمه ییزه او نړۍ واله کچه د عدم تشدد د پلي کوونکي او بنسټګر په نوم مشهور دی. خان بابا پښتانه د غفلت له درانه خوبه راویښ او د هغوی په سیاسي او ټولنیز دریځ کې یې بدلون راوست. پاچا خان د آزادۍ، ټولنیز عدالت د تامین او د انګرېزانو ضد مبارزو له کبله، د عمر درېمه برخه په بند کې تېره کړې ده. خان د خپل ولس راویښولو لپاره سیاسي، ټولنیز، پوهنیز، کلتوري او تاریخي فعالیتونه ترسره کړي دي او په ترڅ کې یې بېلابېلې جایزې، ویاړونه او لقبونه خپل کړي دي. د خدايي خدمتګارانو غورځنګ د پاچا خان د روڼ فکر او هڅو څرګنده بېلګه ده چې لکونه نارینه او ښځینه وګړي یې ونډه وال و. پاچا خان له هندوستان او افغانستان سره ښې او نږدې اړیکې لرلې. خان د هندیانو لپاره د جرئت، سرښندنې، زړورتوب او ایماندارۍ سمبول و او له همدې کبله به یې سرحدي ګاندي باله. نوموړي د خپل ژوند او هڅو په ترڅ کې ښځو ته ځانګړې پاملرنه کوله او تل یې ورته د پوهې ترلاسه کولو سپارښتنه کوله. پاچا خان تورزن او ټوپکمار پښتانه د عدم تشدد په ښکلا او ځلا ښکلي او سوله پال کړل. خان د خپل بوخت ژوند په اوږدو کې خپل خواږه ترخه د قلم په ژبه د تاریخ پاڼو ته سپارلي. غفارخان د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو او سیمو ګرځېدلی او خلک یې امن او ورورولۍ ته رابللي دي. افغان مشرانو هم نازولی او دلته یې د استوګنې زمینه ورته برابره کړې وه، له همدې کبله کله چې له فاني نړۍ څخه ژوند پاڼه ورژېده، نو په جلال آباد کې خاورو ته وسپارل شو.

اخځلیکونه:

۱. اخلاصیار، عاشق الله (۱۳۹۶ ل). د مهاتما ګاندي ژوند. جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۲. خان، خان عبدالغفار (۱۳۸۷ل). زما ژوند او جدو جهد. پېښور: دانش خپروندیې ټولنې تخنیکي څانګه.

۳. خدمتګار، عبدالله بختانی (۱۳۸۷ ل) . د پاچا خان لیکونه. جرمني: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه.

۴. رشید، عبدالخالق ( ۱۳۹۴ ل). مهاتما ګاندي – ژوند، فکر او مبارزه. کابل: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه.

۵. ژړک، محمد صادق (۲۰۱۲ز). د فخر افغان ځانګړنې. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ.

۶. ژړک. محمد صادق (ز). انفرادیات باچا خان. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ.

۷. ژمن، احمد زبیر (۱۳۹۱ل). پاچا خان او د آزادۍ مبارزه. جرمني: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه.

۸. سجنش، سید عثمان (۱۳۸۷ل). پاچا خان په افغانستان کې. جرمني: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه.

۹. صفا، مصطفی (۱۳۹۵ ل). د نړۍ سل مشهورې څېرې. پېښور: مومند خپرندویه ټولنه.

۱۰. عابد، باز محمد (۲۰۱۵ز). اتلان. پېښور: عامر پرنټ اېنډ پبلشرز.

۱۱. فردا، فاروق (۱۳۹۷ل). د خان عبدالغفار خان لنډې ویناوې. کابل: اسد دانش مطبعه.

۱۲. توریال، زلمی (۲۰۱۵ز). پاچا خان. www.taand.com/main/archives/40951

۱۳. همدرد، سردار محمد (۲۰۱۵ز).د مبارزې پاچا. www.taand.com/main/archives/43197

Abstract:

Gandhi was the founder of nonviolence social and political philosophy and the first president of Indian Congress Party. Pacha Khan was the initiator of Khudayee Khedmatgaran Movement and the first-runner of Nonviolence theory in Pashtun’s society. They both were associates in the application of the nonviolence theory in the region. They have none stop struggled in the unity of Hindus, Muslims, Sikhs and other nations in the area. Both faced many complications while putting on the none violence philosophy. During this period working and struggling for humanity, caused both of them lockup for many years. They addressed and ordered people to put off their armaments and follow the nonviolence movement. At present both Gandhi and Pacha Khan are the biggest chapters of nonviolence history. For their none stop pugnacious, Indian known Gandhi as Father and Pashtun call Pacha Khan as Baba.

1 COMMENT

  1. لیکنه مو په زړه پورې ده ، عدم تشدد یوه اړتیاده په تیره زموږ پښتنوله پاره …
    ما لیکلي ول چې نه زور زیاتی د پښتنی ټولنې د اندوژوند د وړتیا او پیاوړتیا اوراتلونکي ضمانت کوي. یوه هندو دپیلومات راته وویل چې : تاولې پرعدم تشدد او ګاندي باندې کتاب ولیکه، دا موضوع نوره دهندي ټولنې له پاره ډیره داهمیت وړنه ده… ځکه چې هند نن سبا له عدم تشدد پرته یوځواک دی. ما ورته وویل : « ګاندي دانګریزي امپراتورۍ په وړاندې دهندیانوله پاره عدم تشدد ترټولو ښه او خوندي تګلاره همدغه بلله ما هم داکتاب چې لیکه نو مې فکروکړ چې زما دملت له پاره په اوسنیو شرایطو کې چې ټولې نړۍ خپلې وسلې اووسلوال دلته پلي کړي ( ۲۰۰۸ ) دا ترټولو ښه او ژغورنکې لاره ده چې که دهغې فرهنګي، تعلیمي او مدني اړخونه د ساتیاګره پراخ مفهوم په رڼاکې په پام کې ونسو.
    بس یوه یادونه وه
    دبریو په هیله مو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب