جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاتر هرې ناروغۍ د زړه په ناروغۍ ډېر انسانان مري

تر هرې ناروغۍ د زړه په ناروغۍ ډېر انسانان مري

تاند- د روغتیا د نړیوال سازمان یوه څیړنه ښیي چې که څوک هره ورځ ترکاري او مېوه وخوري ، د زړه په ناروغیو باندې یې د مبتلا کېدو امکان شل فیصده کمېږي.

د دې څیړنې نتایج راته وایي چې که څوک ډېر غوړ او چاغېدونکي خواړه او دغه راز ډېر مالګین خواړه خوري، د زړه په ناروغیو باندې یې د مبتلا کېدو امکان تر هغو کسانو دوه برابره زیات دی چې مالګه او هغه غوړ خواړه کم خوري چې په بدن کې په وازده بدلېږي او د چاغېدو سبب ګرځي.

 د روغتیا د نړیوال سازمان له معلوماتو سره سم، د دنیا خلک تر بل مرض د زړه په ناروغیو باندې ډېر مري. مثلا په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د زړه ناروغي د اوولس میلیونه او درې سوه زره کسانو د مرګ سبب شوه، مانا دا چې د نړۍ په هرو سلو کسانو کې دېرش کسان له هغو ناروغیو مري چې له زړه سره تعلق لري.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې په هرو ۳۷ ثانیو کې یو تن د زړه په یوه نه یوه ناروغي مري. هر کال ۶ لکه ۴۷ زره امریکایان د زړه په ناروغیو مړه کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د سږ کال (۲۰۲۰) شمېرنې ښيي چې په درسته نړۍ کې اوس هر کال ۱۷ ملیونه او ۹ لکه تنه د زړه په ناروغیو مړه کېږي چې دا د اټکل له مخې، د ټولو مړینو په سلو کې ۳۱ کېږي.

 د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د زړه د ناروغیو یو لوی علت د سګریټو عادت دی. بل لوی علت یې ځای په ځای ناسته او د جسمي فعالیت کموالی دی. دغه راز هغه خواړه چې مالګه یې زیاته وي او یا د بدن وازده ورسره زیاتېږي او د چاغښت باعث ګرځي، د زړه د ناروغیو بل لوی عامل دی. د روغتیا د نړیوال سازمان له څيړنو سره سم، د شرابو په څښلو کې افراط هم د زړه  د ناروغیو یو لوی علت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب