Homeخبرونهپه هرات کې ډاکترانو د معاش د نه ورکول کېدو په خاطر...

په هرات کې ډاکترانو د معاش د نه ورکول کېدو په خاطر اعتراض وکړ

تاند(سې شنبه، د ثور۳۰ ) په هرات کې یو شمېر ډاکترانو او طبي کارکوونکو نن په دې خاطر اعتراض وکړ چې معاش نه دی ورکړل شوی.

په هرات کې شاوخوا ۲۰۰ ډاکترانو او طبي کارکوونکو د اعتراض په مهال وویل، سره له دې چې خپل ژوند یې د کورونا وایرس له کبله له خطر سره مخامخ کړی له درو میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی.

هرات، چې د افغانستان درېم لوی ښار دی، د کورونا لومړنۍ پېښې پکې ثبت شوي او هره ورځ له ایران څخه سلګونه افغان کډوال ورته راستنېږي.

د کورونا وایرس لومړنۍ پېښه د مارچ په لسمه په هرات کې ثبت شوه.

اعتراض کوونکو ویل«موږ د خلکو د ژغورلو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی، ګڼ ډاکتران مو په کورونا وایرس اخته شوي، نو حکومت هم باید لږترلږه موږ ته درناوی وکړي او معاش راکړي.»

د هرات ۷۸ ډاکترانو او ۱۱۰ طبي کارکوونکو ۶ ساعته اعتراض ته دوام ورکړ او وروسته بېرته روغتون ته لاړل.

د عامې روغتیا وزارت تایید کړه چې ډاکترانو ته په وخت معاش نه دی رسېدلی خو دا وزارت هڅه کوي چې په څو ورځو کې هغوی ته معاش ورسوي.

د یکشنبې په ورځ د کندوز د کووید نولس د درملنې او تجرید د مرکز ډاکترانو او روغتیاپالانو په دې خاطر اعتراض وکړ چې د عامې روغتیا وزارت د دوی قرارداد تمدید نه کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...