جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچین د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د ژر تر ژره...

چین د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه وکړه

تاند(سې شنبه، د ثور۳۰ ) چین وايي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرواترو ملاتړ کوي او هیله لري چې د افغانانو ترمنځ د پحلاینې خبرې به ژر پیل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ژاو لیان نن په پیکینګ کې خبریالانو ته وویل «موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې د بهیر ملاتړ کوو، او هیله لرو چې بین الافغاني خبرې به ژر پیل شي او مثبتې نتیجې ولري.»

ده همداراز وویل، چین له اړوندو خواوو سره تماس او همږغۍ ته دوام ورکوي، او له نړیوالې ټولنې سره یوځای د افغانستان د مسلې د حل لپاره رغنده رول جاري ساتي.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی د افغانستان حالات په حساس پړاو کې وبلل، ویې ویل چین د افغانستان د تاریخي او دوست ګاونډي په توګه د خپل هیواد د راتلونکې په اړه د افغانانو خپلواکې پرېکړې ته درناوی کوي او د دغه هیواد د سولې او بیارغونې لپاره د افغانانو د ملاتړ لپاره هر هغه څه چې یې په وس پوره وي، کوي.

ده د ولسمشر غني او پخواني اجرايي رييس عبدالله ترمنځ د موافقې هرکلی وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له دې فرصته په استفادې بین الافغاني خبرې هر څومره چې ژر کېدای شي، پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب