Homeخبرونهد کندوز والي له دندې استعفا ورکړه

د کندوز والي له دندې استعفا ورکړه

تاند(سې شنبه، د ثور۳۰ ) د کندوز والي عبدالجبار نعمیي، چې له یوې مودې راهیسې ناروغ و، له دندې استعفا ورکړه.

د ښاغلي نعیمي ویندوی عصمت الله مرادي نن اعلان وکړ چې نعیمي د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره له دندې استعفا کړې ده.

ښاغلی نعمیي ۲۷ میاشتې د کندوز د والي په توګه کار وکړ.

نوموړی څه موده وړاندې د ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر شو او جراحي عملیات یې وکړل.

مرادي وايي، نعیمي د ډاکترانو په مشوره درملنې ته دوام ورکړی او له دې کبله یې دنده پرې ایښې ده.

عبدالجبار نعیمي د جهاد په کلونو کې د مجاهدینو د نرم دریځي تنظیم ملي اسلامي محاذ غړی و.

ده په خوست او لغمان کې هم د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ښاغلي نعیمي د استعفا خبر په داسې ورځ خپور شو چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د مرکز او څو ولسوالیو د نیولو لپاره تېره شپه پراخ بریدونه وکړل خو د کندوز د چارواکو په وینا د طالبانو بریدونه یې ځپلي او مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د کندوز د امنیتي وضعیت د کتلو لپاره دغه ښار ته لاړ.

همداراز نن په کندوز ښار کې یوې چاودنې ۴ تنه ژوبل کړل.

د افغانستان امنیتي ادارې وايي، طالبان هڅه کوي چې د سولې د خبرو تر پیلېدو وړاندې د افغانستان دوه یا درې ښارونه ونیسي.

طالبانو پخوا کندوز ښار ۲ ځلې د لنډ وخت لپاره نیولی چې په نتیجه کې یې سلګونه تنه وژل شوي، او د ملیاردونو افغانیو زیان پېښ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...