جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورد خوشال پوهنې پر لار یو بل بریالی گام

د خوشال پوهنې پر لار یو بل بریالی گام

آصف بهاند

«د خوشحال خان خټک په دستارنامه کي فارسي کلام د چا دئ؟»

«د خوشحال خان خټک په دستارنامه کي فارسي کلام د چا دئ؟» د استاد معصوم هوتک د هغه اثر نوم دی چې څو ورځې د مخه (۲۰۲۰/۰۵/۱۷) په افغان جرمن آنلاین پورتال کې پر لیکه شو.

دا کتاب چې د خوشال پوهنې د یوې سخرې او جړ غوټې د پرانستلو په موخه لیکل شوی دی دا لاندې برخې لري:

۱ ــ په پیل کې د مقدمې په ډول د لیکوال خبرې راوړل شوې دي چې د موضوع پر ارزښت او د دې څېړنې پر پس منظر باندې رڼا اچول شوې ده،

۲ ــ بیا د کتاب اصل متن دی چې د خوشال په دستار نامه کې د راغلي فارسي کلام شاعران او ر شعرونو پتې یې ښوول شوې دي،

۳ ــ د کتاب په دریمه برخه کې د خوشال په دستار نامه کې راغلي هغه فارسي بیتونه اېښودل شوي دي چې تر اوسه یې شاعران او پتې نه دي څرگندې شوې او د استاد هوتک په قول: «پاته درویشت ځایونه چي د ټول کتاب ۱۵٪ فارسي کلام په ځان کي راکښېباسي، د راتلونکو څېړونکو د څېړنو انتظار باسي.»

۴ ــ د کتاب په پای کې د مآخذونو فهرست راوړل شوی دی چې ټول شمېر یې اوه پنځوس (۵۷) ته رسېـږي. هوتک صاحب د خپل دې اثر د ماخذونو په باب داسې وايي:

«د ماخذو په پېژندنه کي ما له یوڅه تفصیله کار اخیستی دئ او ځای ځای مي د پوهاند میرحسین شاه او ښاغلي زاهد مشواڼي څېړني نوري هم پسي شنلي دي او بل مي هیڅ بیت، مصراع، فرد، قطعه، رباعي او مثنوي بې تبصرې پرې ایښی نه دئ. که مي هیڅ هم نه پر درلودل، نو دونده (دومره) قدر خومي ورته کښلي دي چي” نور تحقیق غواړي”. د ماخذو په ښوولو کي مي یوازي دهغه د نوم، مخ ، چاپکال او چاپځای په راوړلو بسنه نه کړې، بلکي د هماغه ټاکلي نظم، او حکایت د سر بیت او جمله مي هم راوړې ده. دا کار د نورو څېړونکو کار ور اسانه کوي او له سرگردانۍ ئې راگرځوي.»

تر اصل موضوع مخکې په لنډ ډول د خوشال دستار نامه او د هغې محتویات:

د خوشال د منظومو آثارو په باب ډیرو څیړونکو خبرې کړې دي، خو د منثورو آثارو په باب یې لږې خبرې شوې دي. که د خوشال منثور آثار په دقت ولوستل شي، لیدل کېـږي چې د خوشال منثور لیکلي آثار د موضوع له پلوه نسبت منظومو ته ډیر ارزښتمن ښکاري. استاد زلمی هیوادمل داسې وايي:

«هسې چې د خان منظوم آثار له خپلو ځانگړیو فکري او هنري ارزښتونو برخودار دي، دغسې یې په نثر کې موږ ته داسې څه را پرېښي دي، چې موضوعي ارزښتمني یې تر منظومو هغو څو چنده زیاته ده.»

(هیواد مل سر محقق زلمی، ننگیالی د زمانې، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ــ جرمني، ۱۳۸۰ــ ۲۰۰۱م، ۱۹۵ ام مخ)

د خوشال دستار نامه په خپل وخت کې هم د شکل له مخې او هم د محتوی له پلوه یو شهکار اثر گڼلای شو. د دستار نامې محتوایات په لڼده توگه لوستونکو ته داسې ور پیژندلای شو:

ــ یوه مقدمه،

ــ شل هنرونه،

ــ شل خصلتونه،

ــ یوه خاتمه.

خوشال خان د دستار نامې د مقدمې په لومړۍ برخه کې په واضح ډول ویلي دي چې دستار پر سر کول د مود و فیشن له پاره نه دي، بلکې دستار دې هغه څوک پر سر کړي چې «قابلیت» او «لیاقت» یې ولري. دا د ده خپل جملات دي:

«خبر شه چې دستار په سر کول د ښېوې او د نمای له پاره نه دي، دستار د مرد شرم او عزت دی، تمامي شرم د مرد په دستار کې دی… هر کله چې بادشاه یا امیر په ابتدا په تخت یا په مسند د لویۍ کښیني، د بادشاه پر سر تاج، د امیر پر سر دستار کیښود شي، هر چې قابل او لایق دی، دا کار په هغه پسنده په نا قابل پسنده نه شي. هر چې په اتفاق دستار د هغه پر سر کښیـږدي، هغه اطاعت اختیار کا، د دستار شرم په دواړه لوریه لازم شي. اول په هغو چې دستار د هغه شخص په سر کښیـږدي، بیا په هغو چې دستار د لویۍ په سر کا، د بل په ځای کښیني. که قابل وي، ثنا تعریف یې شي، که نا قابل وي پورې ریشخند کیږي، پس د دستار کار سهل او آسان نه دی.»

(خټک خوشحال، دستارنامه، پښتو ټولنه، ۱۳۴۵ کال، ۲ ام مخ)

خوشال خان دستار نامه په زندان کې پر ۱۰۷۶ هـ ق ــ ۱۶۶۵ م کال په داسې حال کې ولیکله چې هیڅ ډول کتاب او مآخذ ته یې لاسرسی نه درلود. که څوک د ستارنامې یو څو مخه ولولي، د خوشال د حافظې قوت او د مطالعې وسعت سمدلاسه ورته جوتیـږي. لکه څنگه چې استاد هوتک هم د «د خوشحال خان خټک په دستارنامه کي فارسي کلام د چا دئ؟»
د مقدمې په پیل کې ویلي دي چې:

«د خوشحال خان خټک (۱۰۲۲ ــ ۱۱۰۰هـ ق) په آثارو کي (دستارنامه) هغه دروند اثر دئ چي خان د رنتنبورپه زندان کي په ۱۰۷۶هـ ق کال کښلی دئ. که څوک غواړي د خوشحال خان د علمي شخصیت اندازه ځان ته معلومه کړي، نو دستارنامه ورسره بیخي ډېره مرسته کولای سي. یو څوک چي د بند او زندان په تیاره ماحول کي، له خپل کور، کتاب او کتابتون څخه په فرسخونو لیري پروت وي او له حافظې څخه دي د خپل عصر لسونو نایابو او نادرو تاریخي او ادبي کتابو ته حوالې ورکوي، داسي چا ته له نابغه پرته بل نوم ورکول بې انصافي ده.»

اوس هم د خوشال په دستار نامه کې فارۍ کلام:

د خوشال د دستارنامې د فارسي کلام د پتو یا ماخذونو مالومول استاد پوهاند میر حسین شاه راپیل کړی و، یو څه زاهد مشواڼي ورپسې وڅېـړل، خو د غوټې ډېره برخه استاد هوتک سپـړلې ده. استاد هوتک د همدې اثر (د خوشحال خان خټک په دستارنامه کي فارسي کلام د چا دئ؟) د پیل په خبرو کې دې څېړنو اشاره کړې ده چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي دي:

«په دستارنامه کي د فارسي کلام زیات و کم ۱۴۷ ځایه ما شمېرلي دي. په دې کي پوهاند میر حسین شاه درو څلوېښت مورده څېړلي دي چي په دې حساب ئې د دستارنامې د فارسي کلام څه کم دېرش فیصده ماخذونه موږ ته راښوولي دي. ښاغلي زاهد مشواڼي دو شپېته شعرونه څېړلي دي چي دې کي د پوهاند میر حسین شاه ۴۳ ځایه هم شامل دي. په دې ډول ئې د دستارنامې د فارسي کلام د ماخذو په ښوولو کي نولس ځایه نور ورزیات کړل او فیصدي ئې نژدې ۴۳٪ ته لوړه کړه. خو ما د فارسي کلام د یوسل څلېرویشتو ځایونو ماخذونه ښوولي دي چي په دې کي مي د پوهاند میر حسین شاه او ښاغلي زاهد مشواڼي پر دو شپېته ماخذو باندي نور دوشپېته ماخذه هم ورزیات کړل او اوس موږ ته د دستارنامې د فارسي کلام نزدې ۸۵٪ ماخذونه معلوم سول. پاته درویشت ځایونه چي د ټول کتاب ۱۵٪ فارسي کلام په ځان کي راکښېباسي، د راتلونکو څېړونکو د څېړنو انتظار باسي.»

د استاد هوتک دا اثر (د خوشحال خان خټک په دستارنامه کي فارسي کلام د چا دئ؟) لومړی پلا پر ۲۰۱۶ کال د علامه رشاد اكاډيمۍ په کندهار کې خپور کړ، بیا د معصوم هوتک په خپل وبیسایت (hotakonline.com) کې هم پر لیکه شو، خو په دې انلاین شوې بڼه کې یو څه طباعتي تېروتنې وې چې د مولف وروسته ورته پام شو، او اوس دا دی تر اړینو سمونو وروسته، د دوه زره شلم (۲۰۲۰ ام) کال د می میاشتې پر اولسمه (۱۷مه) نېټه د افغان جرمن پورتال له لوري په انلاین بڼه هم خپور شو.

په میډیا کې د کتابونو او غوره لیکنو د خپرېدو په پار د لیکنو او کتابونو د لیکوال د درناوي په پار لیکوال ته مبارکي او له هغه نه مننه اوس ـ اوس په یوه غوره دود بدل شوی دی. د هوتک صاحب د همدې تر بحث لاندې کتاب له پاره، ما (آصف بهاند) د افغان جرمن د نظریاتو په کړکۍ کې داسې ورته ولیکل:

«پرون په افغان جرمن آنلاین پورتال کې د څېړونکي، شاعر، ژباړونکي او لیکوال استاد محمد معصوم هوتک یو بل اثر پرلیکه شو. دا څېړنیز اثر «د خوشحال خان خټک په دستارنامه کي فارسي کلام د چا دئ؟» نومېـږي. له هوتک صاحب نه مننه چې خپل دا ارزښتمن اثر یې د افغان جرمن پورتال له لارې له ټولو لوستونکو سره شریک کړ.

د شپیتمې لسیزې د پیل په کلونو کې استاد زلمی هیوادمل کابل پوهنتون ته د دې له پاره ډیر راته چې کوم سیمینار جوړیدونکی و او د لوړو زدکړو په چاپخونه کې یې یاد سیمینار ته ځینې کتابونه چاپول. یوه ورځ یې له ما نه هیله وکړه چې زه خپل یو همکار استاد پوهاند غلام سرور همایون ته، چې د ادبیاتو پوهنځي د دري څانگې د متنپوهنې استاد و، ووایم چې د خوشحال په دستارنامه کې د راوړل شوو فارسي بیتونو په باب د یوې مقالې په چوکاټ کې څیړنه وکړي. دا کار ما وکړ، خو پوهاند صاحب همایون و نه منله او په ډیر درناوي یې ما ته وویل چې دا کار ډېر دروند کار دی، ډیرې حوصلې او ډیر وخت ته اړتیا لري.

دغه دروند کار استاد معصوم هوتک تر سره کړ، دا دروند پیټی یې جگ کړ او دا غوټه یې په علمي ډول راوسپړله.

زه د خوشال پوهنې د لارې د یو لاروي او زدکونکي په توگه ویلای شم چې دا اثر د خوشال پوهنې په شته غوټو کې ډېره جړه غوټه وه چې استاد معصوم هوتک په خپلو عالمانه هڅو او پراخې حوصلې سره دا غوټه پرانسته او د خوشال پوهنې پر لار یې یو ډېر بریالی گام پورته کړ.

زه استاد هوتک ته د دې بریا مبارکي وایم او هیله لرم چې خدای ښه روغتیا او اوږد عمر ور په برخه کړي، څو د ورته ناسپـړلو غوټو په خلاصولو کې نور بریالي گامونه هم اوچت کړي.

زه به ډېر ژر په خیر سره د استاد هوتک د دې غنیمت اثر په باب د خپلو خبرو دا لړۍ وغځوم او د یوې مقالې په ډول به یې په افغان جرمن پورتال کې خپره کړم.»

د دې غنیمت اثر په باب ما د دوه زره اولسم کال (۲۰۱۷) د اگست پر اولسمه (۱۷ مه) نېټه هم یوه مقاله خپره کړې وه چې د خوشال پوهنې د مقالو په دېرشمه برخه کې مې خپره کړې ده. د هغې مقالې په پیل کې ما داسې لیکلي وو:

«د خوشحال ژوند لیک، ژوند پېښې، آثار او اشعار د دې گواهي ورکوي چې خوشحال د مطالعې ډیر قوي بگروند درلود او د خپل وخت پر څلورو ژبو داسې پوهیده چې له خبرو سربیره، لوستل او لیکل یې هم پرې کولای شول.

د خوشحال پوهنې د مقالو په اوه ویشتمه (۲۷) برخه کې ما په لنډ ډول لیکلي و چې خوشحال په کومو ژبو پوهیده او بیا مې د فراقنامې له مقدمې نه د استاد پوهاند میرحسن شاه هغه نظر را اخیستی و چې هغه د خوشحال د فارسي کلام او په تیره په دستار نامه کې د راغلو فارسي بیتونو په باب اشاره کړې وه. دلته یې هم د موضوع په ارتباط اړینه ده چې یو ځل بیا را نقل کړم:
«د خوشال آثارو ته چې پام وشي هر لوستونکی پوهېـږي چې خوشال په څلور ژبو پوهیده:

پښتو (مورنۍ ژبه یې وه)،

دري (اشعار یې په کې ویلي دي)،

عربي (دوه کتابونه پښتو ته ژباړلي دي)،

اوهندي.

ده په خپلو آثارو په تیره دستارنامه کې څلورو واړه یادې ژبې کارولې دي.

استاد پوهاند میرحسین شاه د خوشال د پوهنې په باب د خوشال د فراقنامې په یوه چاپي مقدمه کې داسې لیکلي دي:

«… باین ترتیب خوشحال خان را نه تنها باید شاعر بزرگ شمرد و به زبان پښتو منحصر دانست. راست است که غالب آثارش را په پښتو نوشته و کلیات اشعارش به این زبان میباشد، اما حتی در دیوان او میتوان اشعار نغز دري، که از خود اوست، یافت. و در آثار دیگر وي، به خصوص دستارنامه نقل قول های از شعرای بزرگ زبان دري و کلام بزرگان عرب یافت. تردیدې نیست که خوشحال خان از ادبیات دري بهره کافي داشت و به زبان و ادبیات عرب آشنا بود. وسعت معلومات وي در علوم اسلامي از آثارش روشن است…»

(خټک خوشحال خان، فراقنامه، د راحت زاخیلي د زوکړې د سلمې کلیزې په ویاړ د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي خپرونه، ۱۳۶۳ کال، د پوهاند میرحسین شاه مقدمه، هـ ــ و مخونه)

د خوشحال پر ټول فارسي کلام باندې څه لیکل یوه جلا موضوع ده چې بل وخت ته یې پرېـږدم، خو د اوس له پاره په دې مقاله کې یوازې د خوشحال په «دستارنامه» کې پر راوړل شوو فارسي بیتونو لنډې خبرې کوم، لنډې ځکه چې دا کار په ډیر عالمانه او مفصل ډول پیاوړي څیړونکي استاد معصوم هوتک تر سره کړی دی او د کتاب په بڼه یې د «د خوشحال خان خټک په دستار نامه کې فارسي کلام د چا دی؟» تر سر لیک لاندې په ۱۳۹۵ ل کال چاپ کړی دی.

استاد هوتک د خپل یاد کتاب له پاره یوه لنډه مقدمه هم لیکلې ده او د خوشحال، د هغه د دستار نامې او په دستار نامې کې د راوړل شوي فارسي کلام په باب غږیدلی دی، د دې موضوع پر تر سره شوو کارونو باندې یې رڼا اچولې ده چې زما له پاره ډیر نوي او تازه مالومات په ګې موجود دي.

او په پای کې د دې خبرې یادول اړین گڼم چې د دریواړو ښاغلو څېړونکو له کار او زیار سره ـ سره د خوشال د دستار نامې د فارسي اشعارو د پتو او شاعرانو د مالومولو کار پایته نه دی رسېدلی او د استاد هوتک د څېړنې له مخې یې پنځلس سلنه کار پاتې دی. استاد هوتک د خپلې څېـړنې په پای کې د «د څېړني وړ اشعار» تر سرلیک لاندې دې موضوع ته داسې اشاره کړې ده:

«په دې برخه کي هغه اشعار راغلي دي چي مائې د ماخذ موندلو په برخه کي څه تر لاسه نه کړل او څېړنه ئې راتلونکومحققینو ته پرېږدم.»

زما له نظره د خوشال په دستارنامه کې د فارسې کلام هغه پنځلس سلنه اشعار چې شاعران یې تر اوسه نه دي مالوم شوي، دا موضوع د یوه مونوگراف له پاره جالبه او نوې موضوع ده او کېدای شي چې په افغانستان کې د کوم پوهنځي د زدکړیال له پاره د لیسانس دورې د پایلیک په ډول انتخاب او وڅېړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب