جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان په دیني مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تېریو په...

د پاکستان په دیني مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تېریو په اړه د اسوشیتیدپریس راپور

تاند- د اسوشیتیدپریس خبري اژانس په یوه تحقیقي راپور کې ادعا شوې ده چې د پاکستان په دیني مدرسو کې پر ماشومانو جنسي تېری عام دی.

اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو ته د لسګونو شکایتونو او همداراز له چارواکو، ډاکترانو، له هغو ماشومانو سره، چې جنسي تېری پرې شوی، او د هغوی له خپلوانو سره د مرکو پر ا ساس ترتیب کړی دی.

د پاکستان په مدرسو کې عموماً د دغه هیواد تر ټولو د بېوزلو کورنیو ماشومان زده کړه کوي.

د خیبر پښتونخوا د کوهستان د یوې لېرې پرتې سیمې یوه ماشوم یاووس، چې ۸ کلن دی، کیسه کوي چې په مدرسه کې ملا څرنګه تر لاس ونیوه او په مکرر ډول یې پرې جنسي تېری وکړ تر دې چې ولوېد، ناروغ شو او ملا روغتون ته بېوه؟

اسوشیتیدپریس خبري اژانس وايي چې دا کیسه نه یوازې ماشوم وکړه، بلکې د هغه خپلوانو او یوه ډاکتر هم وکړه.

په روغتون کې د ډاکتر فیصل منان سالارزي له لوري معاینې وښوده چې پر دغه ماشوم په خورا بې رحمۍ تېری شوی دی.

ملا نیول شوی دی.

یوولس کلنه مصباح د جنسي تېري یوه بله قرباني ده. دا چې د پنجاب ایالت اوسېدونکې ده د هغه ملا له لوري پرې جنسي تېری شوی چې په جومات کې یې دیني زده کړې ورکولې.

هغې وویل «ده یو ناڅاپه ونیولم او خونې ته یې ننه ایستم. ما چیغې وهلې.»

د پولیسو د تاڼې مرستیال صدیق بلوچ وویل چې د قرباني شویو ماشومانو کورنۍ عموماً د شرم د وراوښتو له بېري پېښې پټوي.

په پاکستان کې تر ۲۲ زره ډېرې راجستر شوې مدرسې شته چې تر ۲ ملیونه ډېر ماشومان پکې دیني زده کړې کوي.

خو تر دې ډېرې نورې ناراجستر شوې مدرسې هم فعالې دي. دا مدرسې په غریبو سیمو کې دي چې ډېری کورنۍ په دې تمه چې ماشومانو ته یې وړیا ډوډۍ او ځای ورکول کېږي، هغوی مدرسو ته لېږي.

په پاکستان کې د مدرسو د ادارې لپاره نه د ملایانو کومه اداره شته او نه حکومتي چارواکي ورته ګومارل شوي چې د ملایانو له لوري د جنسي تېریو د تورونو په اړه څېړنه وکړي یا یې په وړاندې اقدام وکړي.

د صدراعظم عمران خان حکومت ژمنه کړې چې د مدرسو تعلیمي نصاب به مدرن کړي خو دا ډول ژمنې پخوانیو حکومتونو هم کړې وې.

1 COMMENT

  1. که داسی وی نو زمون. ملایان خو هم هلته تربیه کیږی! نو زمونږ دولت د طالبانو سره په خبرو کی باید له هغو ملایانو سره کښینی چی ورکړې نه وي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب