دوشنبه, اپریل 21, 2025
Homeخبرونه« سمبوسو پلورلو» ته مجبور شوی پخوانی ویاند په ملي ټلويزيون کې...

« سمبوسو پلورلو» ته مجبور شوی پخوانی ویاند په ملي ټلويزيون کې کار ته وبلل شو

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) ‏‏‏د‌ طالبانو د واکمنۍ مرستيال وياند او د ملي ټلويزيون لپاره د دوی رييس احمد الله وثیق د اريانا نيوز ټلويزيون پخوانی ویاند موسی محمودي، چې په کابل ښار کې سمبوسو پلورلو ته مجبوره شوی، په ملي ټلويزيون کې کار کولو ته بللی دی.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي:« ‏په ټولنیزو رسنیو کې د یوه خصوصي ټلویزیون د ویاند موسی محمدي د بې روزګارۍ انځور ښکته پورته کېږي، چې څومره به رښتیا وي، که واقعيت وي د ملي راډیو ټلوېزیون د رئیس په ټوګه نوموړي ته ډاډ ورکوم چې دملي راډیو ټلويزیون په چوکاټ کې به یې مقرر کړو.»

هغه دغه راز زياته کړې، چې دوی ټولو افغان مسلکي کادرونو ته اړتیا لري.

د دغه افغان خبريال د سمبوسو پلورلو عکسونو په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو توند غبرګونونه راوپارول.

خلکو د طالبانو له واکمنيدو سره د افغان خبریالانو وضعيت ډېر خراب شوی وباله او د خبریالانو د ملاتړ په نوم بنسټونه ېې هم نقد کړل، چې ګواکې د خبریالانو په نوم تر لاسه کړې مرستې حیف و میل کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د رحیم شاه کنسرت او د پښتنو/ افغانانو بې پروایي

 نصیر ستوری د نوموتي او نوښتګر سندرغاړي ښاغلي رحیم شاه لپاره د 2025 کال د اپریل پر 4 مه د فرانکفورت او پر 11 مه...