یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا: افغانان تر ټولو تیارو ورځو...

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا: افغانان تر ټولو تیارو ورځو کې ژوند کوي

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) ‏‏‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا کمیشنرې میشل باشله، ویلي چې د طالبانو له واکمنيدو سره افغانان د يوه نسل د ژوند تر ټولو تيارې ورځې تجربه کوي.

 نوموړې د بشري حقونو د شورا غونډې ته ويلي، چې طالبان د پخوا په نسبت د نرمیدو له ټول تمثيل سره لا هم د ۲۰ کاله مخکې سياستونو په لاره یې روان دي.

هغې په خاص ډول د ښځو خلاف د طالبانو ورځ تر بلې سختو شويو سياستونو ته اشاره کړې او ویلي، چې افغانستان د ښځو پر ضد د سيستماتیکو مخالفتونو د بنسټي کیدو پړاوونه تجربه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دغې چارواکې، چې څه موده مخکې یې افغانستان ته هم سفر کړی و، زیاتوي چې په افغانستان کې د فقر کچه تر ۹۳ سلنې ده او ښځې تر هر چا زیاتې له دې ستونزې کړيږي.

طالبانو بیا په دې اړه راپورونه او څرګندونې تل رد کړي او ويلي، چې د اسلامي احکامو له مخې ښځو ته حقه حقوق ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب