Home+د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې شپږم ازمېښت

د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې شپږم ازمېښت

تاند- د نړۍ تر ټولو سترستره الوتکه، چې (Roc) نومېږي، د جون په نهمه د کلیفورنیا ایالت له مجاوې دښتې (Mojave Desert) والوته او تر ټاکلي وخت ژر بېرته پر مځکه کښېناسته.

دا د دې الوتکې، چې دوه باډۍ لري، شپږم تجربوي الوت و.

د دې الوتکې جوړوونکې کمپنۍ ستراتولنچ (Stratolaunch) وویل، دوی په دې تجربوي الوت کې خپل ځینې ټاکلي هدفونه ترلاسه کړل.

ټاکل شوې وه چې دا الوتکه درې نیم ساعته په هوا کې وي خو خپل پروګرام یې ۹۰ دقیقو ته رالنډ کړ.

د ستراتولانچ کمپنۍ ویندوی پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:«موږ پرېکړه وکړه چې الوتکه کښېني څو معلومات (ډاتا) وڅېړو او بل الوت ته چمتو شوو.»

دا الوت د الوتکې په منځني وزر کې د یوه نوي نصب شوي انتن د ازمویلو لپاره و. خو پېلوټان مجبوره شول چې د تجربې د نتیجو د څېړلو لپاره تر ټاکلي وخت ژر کښېني.

تراوسه پورې د نتیجې په اړه څه نه دي ویل شوي.

(Roc) الوتکه، چې ۱۱۷ متره اوږده ده، په تجربوي الوت کې ۴ زره ۵۷۲ متره لوړه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...