Homeخبرونهمولوي حقاني د ترکېې په سفر وتلی

مولوي حقاني د ترکېې په سفر وتلی

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) ‏د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د یو پلاوي په مشرۍ د هېواد د لوړو زده کړو لپاره د مرستو راجلبولو په موخه، پرون ماښام د ترکیې په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې په دې اړه راغلي:« په پام کې ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر به په دغه سفر کې د افغانستان د تحصیلي نظام د ځواکمنتیا ‏د تحصیلي بورسونو زیاتولو، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو تر منځ د اکاډمیکو همکاریو او ګډو څېړنیزو پروژو په برخه کې د یاد هېواد د مرستو راجلبولو په موخه د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره وګوري.»

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير په داسې حال کې ترکېې ته په سفر تللی، چې دغه هېواد هم پر نجونو او ښځينه وو د طالبانو د تعليمي قيوداتو له منتقدینو څخه دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر داوود چاوش اوغلو د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو وختونو کې پر نجونو د دوی د سخت دریځو تعليمي قيوداتو په غبرګون کې غوښتل چې د يو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ملتيا کابل ته راشي او طالبانو ته له ضد بازۍ څخه يې د لاس اخيستو خبرې وکړي.

ويل کيږي، چې همدغه سفر سره د طالبانو نه لېوالتيا له دوی څخه د ترکېې د هیلو کميدو سبب شوه او څنګه چې دواړو لوريو تمه لرله، په هغه ډول يې اړيکو وده ونه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...