شنبه, جون 1, 2024
Homeخبرونهد ط- انو روغتيا وزير له خصوصي روغتونونو د ارزانه او با...

د ط- انو روغتيا وزير له خصوصي روغتونونو د ارزانه او با کيفيته خدمتونو غوښتنه وکړه

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) ‏‏‏د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د خصوصي روغتونونو له مسوولینو سره په کتنه کې د معیاري، ارزانه او با کیفیته روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ډاکټر قلندر عباد د خصوصي روغتونونو له مسوولینو وغوښتل، چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او معیاري کولو، د مسلکي کارکوونکو په ګومارلو او د ناروغانو د روغتیایی خدمتونو په لګښت کې جدي پاملرنه وکړي.

سرچينه زياتوي، چې په دې ناسته کې د خصوصي روغتونونو پر وړاندې پر شته ستونزو او ننګونو خبرې وشوې او د يادو روغتونونو د مسوولينو وړانديزونه وڅېړل شول.

د خصوصي روغتونونو استازو ډاډ ورکړ د با کيفيته روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او د خلکو ستونزو د لري کولو په وړاندې د عامې روغتيا له وزارت سره همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په خصوصي روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړوند تل د خلکو شکايتونه او انتقادونه راپارولي دي .

په خصوصي روغتونونو کې د ناروغانو د ناروغيو د تشخيص او درملنې لپاره د لازمو ظرفيتونو نشتوالى، د روغتيايي خدمتونو د لګښت زياتوالى او د لازم طبي تجهيزاتو نه شتون د دې سبب شوى، چې ناروغان د درملنې په موخه بهر ته لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب