جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد ښځينه وو په ګډون مدني فعالانو سره ناسته؛ مولوي کبير: هر...

د ښځينه وو په ګډون مدني فعالانو سره ناسته؛ مولوي کبير: هر ډول اصلاحي نقد‌ مو منو

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) ‏‏ د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ښځينه وو په ګډون يو شمېر مدني فعالانو سره لیدلي.

د نوموړي د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دغې لیدنې پر مهال مدني فعالانو د هېواد د اقتصادي وضعیت، ښوونې او روزنې او د خلکو د حقونو په اړه خپل نظرونه او ستونزې شریکې کړې.

د‌ طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې افغانستان د ټولو افغانانو کور ګڼلی او د دوی د واکمنۍ دفاع ېې د ټولو ګډه فربضه ‌ياده کړې.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې د‌ طالبانو اسلامي امارت خپلی دروازې تل د خلکو پر مخ پرانيستي، هر ډول اصلاحي نقد مني او د اصلاح هڅه کوي.

مولوي کبير پرته له مشخصې اشارې ویلي، چې دوی « ځینو موجودو ستونزو» ته متوجه دي او د حل هڅې یې کوي.

 د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو ورځو کې دې ډلې ته په منسوبو ځينو پاڼو او مکتوبونو کې « مدني ټولنې او فعالان يې» رد شوي او په مجازاتو ېې ټينګار شوی و.

په وروستيو کې له دغو فعالانو سره د طالب چارواکو لیدنې هم پيل شوي، چې یو شمېر خلک‌ ورته خوشبینه ښکاري او طالبانو نه ټول ملت سره د ژر تعامل غوښتنه کوي.

1 COMMENT

  1. اصلاحی او شرعی انتقادونه؛
    ایا تنظیمی یا ګوندی مشر بی له انتخاباتو یا ملی شوری،ملی مشر کیدای شی؟
    ایا پرته له اساسی قانون،نظام تعریفیدای شی؟
    که تعلیم او تعلم عبادت وی،نو توقف یی څه معنی لری،حال دا چې معصیت کی اطاعت نشته؟
    کوم کارونه چې اهل ته یی ندی سپارل شوی،لکه د مکتب کار ،نصاب او اداره ملا ته؛هغه هم بدوی ملا
    او همداسی په نورو تخصصی ځایونو کی د علم او تخصص دښمنان لکه ملا باغی ؛که فرضاََ شیخ القران والحدیث هم وی، نو کیدای شی چې نهایتاََ د کلیه الشریعه ریاست ،تحفه ورکړی؛نو ایا دا علومو ته سپک کتل،علومو سره لوبی او د مولانا ضعیف صاحب په خبره د ملت د راتلونکی تباهی
    نده؟
    ولی د ملت او امت اهل الذکر ، ته مراجعه نه کوی ؛حال دا چې د رب العزت فرمان دی؟
    دملت او امت نه جدا امارت ؛اسلام کی سابقه لری؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب