پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهسرې مياشتې پر ۷ زره بېوزله کورنيو د نقدي مرستو وېش پیل...

سرې مياشتې پر ۷ زره بېوزله کورنيو د نقدي مرستو وېش پیل کړ

تاند( چار شنبه، د جوزا ۲۵ مه) ‏په کابل کې افغاني سرې مياشتې ادارې پر ۷ زره اړمنو کورنیو نغدې پیسې وېشي چې د وېش لړۍ یې نن پيل شوې ده.

يادې ادارې ویلي، چې د‌ مرستو په دې لړۍ کې پر هرې کورنۍ ۱۵ زره ۵۰۰ افغانۍ وېشل کېږي.

سرچينه وايي، ټاکل شوې چې د کابل په څلور ولسوالیو کې هم پر ۴ زرو کورنیو ورته مرسته ووېشل شي.

د دې مرستې د وېش اعلان په داسې وخت شوی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې تر ۲۰ میلیونو ډېر خلک د خوړو کافي امکانات نه لري.

سره له دې، چې بېوزلو سره د مرستې په نوم هره اونۍ شاوخوا درې نیم سوه میلیونه ډالره نقدي پيسې او نور په کافي اندازه مرستې افغانستان ته راځي، خو د وېش او ورڅخه د موثرې استفادې په اړه شکایتونه موجود دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب