جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد پوتين وياند: د ط- انو د رسميت پېژندلو هيڅ کوم بحث...

د پوتين وياند: د ط- انو د رسميت پېژندلو هيڅ کوم بحث مو نه دی کړی

تاند( چار شنبه، د جوزا ۲۵ مه) د روسیې د ولسمشر وياند دميتري پسکوف هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې هېواد ېې په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت پېژني.

په دې اړه نن د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله يو شمېر رسنيو راپورونه خپاره کړي وو.

د کابلوف له خولې ويل شوي، چې دوی د طالبانو د واکمنۍ د په رسميت پېژندلو لپاره د امريکا او لویدیز د پریکړو په تمه نه دي او خپله هم اقدام کولای شي.

د نوموړي په خبره، په دې اړه به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پریکړه وکړي.

د کابلوف څرګندونې ځينو رسنيو د طالبانو د په رسميت پېژندلو لپاره د روسیې د ژر ترسره کیدونکي اقدام نښه ګڼلې وه.

د روسیې د ولسمشر وياند د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې دا وضاحت ورکړی.

هغه په دې اړه، چې ولې ېې په مسکو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی، ویلي چې دا پریکړه د بشر دوستانه مرستو د همغږۍ په هدف شوې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي څو ورځې مخکې وويل، چې حکومت ېې روسیې سره پر خپلو ښو اړیکو ویاړي.

1 COMMENT

  1. ضمير کابلوف يو مړويسي انسان دی. دی ډاکټر نجيب الله ښه دګلی وو، نو ځکه اوس هماغه زړه رخه ګالي او سړښت يې نه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب