شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د سهاکو (ساک) د یوه مشر حیرانوونکې خبرې

د سهاکو (ساک) د یوه مشر حیرانوونکې خبرې

سلطان سکندر ته،
استاد شهسوارسنګروال
د بریتانیه په دایرة المعارف کې راغلی دي، «هغه وخت چې باختریان ځواکمن ول، سوګدیانه د باکتریانه برخه وه.»[1]
سکندر هماغه لور ته مخه کړه، چې بسوس ورغلی وه، نوتاکا noutaka چې دغه وخت کې د سغدیانه پلازمینه وه، چې د امو رود او «شهرسبز» په مینځ کې موقعیت درلود.
«پرسي سایکس» هم د دې خبرې پخلی کړیدی، چې دغه شنه او غوړیدلی سیمه د سمرقند او اکسس په مینځ کې وه، چې اوس یې «قرشي» بولي.»[2]
سکندر سمرقند ونیو او ټول یې خراب کړ…ده له دې وروسته وغوښتل، چې د سیحون (تاناریس) رود په غاړه یوه کلا ودانه کړي، چې پدې سره د سیمې قومونه وځپې، خو د نوموړي یو بله غمیزه له دې ځایه پيل شوه، هغه دا چې لومړی سغدیان او بیا ورپسې باختریان پاڅېدل. سکندر فکر کاوه، چې سپتا من د ده پلوی دی، غوښتل یې، چې له ده او د ده د ملګری کتانز catans نه د پاڅون والو په ځپلو کې ګټه واخلي. حال دا چې دوئ د همدې پاڅون کوونکو مشران ول.
دا د مساګیتا او «دهای dahae» ساکا نو سیمې وی، چې «دهای dahae» په باختر کې هم یو ستر قوم وه.
دغه یاد قومونه، تر «سر دریاب» چې یو وخت د هخامنشیانو ختیځه پوله وه پراته ول.
سکندر ته دغه نښتی دومره بوګنوونکې او خونړۍ وې، چې د «پیټړ ګرین په اند د «سکندر اته زره (۸۰۰۰) جنګیالي په ډېرې نهیلئ کې، چې د مرستی امید یې نه درلود ووژل شول او (۷۰۰۰) او زره نور یې د حسارونو له پوځوو سره یو ځای له مینځه لاړل……»[3]
له «پټرګرین نه سربیره، د دغو جګړو په تړاو نورو څېړونکو هم خپلی څرګندونې کړيدی، چې پدغه لړ کې یو هم «روفوس» دی، نوموړي پدې اړه داسې لیکلی دي:
«دغه جګړه سکندر ته دومره وېروونکې وه، چې لاس په لاس جګړه کې پخپله د سکندر مخ او غاړه په تیږې وګرېده او سخت ژوبل شو ، په پای کې خبره دېته ورسېده چې دی یې مرکزي قرار ګاه ته یووړ…»[4]
سهاک ،ساکا (ساکان) د دې سیمې هغه یو ټبر وه، چې د هخامنشیانو تولواک یې په ګونډه کړ اوانګېرنې داسې دی چې کروش دباختر (بلخ ) کې ووژل سو. . .!؟
 د سیمې قومونو دلته په سکندر هم رڼا ورځ توره شپه کړه او د سر په کاسه کې اوبه ورکړي. د ساري په توګه هغه مهال چې سکندر خپل قومندان «منیډیموس» ته سپارښتنه وکړه، چې په سمرقند کې د سپي تامینس (سپتامن) ځواکونه کلا بند کړي، خو سپتامن له خپلو جنګیالېیو «داهایانو» سره یو ځای، په یوه ځنګله کې مورچلې ونیولې او د غېشو مرګونې بریدونه یې پرې وکړل او درنه مرګ ژوبله یې ورواړوله… ان دا چې یوناني قومندان او مرستیال یې له دوه زره پلې او دوه سوه سپرو سر تېرو سره ووژل شول.
دغه برید او د دې په څېر نور ګڼ یرغلونه، په سغدیانه (سوګ هودا sughuda) کې د سکندر پر ځواکونو تر سره شول…کله چې ده خبر تر لاسه کړ، چې څوارلس زره (۱۴۰۰۰) تازه دمه پوځونه له یونانه را رسیدلي دي، دا یې غوره وګڼله، چې باختر ته راستون شي او د نوو یرغلونو لپاره نخشه جوړه کړي.
مقدوني درې زره جنګیالي له «کولااوس» سره هلته پريښودل او دی را واووښت. د هرات والي «ستازانور» یې دربار ته راغی، د هرات مخکینی والی «ارزامس» او د پارت والي «برانس» یې، چې د بسوس له خوا تاکل شوي وو، غوراب او زولانه راوستل…داسې هم ویل کېږي «بسوس» یې هم راووست او وې واژه.
د بسوس له وژلو وروسته یې د مرغاب سیمه ییز حکمران «اریمیازیس» هم په داروځړاوه، بیا مروې ته لاړ، هلته یې د سرخس او مرو چاق کلاګانې ابادی کړې او باختر ته راستون شو.
د امو رود دې غاړې ته یې په میمنه، اند خوی، شبرغان او سرپل کې جنګي کلاوې ودانې کړې او یو ځل بیا له امو رود نه تېر په مراکنده (سمرقند) کې له خپلو ځواکونو سره مل شو. سمرقند (مراکنده) د سکندر د ترخو خاطرو هغه سیمه وه، چې په ۳۲۸ م ز کال له لوې غمیزې سره لاس او ګریوان شو.
د سکندر ددې غمیزې یادونه د ایټالې یوه لرغونپوه «کونټس روفوس quintus rufus» د سکندر په تاریخ کې کړېده، چې نچوړ یې داسې دی:
دسهاکودمشرکېسه ،
«….دی وايې زما د روایاتو له مخې د ساکا یوه مشر خپلې خبرې پدې ډول پيل کړې، که خدای ګوټو غوښتي واي چې ستا قد دې ستا له حرص سره یو برابر وی…ته به ختیځ په یو لاس کې ونیسې او لویدیځ په بل لاس کی…ته هغه څه غواړې، چې ور رسېدلی نشې، که ته ټول انسانان لاندې کړې، بیا به له ځنګلونو، سیندونو اوڅاروېیو سره جګړه وکړې …ته پوهېږې، غټی ونې ډېر وخت نیسي چې وده وکړي او یوه ګړۍ وخت نیسي چې پرې شي. دا به ناپوه وي چې میوې ته یې وګوري او لوړوالی یې نه اندازه کوي. پام دې وي، سرته یې د رسیدلو په لار کې له څانګو سره، چې په لاس کې دی نیولي، ونه لویږې. زمری کله کله د وړو مرغانو ښکار شي، کله کله زنګ اوسپنه خوري…..
موږ له تاسره څه وکړو؟ موږ کله هم ستاسې هېواد کی پل ندی ایښي…..موږ د چا غلامان کېدلی نشو او نه غواړو چې د چا باداران شو. موږ چې د ساکا د نژاد په هکله معلومات د رکړو…..موږ د یو جوړه غوایو، غیشي، لیندۍ خاوندان یو، له هغو نه په ګډه د دښمنانو پر ضد کار اخلو…خپل دښمنان له لرې نه په غشو او له نږدې نه یې په لیندو سره ولو. . . موږ په دغه ډول د (اثور=اشور) پاچا او له هغه وروسته د مادانو او پاړسو پاچا ته ماتې ورکړه او مصر ته زموږ لاره خلاصه ده … ته ویاړ کوې چې د اړه ماروپسې راغلی یې، خو ته تولو خلکو ته چې ورسره مخ یې، لوی داړه مار یې …سوریه (اشور=اثور) دې لاندې کړه، پارس دې په لاس کې دی، بخدیان دی تر ولکي لاندې دي، هند ته دې سترګې نیولي دي، اوس ستا حرصناکه او نه مړیدونکي لاسونه زموږ په رمو پسې غزولي دي…؟ ته لومړی سړی يي، چې ډېر څه لرې او وږی یې ،لا دی زیات زړه کېږي، چې څه نه لرې او پدې نپوهېږي چې د باختر په شاوخوا کې څومره پاتې شوې؟ ته چې کله باختر لاندې کړې، سغدانیان جګړه پیل کړي، ستا په برخه کې بری جنګ زیږوي … حقیقت دا دی چې هیڅوک پردی بادار نه غواړي .
له ټني (سر دریا) واوړه، د ساکا سیمه به درته معلومه شي… خو ساکا به کله هم ونشې نیولی…موږ به په لږو وسلو، ستا له پوځ سره چې ډېرې ولجې ورسره دی، ډېر چټک اوسو…موږ که څومره لرې یو، موږ به دننه پخپل کور کی ووینې…زموږ خلک وایي، شتمني پښی نلري، یوازې لاسونه او وزرونه لري …
په پای کې، که ته خدايګوټی یې، دا ستا دنده ده، چې انسانانو ته ګټه ورسوی، نه دا چې د هغوۍ شتمنۍ لوټ کړې…دا هوښیاری نده، چې داسې څه د فکر کې وګرزي او له ځانه دې غافل کړي…دوستي تل د برابرو ترمینځ ټینګه وي او هغه انسانان سره برابر وي، چې یو د بل قووت یې نه وي ازمویلی، هغوئ چې دې لا ندې کړيدی، خپل دوستان یې ونه ګڼې، د غلام او بادار ترمینځ دوستي نه وي …پدې اند مه اوسه چې ساکا د دوستۍ لپاره لوړه کوي، د دوئ لوړه دا ده، چې دوي پخپل قول عمل کوي…د ژمنو لاسلیکول او د خدايګوټو شاهدول یوناني دود دی، خو زموږ رښتنی دین عمل کول دي…ته هغه دوست ته اړتیا نلری، چې نیت ته یې د شک په سترګه ګورې، ولې په موږ کې به ته دغسې کسان ومومې چې اسیا او اروپا دواړه وساتي، موږ د بکتریا (باختر) ګاونډیان یو، دوغومره ده چې «تڼی یا سردریا »موږ سره بیلوي… موږ له تڼي نه د باندې ان تریس thrace پورې اوسیږو او ویل کېږي، چې له تریس نه وروسته مقدونیه پرته ده.
موږ ستا د دواړو ټولواکمنیو ګاونډیان یو اوس فکر وکړه، ته غواړې چې ستا دښمنان اوسو یا ستا دوستان؟
روفوس rufus د سکندر له انده کښلي دي چې «سکندر د هغه په ځواب کې دومره ووېل، دی پخپل بخت باور لري…د دوئ دا مشوره به هم په پام کې ونیسي، له ناوړه کړو وړو به ډډه وکړي»[5]
) د بریتانیا انسیکلو پيدیا ۱۲ ټوک ۹۲۵ مخ[1]
) سایکس د پارس تاریخ ۲۶۷ مخ[2]
) پيټر ګرین د سکندر د ژوند لیک د کلفورنیا پوهنتون [3]
) روفوس، د سکندر تاریخ ۱۶۲.[4]
۹۴) روفوس rufus، د سکندر د تاریخ ۱۶۸-۱۷۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب