پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+لس ژبې چې د نړۍ ډیر خلک پرې خبرې کوي

لس ژبې چې د نړۍ ډیر خلک پرې خبرې کوي

دا چې په نړۍ کې پر کومو ژبو څومره خلک خبرې کوي؟ هم د ژبپوهنې او هم د ټولنپوهنې له کبله یې معلومول ګران کار دی. په لویو ژبو کې موجودې لهجې او د لهجو د توپیر څومره والي دا چاره نوره هم ستونزمنه کړې. د پوهېدو له نظره تر ټولو په انګلیسي ډېر انسانان پوهېږي. اټکل کېږي چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د یو نیم میلیارد وګړو دوهمه یا اوله ژبه انګلیسي ده.

خو دا لاندې لیست دی د ژبو د پرمختګ، پراختیا، ادبیاتو او نورو ځانګړتیاوو پر بنسټ نه دی او نه هم پر دې اساس دی چې په کومه ژبه ډیر خلک پوهیږي بلکې یوازې د اړوند ژبو د اصلي ویونکیو د شمېر له مخې چمتو شوی دی.

۱- مندارین (چینايي)

د ویونکو شمېر ۱۳ سوه میلیلونه

چینايي ژبه په نړۍ کې تر ټولو ډیر وګړي کاروي د (Ethnologue ) په نوم د نړۍ د ژبو احصایوي ویب پاڼې د هغو وګړو شمیر چې پر دې ژبه د مورنۍ ژبې په توګه خبرې کوي یو عشاریه دوه میلیارده ښودلی دی. که چیرې تاسې غواړئ یو داسې ژبه زده کړئ چې د نړۍ هر شپږم کس پرې خبرې کوي نو له چینايي پرته بل انتخاب نه لرئ.

۲- هسپانوي

د ویونکو شمېر ۴۷۱ میلیونه

که چیرې موږ د مورنۍ ژبې په اړه خبرې کوو، نو هسپانوي تر انګلیسي مخکې ځکه ده چې د څلور سوه میلونه وګړو مورنۍ ژبه ده. که چیرې یوه داسې ژبه زده کول غواړئ چې یوه لویه وچه مو پر مخ پرانیزي نو هسپانوي مو په مخ کې ده. د مخکښو ژبو په لیست کې د ژبو سره تړلي سیاستونه او د ژبې هویتونه لانجمن دي. که د کاتالان یا کچوا د ژبو له ویونکو وپوښتۍ چې هسپانوي یې سیمه ایزه ژبه ده نو مختلف ځوابونه به ترلاسه کړئ. خو په ډاډ ویلی شو چې هسپانوي د جنوبي او منځنۍ امریکا، هسپانیا او د امریکا د متحدو ایالتونو د یوې لویې برخې لومړنۍ ژبه ده.

۳- انګلیسي

د ویونکو شمېر ۳۷۰ میلیونه

انګلیسي په نړۍ کې د درې سوه شپیتو میلونو وګړو مورنۍ ژبه ده. او د نیم میلیارد وګړو دویمه ژبه ده. پر نړۍ د انګلیسي واکمني تر ډیره له دې درکه ده چې د کاروبار نړیواله ژبه ده او د سفر او نړیوالو اړیکو په ترڅ کې پراخه شوې ده. بریتانیا، امریکا متحده ایالات، استرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ او ځینې نور هغه هیوادونه دي چې د انګلیسي بیلابیلې لهجې په کې ویل کیږي.

۴- هندي

د ویونکو شمېر ۳۴۲ میلیونه

هندوستان ۲۳ رسمي ژبې لري چې په دوی کې هندي مخکښه ده. په هندوستان او د پاکستان په ځینو برخو کې پرې خبرې کیږي. د ۲۸۹ میلونو وګړو لومړنۍ او د ۳۹ میلونه وګړو دویمه ژبه ګڼل کیږي. هندي د (دوناگري) په نوم د سانسیکریت الفبا کاروي.

یو شمیر ژبپوهان اردو هم د هندي ژبې یوه لهجه بولي.
اردو ژبه د پخوانی هندوستان مسلمانانو ته منسوبه ده چې په کې له عربي او فارسي ژبې ډیرې کلمې پور شوي دي.
په هندوستان کې نوی لومړی وزیر نریندرا مودي چې یو هندي ملتپال ګڼل کیږي هڅه کوي چې ددې هیواد په تعلیمي ادارو کې د انګلیسي پر ځای د هندي برخه ورزیاته کړي.

ګڼ افغانان له هندي او اردو ژبو سره هندوستان او پاکستان کې د استوګنې او یا هندي فلمونو د لیدلو له کبله بلد دي. د اردو ژبې د اصلي ویونکو شمېر ۲۳۰ میلیونه اټکل کېږي چې اکثره په هند کې اوسي او یوازې یو کوچنی اقلیت یې په پاکستان کې مېشت دی.

۵- عربي

د ویونکو شمېر ۳۱۵ میلیونه

هغوی چې عربي یې مورنۍ ژبه ده نړۍ کې یې شمیر ۲۵۰ میلونه وګړو ته رسیږي. دا ژبه هم په منځني ختیځ کې پر بیلابیلو لهجو ویشل شوې ده. په ځینو هیوادونو کې دا لهجې ډیر توپیر کوي، خو د عربي لیکلی معیار تر ډیره سره نژدې دی.

۶- پورتګالي

د ویونکو شمېر ۲۳۲ میلیونه

دا بله ژبه ده چې پراختیا یې ددې ژبې د ویونکو استعماري ماضي پورې تړلې ده. د پنځلسمې پیړۍ په پیل کې پورتګالي سوداګرو خپله ژبه افریقا، اسیا او امریکا ته پراخه کړه. دا مهال پورتګالي د ۲۱۵ میلونو وګړو مورنۍ ژبه ده. په برازیل، ګووا، انګولا، موزمبیق، کیپ ویرد، ګوینیا بیسیو او څو نورو هیوادونو کې پر خلک خبرې کوي.

۷- بنګالي

د ویونکو شمېر ۲۲۹ میلیونه

ښايي تمه مو نه لرله چې بنګالي دې هم په دې لیست کې و اوسي. د بریتانویانو له خوا د بنګال ویش هندو میشتی لویدیځ بنګال چې اوس د هندوستان برخه ده له مسلمان میشتي ختیځ بنګال څخه چې اوس بنګله دیش دی بیل کړ. بنګالي د کلکتې او د اندامان د ټاپوګانو ژبه ده پر دې سربیره پرې د بنګله دیش ۱۷۰ میلونه وګړي هم خبرې کوي.

۸- روسي

د ویونکو شمېر ۱۵۴ میلیونه

روسي ژبه د ۱۷۰ میلونو وګړو مورنۍ ژبه ده. دا په نړۍ کې اتمه هغه ژبه ده چې ډیرې خبرې پرې کیږي. د دې ژبې ښکلی ګرامر او جوړښت د دې سبب شوی چې د ملګرو ملتونه د شپږمې رسمي ژبې په توګه پاتې شي. همدارنګه روسیې ژبه په نړۍ کې د سترو ادبیانو ژبه پاتې شوې ده.

۹- جاپاني

د ویونکو شمېر ۱۲۶ میلیونه

جاپاني ژبه د نړۍ د ۱۳۰ میلونو وګړو مورنۍ ژبه ده او دا ټول په جاپان کې اوسي. دا د نړۍ له لویو ژبو څخه تر ټولو ډیره په یوې جغرافیې کې متمرکزه ده. د جاپاني ژبې د ډلې خویندې ژبې به فیلیپین، امریکا او برازیل کې هم په کمه پیمانه ویل کیږي.

۱۰- پنجابي

د ویونکو شمېئر ۱۱۸ میلیونه

په پاکستان او هندوستان کې نژدې سل میلونه وګړي په پنجابي ژبه خبرې کوي.
دا ژبه وروسته پاتې خو د کسانو د شمیر له پلوه یې د نړۍ د ژبو په احصایه کې لسم ځای موندلی او تر فرانسوي او جرمني په شمیر کې مخکې ده.

پښتو او فارسي په اړه یادونه
د ژبو په نړیوالو لیستونو کې د اصلي ویونکو د شمیر له پلوه فارسي نهه ویشتم (په ایران، افغانستان او تاجکستان کې ۵۷ میلیونه) او پښتو یودیرشم (په افغانستان او پاکستان کې د ۵۰ او ۶۰ میلیونو ترمنځ) ځای لري.

3 COMMENTS

  1. مننه ښه معلومات دئ.
    امّا
    ( ۳ انګلیسی ):
    په لومړۍ کرښه کی اشتباهاً د نیم میلیارډ پر ځای نیم میلون لیکل سوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب