Homeخبرونهکرزی: ط دې د‌ علماوو غوښتنه ومني او د نجونو ښوونځي بیرته...

کرزی: ط دې د‌ علماوو غوښتنه ومني او د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي

تاند( چار شنبه، د جوزا ۲۵ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې يو ځل بيا له طالب چارواکو وغوښتل، چې د نجونو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

نوموړي په دغه اعلاميه کې ويلي:« د هېواد د مختلفو ولایتونو دیني علماوو له شپږم تولګي نه تر دولسم تولګي پورې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو مکرره غوښتنه کړې چې په دوام یې دا ځل د بادغیس علماوو له اسلامي سرپرست حکومت څخه د نجونو د ښوونځیو دوباره پرانیستل وغوښتل.»

اعلامیه زیاتوي:« پخوانی جمهور رئيس په افغانستان کې د تعلیم د ودې لپاره د علماوو د غږ درناوی کوي او له اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړي چې د افغان ولس خصوصاً د دیني علماوو دې غوښتنې ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي پرانیزي.»

حامد کرزی ټینګار کوي، چې له پردي احتیاجه د هېواد د خلاصون لاره یوازې او یوازې له پوهې او تعلیم سره نغښتې ده.

دا غوښتنه په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي له څو ورځو راهيسې بيا په کندهار کې د طالبانو د مشرانو غونډه روانه ده، څو د نجونو د ښوونځيو د برخليک په ګډون د هېواد پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او پریکړې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...