شنبه, مې 18, 2024
Home+انترنیټ ایکسپلورر له ننه د تاریح برخه شو

انترنیټ ایکسپلورر له ننه د تاریح برخه شو

تاند – مایکروسافټ نن (چهارشنبه) وویل، نور ایکسپلورر پای ته رسېدلی اعلانوي او سپورټ یا ملاتړ یې نه کوي.

دا براوزر ۲۷ کاله پخوا ډېر مشهور و خو د ټکنالوژۍ د رقابت په سخته مبارزه کې د بلک بیري موبایل او ځینو نورو پروګرامونو په شان د تاریخ برخه شو.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د انترنیټ ایکسپلورر بندېدا ډیره حیرانوونکې هم نه ده ځکه چې مایکروسافټ کابو یو کال پخوا ویلي و چې د ۲۰۲۲ د جون په ۱۵ مه به دا براوزر پای ته ورسوي. مایکروسافټ په عین حال کې له خلکو غوښتي و چې د دوی له نوي براوزر (Edge) څخه کار واخلي. دا براوزر یې په ۲۰۱۵ م کال راوایست او په تدریج یې د هغه کیفیت ښه کړ.

د مایکروسافټ د ایج اجراییه رييس شین لیندرسي د ۲۰۲۱ په مې کې په دې اړه ویلي و:«نه یوازې مایکروسافټ ایج تر انترنیټ ایکسپلورر خوندي، چټک او مودرن دی، بلکې له پخوانیو اپلیکېشنونو او ویب سایټونو سره هم ستونزه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب