شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد پنجشېر لاره د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

د پنجشېر لاره د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

تاند( چار شنبه، د جوزا ۲۵ مه) د‌ پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې د دې ولايت لویه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د ځایي چارواکو په وينا، د پنجشېر د لوېې لارې په اوږدو، د خنج ولسوالۍ په پشغور سیمه کې غر ښويیدلی،‌ چې لویه لاره ورسره تړل شوې ده.

 ‏‏طالب چارواکو ویلي، چې د لوېې لارې د خلاصولو لپاره سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسیدلي او د لارې د‌ بیرته پرانیستلو هڅې روانې دي.

چارواکو د غر ښوييدو له کبله د کوم ځاني او مالي زیان راپور نه دی ورکړی.

له دې سره، د غر ښوييدو دليل هم تر اوسه نه دی روښانه شوی ‌.

1 COMMENT

  1. د لاری بندیدیل او د بریښنا قطع کیدل دجهاد له پیله تر اوسه عادی خبره ده دا کوم نوی خبر ندی تاند دی نوی خبرونه نشر کړی. مثلاٍ دمیوو، هګیو، غلو، دانو، سبو او غوښې د تولید زیاتوالی به څنګه وشی، د درملو او واکیسین په هکله د طب نوی بریاوی، دلمر دانرژی زیرمه کولو، او په نړی کی د اقلیمی او چاپیریالی ستونزو د حل لاری، د ګرمی زیاتیدل او د باران کمښت، د اوبو دقلت چارهه سازی او داسی ډیر نور ضروری ، حیاتی، انسانی او د ورځې مسئلی . دا بمونه، چاودنی او لاری بندیدل او بریښنا چپه کول دا خبری نوری زړی شوی د خلکو زړه یی له دنیا تور کړ. افغانستان د جهالت له توری کندی راوباسئ اوس د هرشی معیار سړیتوب او تمدن دی. دا کومی چاودنی او دلارو بندول او دپریښنا قطع کول او نور قتلونه هم ټول د لوږی او ناروغی له امله دی کله چی افغانان خواران لږ ماړه او په تن پټ شی لږ سواد پیدا کړی دا ستونزی حل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب