Homeخبرونهملا حسن اخند: ۳ میلیونه پاسپورټونه چاپ او کوچيانو ته الکترونيکي تذکرې...

ملا حسن اخند: ۳ میلیونه پاسپورټونه چاپ او کوچيانو ته الکترونيکي تذکرې ووېشئ

تاند( چار شنبه، د جوزا ۲۵ مه) ‏د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د خپلې کابینې په غونډه کې ویلي، چې ۳ میلیونه نوي پاسپورتونه دې چاپ او هم دې کوچيانو ته الکترونيکي تذکرې ووېشل شي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د کوچيانو د الکترونيکي تذکرو د وېش په اړه د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده سپارل‌ شوې، څو خپله طرحه د طالبانو کابینې سره شریکه کړي.

د‌ پاسپورټونو د چاپ د پریکړې په اړه ويل شوي، چې دا پریکړه د خلکو د پاسپورټونو د ستونزې د حل په موخه شوې ده.

د طالبانو د اعلاميې په اساس، د‌ کابینې غونډې ېې په هوايي ډګر کې له VIP سالونونو څخه د اصولي استفادې او په بهرنيو هېوادونو کې د افغان کارګرو د ستونزو په اړه هم بحث او« لازمې پریکړې» شوي دي.

طالبانو د دغو دوو مواردو په اړه جزييات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...