Homeخبرونهد تماس کمیسیون: تر سلو زيات افغان شخصیتونه بیرته هېواد ته ستانه...

د تماس کمیسیون: تر سلو زيات افغان شخصیتونه بیرته هېواد ته ستانه شوي

تاند( چار شنبه، د جوزا ۲۵ مه) ‏له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کميسيون وايي، چې د دغه کمیسيون له لارې تر دې مهاله تر ۱۰۰ تنه زيات افغان شخصيتونه هيواد ته راستانه شوي.

ياد شوي کميسيون په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي، چې لسګونو نورو شخصيتونو د هېواد ته ستنیدو فورمې ترلاسه کړي او تمه ده چې ژر به هېواد ته ستانه شي.

کميسيون د ستنو شویو کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال ده، چې تر اوسه د محدودو څو تنو د هېواد ته ستنیدو خبرونه خپاره شوي.

د جمهوري نظام څو مطرح څېرې، چې تر اوسه د طالبانو په بلنه هېواد ته راغلي عبارت دي له: فاروق وردګ، صديق چکري، امان الله غالب، جنرال دولت وزیري..

په دوی کې د صدیق چکري او امان الله غالب په اړه ډېر بحثونه شوي او ويل شوي، چې چکري د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د حج او اوقافو وزير په توګه د فساد مهمې دوسيې لري او اوس په دې خاطر هېواد ته راغلی، چې په کابل کې خپل کور خرڅ او بېرته وتښتي.

د بریښنا شرکت د پخواني رييس امان الله غالب په اړه ويل کيږي، چې د افغانستان په نړیوال بانک کې ېې څو میلیونه ډالره پیسې ايسارې دي او دی ېې د ازادولو لپاره راغلی.

هېواد ته د شخصیتونو د ستنولو په نوم د طالبانو دغه لړۍ سختو نيوکو سره مخ ده او ویل کیږي، چې اکثره په فساد ککړ خلک او بې اغېزې خلک د خپلو پيسو د ويستو او ځان سپينولو په نيت هېواد ته ستنيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...