یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهايران او پاکستان: ط- ان دې ټول ګډونه دولت جوړ او امريکا...

ايران او پاکستان: ط- ان دې ټول ګډونه دولت جوړ او امريکا دې کنګل شوې افغان شتمني ازاده کړي

تاند( چار شنبه، د جوزا ۲۵ مه) د طالبانو د وو مهمو ګاونډيو ملاتړو هېوادونو ( ايران او پاکستان) يو ځل بيا له دې ډلې وغوښتل، چې په افغانستان کې ټول ګډونه دولت را منځته کړي.

 د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو امیرحسین عبداللهیان او بلاول بوټو زرداري په تهران کې له خپلمنځیو خبرو وروسته په خبري ناسته کې ويلي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ هم بايد ازادې او دلته رامنځته شوې انساني محاصره لغوه کړل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تهران ته د سفر پر مهال دا هم وويل، چې هېواد یې په افغانستان کې د ثبات او امنیت په اړه اندېښنه لري.

هغه زياته کړه: «زموږ ګټې په افغانستان کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې نغښتې دي، موږ ټینګار لرو چې په دې حساس پړاو کې باید له افغانستانه ملاتړ وکړو.»

ښاغلي زرداري همداراز ویلي: «موږ باید وغواړو چې کنګل شوې سرچینې ازادې شي او طالبان هم د ټولګډون والي په لور ولاړ شي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې لا زیات ګامونه پورته کړي.»

د ټول ګډونه دولت د جوړېدو په اړه پر طالبانو له پیله تراوسه ملي، سیمه ییز او نړیوال فشارونه دي، خو دغې واکمنې ډلې په دې اړه غوښتنو ته عملا مثبت ځواب نه دی ورکړی.

ځينې راپورونه څرګندوي، چې طالبان په يوازې ځان، لا خپلو کې د واک د وېش په اړه پايلې ته نه دي رسېدلي.

ځينو څارونکو ته ستونزمنه بريښي، چې طالبان دې نورو سياسي لوریو او افغانانو سره واک تقسیم او يوې پايلې ته ورسيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب