یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاسپورټ رييس: په کمیشن کارانو پاسپورټ مه جوړوئ، جعل کاري کوي

د پاسپورټ رييس: په کمیشن کارانو پاسپورټ مه جوړوئ، جعل کاري کوي

تاند( چار شنبه، د جوزا ۲۵ مه) د طالبانو له لوري د افغانستان د پاسپورټ ټاکل شوي رييس مولوي عبدالحکیم حمدي د پاسپورټ له مراجعینو وغوښتل، چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره له کمیشن کارانو سره مرسته ونه غواړي.

نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې کمیشن کارانو په ټولنيزو رسنيو کې ځانته اعلانونه کړي او د پاسپورټ اړتيا لرونکو کسانو ته یې د پاسپورټونو د ژر تر لاسه کولو وعدې ورکړي.

مولوي حمدي زياتوي، چې کمیشن کارانو په جعلي اسنادو او لاسلیکونو خلکو ته جعلي پاسپورټونه طی مراحل کړي او سپارلي، چې وروسته يې ستونزو سره مخ کړي.

د ده په وينا، د پاسپورټ هغه جعلي اسناد چې د دوی ادارې ته د طی مراحلو لپاره راوړل کېږي، دوی به ېې راوړونکي د جعل کارانو د څرک معلومولو لپاره قانوني تعقيب لاندې نیسي.

هغه له خلکو غواړي، چې له عاجلې اړتيا پرته د پاسپورټ ریاست ته مراجعه ونه کړي او د پاسپورټ اخيستلو لپاره په انلاين ډول غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

د طالبانو د پاسپورټ رييس یو ځل بیا ناروغانو، محصلانو او سوداګرو ته د پاسپورټ په ورکړه کې په لومړیتوب ټینګار کوي او زیاتوي، چې ټولو خلکو ته په منظم ډول د پاسپورټ وېشلو وړتيا لري.

مولوي حکمي زياتوي، چې دوی په کافي اندازه پاسپورټونه لري او که چاپ شوي پاسپورټونه خلاص هم شي، په ژر فرصت کې به نور پاسپورټونه چاپ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک د پاسپورټ ریاست له لوري د پراخ فساد خبر ورکوي او وايي، چې په نورماله توګه پاسپورټ نه شي تر لاسه کولای، خو په تور بازار کې د قانوني او عاجل پاسپورټ د تر لاسه کولو بیه تر يو نيم زر امریکايي ډالرو پورې رسیدلې ده.

1 COMMENT

  1. د افغانستان د تابعیت تذکرې درلودل د هر افغان قانوني مسوولیت او مکلفیت دی چې په هغې کې د شخص نوم ، تخلص او یا کورنۍ نوم ، د پلار او نیکه نوم ، عکس یا تصویر ، د زېږېدو دقیقه نېټه او ځای ، د تذکرې د اعتبار موده ، د اوسېدو اصلي ځای لکه کلی ، ولسوالۍ یا ناحیه او ولایت ، قومیت او ملت ذکرشوی وي .
    د افغاني تذکرې په درلودلو سره افغانان کولای شي ، ښوونځی ، مدرسه او پوهنتون ولولي ، د فراغت اسناد ترلاسه کړي ، د مځکې ، کور ، دکان ، موټر او نورو منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو پېرل او پلورل پرې وکړي ، په رسمي او خصوصي دفترونو کې کار او په نظامي برخه کې د هېواد دفاع خدمت ترسره کولای شي . هغه کسان چې رسمي تذکره ونه لري ، امنیتي مسوولین له هغوی نه باید قانوني پوښتنه وکړي او د شک پروخت کې تر پوښتنې ، حبس او جریمې لاندې راتلای شي .
    د پاسپورت درلودل د هر افغان حق دی ، خو اخیستل او درلودل ئې بیا اختیاري دي . پاسپورت له هېواده د باندې د شخص هویت ثابتوي او هغه وخت اعتبار لري چې د مقیم هېواد او یا هغه ځای ته چې وغواړي سفر وکړي ، اعتبار لرونکې ویزه ولري .
    ویزه محصلینو ته د تحصیل ، کارګرانو ته د کار ، ګرځندویانو او سیاحینو ته د سیاحت ، دولتي کارمندانو او مامورینو ته د کاري او رسمي سفر، مریضانو ته د تداوي ، حاجیانو او زایرینو ته د حج او زیارت کولو او نورو مقصدونو لپاره د هغو هېوادونو د سفارتونو او قونسلګریو له خوا د یوه معین وخت لکه 15 ورځې ، یوه میاشت ، شپږ میاشتې او یا یو کال صادریږي . دیپلوماتانو ته د هغوی د ماموریت ترپایه ورکول کیږي . هغو کسانو ته چې مېرمن او یا مېړه ئې په کوم بل هېواد کې اوسي ، د هغوی د فامیل اوماشومانو د یوځای کېدو لپاره ویزه ورکول کیږي . که کوم افغان په بل خارجي وطن کې اوسي ، هغه کولای شي خپل فامیل ، مور او پلار ، ورونه او خویندې د یوه معین وخت لپاره دعوت کړي چې هغوی ته هم ویزه ورکول کیږي .
    کله چې د ویزې موده او اعتبار پای ته رسیږي باید ژرتر ژره تمدید او یا خپل هېواد ته مراجعت وکړي .
    بنا که څوک پورته مواردو لپاره ضرورت نه لري نو د پاسپورت اخیستل دوی ته هېڅ ګټه نه لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب