یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه هند کې افغان سفير د دیوبند دارالعلوم لیدو ته لاړ

په هند کې افغان سفير د دیوبند دارالعلوم لیدو ته لاړ

تاند( چار شنبه، د جوزا ۲۵ مه) په هندوستان کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي( چې لا هم ځان د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفير ګني) د دغه هېواد اترپردېش ایالت ته د سفر پر مهال د دیوبند دارالعلوم له مسوولینو او په یاد دارالعلوم کې له افغان محصلینو سره ليدلي.

په هندوستان کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغې لیدنې پر مهال د جماعتِ علمای هند رئیس او د دیوبند دارالعلوم مدیر مولانا سید ارشد مدني د دیوبند دارالعلوم او افغانستان سره پر تاریخي ریښو بحث وکړ.

مولانا مدني په دیوبند دارالعلوم کې د افغان محصلینو پر تحصیلي برخه هم افغان سفیر ته معلومات وړاندې کړل.

 افغان سفیر د دارالعلوم او افغان محصلینو د ښې مېلمه پالنې په خاطر له نوموړي مننه کړې او د یاد دارالعلوم تاریخي اهمیت او په سیمه کې يې د مهم والي يادونه کړې.

د خبرپاڼې له مخې:« د کتنې په جریان کې له (باب الظاهر) یا د دارالعلوم هغه دروازه چې د پخواني پاچا او د ملت بابا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په نوم مسمی شوې؛ هم لیدنه وشوه.»

فرید ماموندزي د یاد دارالعلوم له لویې او تاریخي کتابخانې هم لیدنه کړې او د فارسي خطي نسخو او آثارو د ساتنې په خاطر يې د دارالعلوم او کتابخانې له مسوولینو مننه کړې.

 ماموندزي یاد فارسي آثار او نسخې چې په سلهاو کلونه قدامت لري، د هند او افغانستان له مهمو مشترکو وجهو ګڼلې ده.

افغان سفیر له افغان محصلینو سره هم لیدلي او د نورو ستونزو تر څنګ ېې د ويزو د ستونزې په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب