یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروسیې یو ځل بیا د ط - انو د حکومت د ژر...

روسیې یو ځل بیا د ط – انو د حکومت د ژر په رسمیت پېژندلو خبر ورکړ

تاند( چار شنبه، د جوزا ۲۵ مه) د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف يو ځل بيا د طالبانو د حکومت د ژر په رسمیت پېژندلو د احتمالي اقدام خبر ورکړی.

نوموړي په يوه تازه مرکه کې ویلي، چې دوی په دې برخه کې لویدیز ته نه ګوري او ممکن هغوی نه ژر په دې اړه اقدام وکړي.

د ضمیر کابلوف په وینا، طالبانو ډېر منل شوي نړيوال قوانين منلي دي.

هغه د دغو قوانينو یادونه نه ده کړې.

روسي استازي په ورته وخت کې هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې د روسیې په سنپیترزبورګ کې د نړيوالې اقتصادي مجتمع په نننۍ غونډه کې د طالبانو استازی هم برخه اخلي.

د هغه په وينا، په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې استازی ګډون کوي.

روسي استازي د طالبانو د لس مياشتینۍ واکمنۍ پر مهال بیا- بيا د دوی د حکومت د ژر په رسمیت پېژندلو خبره کړې، خو په دې برخه کې تر اوسه هیڅ کوم اقدام نه دی شوی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي څو ورځې مخکې په کابل کې د روسیې د سفارت په یوه غونډه کې وویل، چې د طالبانو حکومت له روسیې سره پر خپلو ښو اړیکو ویاړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب