یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په جنوبي افریقا کې الوتونکې رکیبۍ ولیدل شوه

په جنوبي افریقا کې الوتونکې رکیبۍ ولیدل شوه

تاند- د جنوبي افریقا د پیټرماریتزبورګ ښار اوسیدونکي وايي یوه اوږده زرغونه وړانګه یې په اسمان کې لیدلې چې غالباً د بلې سیارې د مخلوقانو نښه وه.

د دې خبر او تصویر له خپرېدو وروسته د جنوبي افریقا خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د الوتونکې رکیبۍ په اړه ګڼ بحثونه وپارېدل.

د چهارشنبې د سهار په ۸ بجې خلکو په اسمان کې دا زرغونه وړانګه ولیده او په فیسبوکونو کې یې د هغې عکسونه خپاره کړل.

په یو ساعت کې څو تنو د دې وړانګې عکسونه، چې هر یوه جلا اخیستي وو، خپاره کړل او ځینو خو فکر کړی و چې کوم بهرني هیواد یرغل کړی دی.

د ماریانا بویز په نوم یوې ښځې پر خپله فیسبوکپاڼه لیکي:«یوه عجیبه منظره وه،  یو شی مې ولید چې څراغونه یې ګول او روښانه کېدل. خپلې خور ته مې وویل، هغه هم حیرانه شوه. که څه هم په الوتونکو رکیبیو یا د نورو سیارو په مخلوقانو ډیر باور نه لرم خو که دا دوی نه وي نو څه به وي؟»

د الوتونکو رکیبیو یا ناپېژانده فضايي ښکارندې په اړه له څو لسیزو راهیسې په ځانګړي ډول په امریکا کې ډېر راپورونه خپرېږي.

د ۲۰۲۰ په اګست کې د امریکا دفاع وزارت د دغو ناپېژانده الوتونکو اجسامو د مشاهدې لپاره د ناپېژانده فضايي ښکارندې کاري ځواک په نوم څانګه پرانیسته.

د برمودا مثلث پټ او هېښوونکي رازونه

د امریکا د دفاع وزارت په وینا، د دې ډلې دنده دا ده چې دغه فضايي پېښې “کشف، تحلیل، کته ګوري او همدا راز د ناپېژانده الوتونکو اجسامو د “ماهیت او رېښو” په اړه مالومات راټول کړي.

د دغه راپور محرمه بڼه د تېر کال د جون میاشتې په لومړیو کې د کانګرس له غړو سره شریکه شوه.

دا نامحرم راپور تر هغه وروسته د امریکا کانګرس وغوښت چې د دغه هېواد پوځیانو په وار وار په هوا کې د دغه بې نظمه الوتونکو اجسامو د لېدو خبرونه ورکړي دي.

یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، امریکايي رسنیو ته ویلي چې دغه رپوټ کې د فضايي مخلوق د فعالیت په اړه شواهد نشته، خو هغه یې چورلټ رد کړی هم نه دی.

رپوټ کې د پام وړ خبره دا ده چې دې ځانګړي کاري ډلې مشخصه کړې چې دغه لیدل شوي ناپېژانده الوتونکي اجسام د امریکا پټه پوځي ټکنالوجي نه ده.

چارواکو د تېرو دوو ولسیزو پر مهال دا ډول ۱۲۰ پېښې څېړلې دي.

پر امریکا سربېره په نورو هیوادونو کې هم ناپېژانده الوتونکي شیان لیدل شوي دي. په جنوبي افریقا کې لومړی وار په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې ځینو کسانو د الوتونکو رکیبیو د لیدو ادعاوې کړې وې.

یو ساینسپوه وايي، ناسا په مریخ کې د نورو مخلوقاتو شواهد پټوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب