یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط- انو ۳ تنه د کابل د وروستیو چاودنو په تور نیولي

ط- انو ۳ تنه د کابل د وروستیو چاودنو په تور نیولي

تاند( چار شنبه، د جوزا ۲۵ مه) ‏په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دغه ښار د وروستيو چاودنو په تور د ۳ تنو د نيولو خبر ورکړ.

د نوموړي په وينا، یاد شوي کسان د کابل ښار له سلیم کاروان سیمې څخه نیول شوي.

د طالب ویاند په خبره، دغو کسانو اعتراف کړی، چې د پیسو په بدل کې ېې د امنيت ضد جرمونه ترسره کول.

سرچینې د یادو کسانو د ملاتړې ډلې، هویت او هغو پېښو په اړه چې دوی پرې تورن دی، څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې له کابل ښار څخه د یو شمېر چاودنو خبرونه ورکړل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب