شنبه, فبروري 7, 2026
Homeخبرونهکډوالو چارو وزارت له څو موسسو سره د ۱۰ ميليونه ډالرو تفاهم...

کډوالو چارو وزارت له څو موسسو سره د ۱۰ ميليونه ډالرو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

تاند( سې شنبه، د جوزا ۲۴ مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت نن له بېلابېلو موسسو سره د څه باندې ۱۰ میلیونه امریکایې ډالرو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغو تفاهم لیکونو له لاسليک سره یادې موسسې زرګونه کډوالو او بېرته راستنیدونکو ته د روغتيايي خدمتونو، تخنيکي زده کړو، خوراکي توکيو او نقدي مرستو د برابرولو په برخه کې اسانتياوې برابروي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنيدو سره په افغانستان کې د فقر کچه زياته شوې، چې په کور دننه بې ځايه شوي ېې ډېر زيانمن کړي دي.

په ځينو ولایتونو کې ادعا کیږي، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت له اړمنو خلکو سره کیدونکې مرستې پر طالب جنګياليو وېشي، خو د دغه وزارت چارواکو دا ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...