یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د شکر له درملنې سره مرستندوی مالیکول کشف شو

د شکر له درملنې سره مرستندوی مالیکول کشف شو

تاند- سویډني څېړونکو یو مالیکوال کشف کړی چې د انسولین د تولیدوونکو حجرو له ودې س ره مرسته کوي.

په شکر یا قند ناروغۍ د اخته کسانو اصلي ستونزه د انسولین تولید دی. انسولین هغه هورمون دی چې د وینې د ګلوکوز اندازه تنظیموي. همداراز دا هورمون د بدن حجرې پرېږدي چې د ګولوکوز انرزي ترلاسه کړي.

د شکر په یو ډول کې په پانقراص کې بیتا حجرې، چې له معمول سره سم انسولین تولیدوي، په کافي اندازه دا هورمون نه شي جوړولی.

حاضردمه د دې ناروغۍ د درملنې لار دا ده چې ناروغ ته انسولین ورکړل شي.

د سویډن د کارولینسکا انستیتیوت څېړونکو په نوې څېړنه کې یو کوچنی مالیکوال څېړلی چې د بیتا حجرو له احیا کېدو سره مرسته کوي. دا مالیکول (CID661578) نومېږي او په پخوانیو څېړنو کې پېژندل شوی و خو اغېز یې نه و څرګند شوی.

تراوسه پورې د شکر یا قند ناروغۍ مطلقه درملنه نه شته او درمل یې یوازې د شدت مخه نیسي خو دا نوی کشف کېدای شي په نهایت کې د قند ناروغۍ د درملنې لار هواره کړي.

د دې څېړنې پایلې په کیمیکل بیالوجي مجله کې چاپ شوې دي.

د شکر د ناروغانو لپاره څو سپارښتنې

ناروغ باید تل خپله ناروغي په کنټرول کې وساتي او د پرمختګ مخه یې ونیسي.

پر شکر اخته ناروغان بايد د شکرمالومولو اله لۀ ځان سره ولري، وخت پر وخت دې پرې د خپل شکراندازه مالومه کړي، هره اله بايد يوکس وکاروي.

هغه خلک چې د شکر مالومولو اله نه لري، بايد په روغتونونو يا لا براتوارونو کې خپل شکر مالوم کړي.

پر شکر اخته ناروغان بايد تر ډېره بريده خپلو خوړو ته پام وکړي، د خوږو او نشايسته لرونکو شيانو لکه: بورې، شېرني ، وريجو او داسې نورو شيانو له خوړلو تر ډيره ډ ډه وکړي

غوړ او پروټين لرونکي خواړه لکه: زيړ غوړي، غوښه او داسې نور لږ وکاروي، پر ځای دې په خپلو خوړو کې د ترکاريو او شنو سبو وڼډه ډېره کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب