یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا هوايي ځواک: د تخلیې بهير کې د څو تنو په...

د امریکا هوايي ځواک: د تخلیې بهير کې د څو تنو په وژل کیدو ملامت نه يوو

تاند( سې شنبه، د جوزا ۲۴ مه) د امریکا متحده ایالاتو د هوايي ځواک په يوه راپور کې راغلي، چې له کابل هوايي ډګر څخه د تېر کال د اګسټ میاشتې د تخلیې پر مهال یې د خپلو منسوبینو د غفلت ادعاوې څېړلي دي.

سرچينه زياتوي: په څېړنو کې څرګنده شوه، چې د تخلیې پر مهال د امریکا د هوايي ځواک چلند مناسب و او له الوتکې څخه د لویدو له کبله وژل شوي کسان خپله ملامته دي.

 ‏

اسوشتيد پريس اژانس د امریکا د هوايي ځواک د وياند آن اسټیفانیک په حواله ویلي، چې د تخلیې ماموريت يو نا پلان شوی او عاجل ماموريت و، چې له دې سره بیا هم امریکايي هوايي ځواک پکې ښه چلند تر سره کړی دی.

 د تېر کال د اګسټ په پینځلسمه تر هغې وروسته، چې طالبان بيا پر افغانستان واکمن شول، امريکا له کابل نړيوال هوايي ډګر څخه د لسګونه زره هغو افغانانو د ویستو يا ژغورنې لپاره اقدام وکړ، چې يا يې امریکايي ځواکونو سره په مختلفو بڼو همکاري لرله او یا د ټولنې او دولت فعاله خلک ګڼل کېدل.

 د دغو هڅو پر وخت ګڼو خلکو پر امریکايي الوتکو هجوم ور وړ، چې ځینې یې له الوتکو ګوزار او مړه شول.

په امريکا کې دننه او بهر د دې پېښو له امله د امریکا د هوايي ځواک اړوند منسوبين سختو نيوکو لاندې وو او پلټنې ورڅخه روانې وې، خو د دغو څېړنو د پایلو په روښانه کيدو یاد شوي منسوبين وبښل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب