Homeخبرونهبیل ګیټس د کندهار ۱۲ روغتيايي کلينيکونه ورغول

بیل ګیټس د کندهار ۱۲ روغتيايي کلينيکونه ورغول

تاند( سې شنبه، د جوزا ۲۴ مه) ‏د کندهار روغتيايي چارواکو په دې ولايت کې د ۱۲ روغتيايي کلينيکونو د رغولو خبر ورکړی.

دغو چارواکو ویلي، چې ياد شوي کلینکونه د« بیل او ملینډا ګیټس» خيریه بنسټ له لوري رغول شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، یاد شوي مرکزونه په شاه ولي کوټ، معروف، تخته پل، ارغستان، نیش او ميوند ولسواليو کې رغول شوي او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

ويل شوي، چې د دغو کلینکونو له رغولو سره د ځايي خلکو یو شمېر روغتیايي ستونزې حل شوي.

چارواکو د دغو بشپړو شويو پروژو د کار د پيل او پای د مودې، لګښتونو او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...