پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د برمودا مثلث پټ او هېښوونکي رازونه

د برمودا مثلث پټ او هېښوونکي رازونه

ژباړه او ترتیب: قاسم امیري

برموډا ټرینګل چې د شیطاني مثلث په نوم هم یادېږي د اطلس سمندر په سهیل ختیځ څنډه کې پروت دی چې د دې قسماً مثلث ته ورته شکل دری رأسونه له فلوریډا، برموډا او پورتوریکو سره نښلول شوي دي. که څه هم دا سیمه منظم مثلثي شکل نه لري اما د دریو رأسونو په خاطر یې غالباُ د مثلث په نوم یادوي. د برموډا مثلث (ټرېنګل) سیمې د پراختیا او مساحت په اړه ګڼ روایتونه شته چې ځینې یې د ۱۳۰۰ زره کیلومټرو تر ۳۹۰۰ زره کیلومټرو بولي خو اکثریت مطلق د برموډا ټرینګل سیمې مساحت تر ۵۰۰ زره مایل مربع اټکلوي.

په لومړي ځل د وینسټ ګاډیس لخوا په کال ۱۹۶۴ کې د آرګوزي په نوم مجله کې د برموډا ټرینګل جغرافیوي حدود معرفي شول. نوموړي خپل تحقیق د (برموډا وژونکې ده) تر نوم لاندې دومره وغځاوه چې د یو کتاب په بڼه یې خپور کړ. نوموړي د برموډا مثلث جغرافیوي موقعیت داسې تعریف کړی: یوه کرښه له فلوریډا څخه تر برموډا، بله کرښه له برموډا څخه تر پورټوریکو او دریمه کرښه له باهاما تېریږي چې په فلوريډا ورګډیږي.

د برموډا مثلث نومې سیمه د خپل جیوپولټیک او سټراټیژیک موقعیت له مخې د سمندري او هوايي ټرافیک له اړخه د نړۍ یو له مزدحمو سیمو ګڼل کېږي. د دویمې نړیوالې جګړې په درشل کې امریکایي هوایي پوځونو د خپلو پوځي تمرینونو په لړ کې د ۱۹ لمبر پرواز ټي بي ایم ډوله بم اچوونکې پنځه الوتکې په ناڅاپي ډول په همدې سیمه (برموډا ټرینګل) کې له لاسه ورکړې، د دوی تری تم کېدلو امریکایان پدې خاطر په حیرت کې واچول چې پدې ورځ جوي حالات په بشپړ ډول نورمال وو، الوتکې په هر لحاظ سمبال وې او په نوموړې سیمه کې له مخکې د سونامې یا سمندري طوفانونو په اړه کوم خبر هم نه وو ورکړل شوی. د امریکا د هوایی پوځونو قوماندان د ۵ جنګي او سریع السیر الوتکو د ورکېدو سره سم شپږمه الوتکه د دوی د موندلو لپاره ورپسې واستوله چې دا هم د پخوانیو پنځو په ډله ورګډه شوه یانې د تل لپاره ورکه شوه. د ۱۹ پرواز اړوند ټي بي ایم ډوله الوتکو د پرواز عمومي قوماندان د فلوریډا په څنډه کې د پرواز پر مهال مخکې لدې چې خپله راډیویي اړیکه د کنټرول له مرکز (رادار) سره له لاسه ورکړي؛ په مرموز ډول خپل مخابروي پیغام ثبتوي. نوموړي پخپل راډیويي پیغام کې وایي: زمونږ چاپېر هر څه په تېره بیا سمندر یو عجیب حالت ځانته غوره کړی. مونږ نه پوهېږو چې ولې اما زمونږ مسیر او زمونږ حرکت په ناڅاپي ډول زمونږ له ولکې وتلی اوس مونږ په سپینو اوبو کې د ننوتلو په حالت کې یو. داسې مالومیږي چې له بده مرغه مونږ له ستر ناورین سره مخ یو.

د امریکا دولت په خپلو عصري امکاناتو او تجهیزاتو له ډېرو هڅو سره سره د ورکو شویو الوتکو او پکې د ۱۴ عملیې  په اړه تر اوسه هیڅ شواهد او پاتې شوني ونه موندل. همدا و چې د برموډا شیطاني مثلث نړیوال شهرت وموند. څیړونکي وایی چې د برموډا ټرینګل سیمه کې یو ډول د اوبو سپین رنګه څپې حتی له فضا څخه هم ښکاریږي.

په لومړي ځل د برموډا ټرینګل په سیمه کې د اجسامو او انسانانو د تري تم کېدو ادعا ښاغلي (ادوارډ وین وینکل جونز) په ۱۹۵۰ کال کې د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس په یوه راپوز کې مطرح کړه خو چا دومره پرې سر خوږ نه کړ. دوه کاله وروسته فیټ مجلې د ښاغلي (جورج ایکس) له خوا یوه مطلب خپور کړ چې عنوان یې (د سمندرونو په تل کې پټ رازونه) وو. جورج ایکس په برموډا نومي ځای کې د ۱۹ پرواز اړوند د ۶ الوتکو سربېره د ډېرو نورو هغو الوتکو او بېړیو نوملړ هم خپور کړ چې په برموډا ټرینګل کې په ناڅاپي ډول بې درکه شوې وې.

څېړونکي وایي چې یواځې په وروستیو سلو کلونو کې برموډا د کابو ۲۰ مختلف النوع الوتکو او تر ۵۰ زیاتو سمندري بېړیو د هضم مسوولیت په غاړه لري. ویل کېږي چې د ۱۹۴۹ زیږدیز کال د جون په ۱۹ مه د بریټیش ایرلاین اړوند یوې الوتکې په داسې حال کې چې له کېنډلي څخه د کینګسټن جامیکا په لوري پرواز کاوه؛ په همدې سیمه کې ترۍ تم شوه چې تر نن ورځې د هغې الوتکې، ۷ عمله او ۱۳ سپرلیو په اړه هیڅ نښې نه دي موندل شوي.

همدارنکه د ۱۹۶۳ کال د فبروري په څلورمه نېټه د امریکا د سمندري ځواک لویه بېړۍ (Sulpher Queen) په همدې سیمه کې د تل لپاره بې درکه شوه. سیمې ته لېږدول شوي ټیم له څو اونیو پرله پسې پلټنو سره سره د دې سترې سمندري بېړۍ په اړه هیڅ داسې نښه تر لاسه نه کړه چې په اړه یې تحقیق ترسره شي.

همدارنګه د سټار ټایګر او سټار آریل په نوم د (پنځم آروټوډور سلطنتي خکورنۍ) اړوند دوه الوتکې چې له بریټانیا څخه د سهیلي امریکا په لور په حرکت کې وې منزل ته تر رسېدو مخکې په برموډا سیمه کې بې درکه شوې.

د U.S.S Cyclops په نوم د ډبرو سکرو د حمل لویه بېړۍ په ۱۹۱۸ زیږدیز کال کې د بارابوډوس څخه له تېریدو وروسته د بالټیمور په خوا روانه وه چې د تل لپاره بې درکه شوه پرته له دې چې له کوم سمندري طوفان سره مخ شي یا د تخنیکې عوارضو له کبله په تدریجې ډول په اوبو کې ډوبه شي. په دې بېړۍ که تر ۳۰۶ کسان سپاره وو چې دا امریکايي سمندري پوځونو ته په غیر جنګي شرایطو کې تر ټولو لویه صدمه ثبت شوه.

همدارنګه د U.S.S Nerues نومې بېړۍ یو له هغو څلورو لویو سمندري بېړیو څخه وه چې په لمړۍ نړیواله جګړه کې یې د امریکایي پوځیانو د اکمال او ملاتړ لپاره د ډبرو سکاره لېږدول. پدې ستره بېړۍ یې د یوناني الهې (ماڼوګان) نوم ایښی وو چې د ۱۹۴۱ کال د نومبر په لسمه په داسې حال کې چې له سنټ ټوماس څخه د پورټلنډ په لوري د راستنېدو په حال کې وه په ورجین ټاپو کې له خپلو ۶۱ عمله سره دقیق په هماغه ځای کې ترۍ تمه شوه چې میاشت مخکې یې بله خور (جوړه) پکې ورکه شوې وه.

همدارنګه د U.S.S Proteus په نوم یوه بله بېړۍ چې پخوا د ډبرو سکرو د ټرانزیت لپاره کارېده خو نوې په سوداګریزو برخو کې د توکو د لېږد لپاره تر ګټه اخیستل پیل شوي وي په داسې حال کې چې له ورجین ټاپو څخه په سنټ ټوماس کې د امریکا د ختیځو پولو په لوري په حرکت کې وه د ۱۹۴۱ کال د نومبر په ۲۳ مه نېټه په ناڅاپي ډول بې درکه شوه. دا ۱۶۵ متره اوږده بېړۍ له ۵۸ عمله سره چې بوکسیټ المونیم هم پکې لېږدول کېدل په خپلو دوو نورو خویندو پسې ورکه شوه. هو دا یو له همغو څلورو تر ټولو سترو بېړیو وه چې په نړیواله جګړه کې یې د امریکایي پوځیانو لپاره اکمالات کول.

د لادرکه شویو بېړیو د موندلو لپاره توظیف شوي هیأتونو د برموډا ټرینګل د وحشتناکې سیمې په اړه ګڼ نظرونه او فرضیې وړاندې کړې چې یو یې هم علمي او د قناعت وړ نه بلل کېږي. ځینې یې لامل په اوبو کې دننه د یو ډول الوتونکو او انسان تښتوونکو موجوداتو شتون په ګوته کوي. ځینې بیا په دې سیمه کې د وخت سیر، د یوې نامالومې نړۍ په لوري دریڅه، د الکټرومقناطیسي او مقناطیسي زیرمو شتون، جیوفزیکي پدیدې او تر سمندر لاندې د میتان غازونو اړوند ګډیالونه او داسې نورو پدیدو شتون په ګوته کوي. تر ټولو عجیبه نظریه بیا تر اوبو لاندې د یو ښار شتون ته ګوته نیسي چې ویل کېږي یو وخت د ځمکې په سر وو او خورا افسانوي شهرت یې درلود چې د ځینو مرموزو توجیهاتو له کبله د سمندر څپو لاندې کړ خو دوی وایی چې هلته لا هم ژوند، د ژوند امکانات، عصري ټکنالوجي او ژوندي موجودات شته.

ځینې بیا وایي په حقیقت کې د برموډا مثلث ډوله سیمه کې د ورکېدونکو وسایلو ماجرا د نړۍ په نورو سیمو کې هم تکراریږي. دوی وایی، موږ هیڅ داسې شواهد نه دي موندلي چې د برموډا په سیمه کې د داسې یوې باالقوه انرژۍ څخه استازیتوب وکړي چې د نقلیه وسایطو د راکښولو سبب وګڼل شي. دوی وایي په برموډا نومې سیمه کې تر ډېره غیرمترقبه او وحشتناک طوفانونه رامنځته کېږي. دوی وایی په سیمه کې د سمندري تودو څپو څخه د ګلف سټریم په نوم طوفانونه د اوبو د ډیر قهرجن او متخاصم حرکت سبب کیږي چې د ګلف سټریم طوفان څپې ډېرې اغیزناکې او بریدګرې هم دي چې همدا څپې د ورته پېښو لامل ګڼل کېدای شي.

په سیمه کې د ورکو شویو بېړیو او الوتکو بیا موندل خورا ستونزمن کار دی. ویل کېږي چې د برموډا مثلث اړوند سیمه د اطلس سمندر تر ټولو ژوره برخه ده. څېړونکي وایی: په برموډا مثلث نومې فرضي سیمه کې د اوبو ژوروالی تر ۹۲۰۰ مترونو پورې رسیږي ځکه خو د ډوب شویو انسانانو او وسایطو په آسانه موندل له تمې لېرې بریښي.

د برموډا ټرینګل په سیمه کې د ډوب شویو با تری تم شویو بېړیو او الوتکو په اړه شواهد تر ډېره لدې ټکې حکایت کوي چې د دوی کپټانانو یا پیلوټانو په ناڅاپي ډول د ګواښ احساس کړی، کرار کرار یې مخابروي اړیکې کمزورې شوې او مخکې لدې چې د پیښې ماهیت او اصلیت ووایي؛ په ناڅاپي ډول له رادار څخه پناه او د تل لپاره ورکې شوې. له پیلوټانو او د بیړیو د کپیټانانو په راډیويي پیغامونو کې یو واحد راز دا دی چې دوی وایي: مونږ کرار کرار له فضا او وخت څخه لېرې کېږو، په ځينو راډیویي پیغامونو کې داسې هم ویلی شوي چې ګواکي دوی یو ناپېژند او غیر قابل تشریح رڼا ویني، ځينو بیا د اوبو په تل کې د یوې لویې او عظیم الجثه تور رنګه مادې له لیدلو حکایت کړی. ځینو بیا ویلی چې دوی په آسمان او د ستور په منځ کې یوه توره ماده ويني چې ګومان کیږي له ځمکې څخه همدې تورې مادې ته د یو تونلي مجرا له لیارې رڼا ور رسیږي.

په یو ځانګړي مورد کې د یوې جاپانۍ بېړۍ څخه په ترلاسه شوي راډیویي پیغام کې حیرانوونکی پېښې څخه حکایت شوی. د بېړۍ کپیټان وایی: همدا اوس زمونږ په خوا د خنجر په شان یوه توره او ډیره وحشتناکه ماده را روانه ده. مونږ نه پوهیږو دا کوم ځای دی؟ کپیټان مخکې لدې چې د دې خنجر ته ورته ګواښ په اړه نور جزيات ورکړي، اړیکه یې د تل لپاره پرې کیږي.

د دې هر څه سره سره د برموډا ټرینګل مثلث موضوع تر اوسه د خپل عصر پخپل ذات کې تر ټولو ستره لاینحل معما ده. د برموډا مثلث هیبت ناکې اغېزې یوازې تر مثلث بانډري را محدود هم ندي بلکې ډېر کله یې اغېزې له خپلې حیطې ور هاخوا هم تر سترګو شوې. خو تر ټولو ډېر ګمانونه بیا د برموډا د پېښو تر شا د یو ایف او Undefined Flying Objects او شیطاني فعالیتونو شتون په ګوته کوي. په تېرو سلو کې هلته تر ۱۰۰۰زیات انسان لادرکه شوي او په اوسط ډول هر کال ۴ الوتکې او تر ۲۰ زیاتې بېړۍ پکې ورکېږي.

دAUTEC (Atlantic Undersea Test & Evaluation Center) برموډا مثلث ته څېرمه د امریکا بهاما ایالت اړوند په انډراس ټاپو کې موقعیت لري. دلته امریکایی سمندري ځواکونه په اوبو کې د ننه او د اوبو په مخ خپل پوځي تمرینونه هم کوي.

ځینې څېړونکي او د سیمې اوسیدونکي بیا د برموډا په سیمه کې د یو ډول الکټرونیکې ورېځو یا فاګ څخه حکایت کوي. همدې سیمه کې له یو تصادف څخه ژغورل شوی پیلوټ (بروس جرنون) ادعا کوي چې په ناڅاپي ډول یې د پرواز مسیر بدل شو، الوتکه یې د رادار له کرښې د باندې ووته او له اته ویشت دقیقې تاخیر او ورکېدو وروسته د میامي سمندر په څنډه کې بېرته د رادار کرښې ته راغله.

لومړنی کس چې د برموډا په اړه یې خبرداری ورکړ؛ هغه د امریکا لویې وچې کاشف (کرسټف کولمب) وو. نوموړي له همدې سیمې څخه له تېرېدو سره خپل لیدلی حال پخپل یو ژورنال کې لیکلی: د برموډا په سیمه کې د سمندري بېړیو قطب نما خپل کار پرېږدي او دا هغه وخت وو چې موږ په آسمان کې د اور له جنس څخه ځلېدونکي ستورو ته ورته اجسام ولیدل. برموډا هغه سیمه ده چېرته چې د بېړیو قطب نما خپل مقناطیسي شمالي قطب پرېږدي او حقیقي شمالي قطب ته انحراف کوي چې دا د بېړیو د ناڅاپي ناهنجاریو سبب کیږي.

د سلګونو نورو فرضیو تر څنګ ځینې څېړونکي پدې اند دي چې په برموډا نومي سیمه کې د Hexagonal Clouds په نوم وریځې لیدل شوې. دا وریځې د سمندرو پر مخ تر ۱۰۰۰ مایل په یو ساعت کې سرعت سره هیبت ناک طوفانونه رامنځته کوي. همدارنګه همدا وریځې په عمودي شکل په اوبو کې د ننه هم تر ۱۷۰مایل پر یو ساعت سرعت سره چټک طوفانونه رامنځته کوي. د برموډا مثلث سیمې اړوند د سمندر په تل کې د د میتان غاز شتون هم د ډېرو څېړونکو لپاره د برموډا د هیبت اصلي لامل دی.

د برموډا ټرینګل د پیښو د لاملونو په اړه دوه قسمه نظرونه شتون لري:

فرضي او طبیعي لاملونه:

د طبیعي او فرضي لاملونو په اړه خورا ډېر نظریې وړاندې شوې چې تر ټولو زیات توضیحات د غیر طبیعي مړینې په استناد ولاړ دي. دوی د غیر طبیعي مړینې نوم پدې خاطر ورپورې کوي چې تر اوسه د دومره تلفاتو څخه هیڅ اثر یا د ډوب شویو کسانو مړي نه دي موندل شوي.

څېړونکي وایی: د سمندر په تل کې د خورا لویو ځمک لړزو پذریعه د ډیرو لویو درو او هسکو ټیټو له کبله خورا مخرب بادونه، طوفانونه او ګردباونه رامنځته کېږي، د ځمکې ښوېدنې له کبله هلته د مقناطیسي قوې آزادېدل او د اجسامو په تېره فلزاتو تر اغېر لاندې راوستل او د الکټر مقناطیسي موجونو تر منځ د اختلالاتو پېښېدل او داسې نور چې دا نظریه په واحده نقطه کې د الوتکو او بیړیو د لادرکۍ په اړه بیا هم د قناعت وړ دلایل نلري ځکه خو د ډیری څیړونکو لخوا رد کیږي.

فرضي او غیر طبیعي لاملونه:

تر ځمکې لاندې د ځینو نورو ژوندیو موجوداتو پذریعه د انسانانو د برمته کېدل نظریه د غیر طبیعي فرضي نظریو په لومړي سر کې راځي. که څه هم دا نظر ډیر خیالی بریښي اما څیړونکی وایی چې داسې ګومان کېږي دا موجودات د انسانانو په اړه د تحقیق پسي راوتلی، دوی غواړي له خپلې حیطې ورهاخوا نور تمدنونه کشف کړي لکه څرنګه چې انسان په مریخ او نورو سیارو کې همدا ماموریت مخکې وړي. په همدې تړاو حکیم، ارواپوه او منجم ښاغلي (ادګار کایس) وایي: د لیزر وړانګو له موندلو څخه پېړۍ پېړۍ مخکې د اطلس سمندر په څنډو کې پرتو خلکو له کرسټال څخه د انرژۍ د سرچینې لپاره ګټه اخیسته. نوموړی وایی: د دوی لخوا یو ډول القا شوې شیطاني انرژي اوس د سمندر په یو میل ژور تل کې د اندروس سیمې اړوند برخه کې ډوب شوې چې د بېړیو، الوتکو او نورو نقلیه وسایطو د سقوط سبب کېږي.

د برموډا ټرینګل راتلونکې او تېر:

داسې ښکاري چې دا سیمه له دې مخکې هم د وېر او ډار سیمې په نوم پېژندل کېده او داسې هم ویل کېږي چې د دې سیمې له کشف مخکې هم دې سیمې د هیبت او ویرې نوم درلود. د برموډا ټرینګل سیمه د قبرونو سیند، د شیطان مثلث، د مرګ او هلاکت مثلث، د بدمرغۍ مثلث او د اټلانټیک هدیرې په نومونو په تاریخي افسانو کې یاده شوې ده.

ځينې نظریات بیا له طبیعت ور هاخوا د تخیلي فېلمونو په څېر د یوې سناریو څخه پرده پورته کوي. د نړۍ ډېری لیکوالان او مبصرین د برموډا سیمه تر اوبو لاندې د ډوب شوې تمدن یوه نښه بولي. یوناني فیلسوف (افلاطون) لیکي: د اتلانتیس خلکو د آتن د فتح کولو لپاره بې شمېره پوځیان چمتو کړل، خو زيوس (د یونانیانو رب النوع) پر دوی داسې یو طوفان راوست چې دوی هیڅ د تصور وړ نه وو. دا طوفان د سختو سیلابونو او ځمک لړزو سبب شو چې تر یوې شپې ورځې یې دوام درلود چې په پایله کې یې اطلس سمندر د اتلانتیس سیمه، تمدن او خلک ټول تر اوبو لاندې کړل او هیڅ اثر یې پاتې نه شو. اسټیون سپیلبرګ بیا برمودا د ته د وحشت سیمې نوم ورکوي. نوموړي وایی: هلته د ځینو نورو مخلوقاتو پذریعه انسانان تښتول کېږي او په نامالوم لوري وړل کېږي.

د غیر طبیعي پېښو په اړه د ډېرو کتابونو لیکوال چارلز برلیټز بیا برموډا ته د انسانانو د هلاکت جغرافیې نوم ورکوي پرته له دې چې په اړه یې ډېره توضیح ولیکي.

د یادونې وړ ده چې یوه ډله پوهان او څېړونکې بیا برموډا په بشپړ ډول یوه عادي سیمه په ګوته کوي، دوی هلته د ویروونکو موجوداتو یا ماروا الطبیعي قوې شتون په کلکه ردوي. دوی د برموډا په اړه تصور د هغو لیکوالانو محصول بولي چې د خپلو کتابونو لپاره د ښه مارکيټینګ لپاره په ورته مسایلو کې له اغراق څخه کار اخلي. د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۳ کال کې د نړیوال طبیعت صندوق لخوا د نړۍ په کچه د لسو هغو سیمو نوملړ خپور شو چې د بیړیو چلوونکو لپاره له ګواښ څخه ډکې په ګوته شوې خو په نوموړي لړ کې برموډا ته ځای ندی ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب